د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ نوميالي: ابو الفتح محمد خان شیبانی یا شيبانی خان

 
ابو الفتح محمد خان شیبانی یا شيبانی خان
( ۱۴۵۱- ۱۵۱۰ ع)
په خټه اوزبيک محمد خان شيبانی چې په شيبک خان يې شهرت درلود د ماوراء النهريولوی پياوړی واکمن و او هڅه يې کوله چې خپله واکمني ارته کړي. ده په ۱۵۰۰ ع کې لومړی بخارا او بيا سمر قند ونيو چې سمرقند دامير تيمور پلازمينه وه. په لومړيو وختو کې مشهد، هرات، بلخ، بدخشان هم د سلطان حسین بایقرا تيموری په لاس کې ول. ده د خپل مرګ ترمهاله پورې هڅه وکړه چې د شيباني خان د فتوحاتو مخه ونيسي خو بريالی نه شو. بيا يې زامنو په خپلو کې سره د واک پر سر په جګړو پيل وکړ. د ده زامن بديع الزمان میرزا او مظفر حسین ميرزا لا د واک په سر په جګړو لګيا ول چې  شيباني خان ته موقع په لاس ورغله، ډېرې سيمې يې د تيموريانو له لاسه وايستلې او په خپل واک کې یې کړې. په ډېر لږ مهال کې د بلخ، مرو، هرات ، مشهد، کندهار او کرمان په نيولو بريالی شو.
د تيمور بل لمسی ظهرالدين محمد بابر هم د شيبک خان له لاسه بدخشان او کابل ته لاړ. چې په ۱۵۰۴ ع کې د کابل له نيولو وروسته يې  د کندهار د نيولو تکل وکړ. او د سلطان حسین بایقرا له لمسي شجاع بيک څخه يې کندهار او زمين داور په ۱۵۰۷ ع کې وينول.
لومړی شاه اسماعيل صفوی په ۱۵۰۱ ع کال کې د تبريز په ښار کې شيعي مذهبه پياوړې واکمني اعلام کړه او هڅه يې کوله چې د ترکمنو قزلباشو د مټ په زور او په زرو سست-عقيده ، بې-عقيده او کمزوري سنيان شيعيان کړي نو د دې له لپاره يې ختيځ ته مخه کړه. په ختيځ کې له ماوراءالنهر څخه نيولی تر مرو پورې شيباني خان واکمن و او له کابل څخه نيولې ترکندهار پورې ظهيرالدین بابر واکمن و. څرنګه چې له دواړو سره جګړه ستونزمنه وه نو شاه اسماعيل صفوی داښه وګڼله چې له بابر سره لاس يو کړي او شيباني خانه له مينځه يوسي بيا به ګوري چې په راتلونکي کې څه کېږي.
ظهرالدین بابر د شاه اسماعيل له خوا وهڅول شو چې له اوزبکو سره و جنګېږي، واک ور څخه واخلي او د ماوراءالنهر واکمن شي. خپل يو پياوړی لښکر مشر امير نجم يې ورسره ملګری کړ او ظهرالدين بابر پر سمرقند د عبدالله سلطان په پر پوځيانو يرغل و کړ. خو هلته اوزبکانو چې پاخه سنيان ول دا درک کړه چې د ظهرالدین بابر ملګري  د ايران شيعيان دی. مقاومت يې وکړاميرنجم ایراني لښکر مشر ووژل شو او ظهرالدین بابر د غجدواڼ په دښتو کې ماته وخوړه. په خپله  وتښتېده چې ښځې هم ورڅخه پاتې شوې. د ده خپله يوه خور خانزادبيګم هم ترې پاتې شوه.
لومړی د خانزاد بيګم ترور  ( خاله) د شيبانی خان مېرمن وه. بيا يې طلاقه کړه او له خانزادبيګم سره يې واده وکړ. بيا يې د بابر خور خانزاد بيګم هم طلاقه کړه او بيا يې يو سيد ته ورواده  کړه چې سيد هادی نوميده. کله چې شيبانی خان په مرو کې د اسماعيل صفوی په مقابل کې ماته و خوړله او مړ شوسيد هادي هم مړشو، خانزادبيګم بيا کونډه شوه او شاه اسماعيل صفوی ته په لاس ورغله. شاه اسماعيل چې خبر شو چې خانزادبيګم د ظهرالدين بابر خور ده نو کابل ته يې بابر ته ورواستوله. د بابر او د ده د خور د بيلتون لس کاله شوي ول، کله چې سره دواړه مخامخ شول خور يې ورته حيران حيران کتل خو خپل ورور بابر يې نه پېژانده.
د شيبانی خان له وژلو وروسته چې په مرو کې ووژل شو، د ده ځايناستو مېړانه وکړه او شاه اسماعيل صفوی يې دې ته اړ کړ چې نور د آمو له سين څخه ورپسې ور پورې نه ووځي. د ما وراءالنهر واکمني د شيباني خان د ځايناستو شوه او دې غاړې ته يې ټولې سيمې تر بدخشان پورې لومړي شاه اسماعيل ته ورخوشې کړې.
په دې سيمو کې يې پر وګړو د زور او زرو په واسطه زور واچاوه چې شيعي مذهب و مني خو پوره برياليتوب يې په برخه نه شو. يوازې د غرجستان د درو جغتایيان شيعيان  شول ځکه چې د دربار اکبري مولف محمدحسین آزاد په خپل کتاب کې ويلي دي چې چنګيزيانو دين او مذهب نه درلود او کورټ ناپوه ول.  خو بيا يې هم له وګړو سره په هندوستان کې ځينې ورځې، لکه نوروز، نمانځلې او له ډېرو څخه په دې لمانځنه کې وړاندې ول. نو د غرجستان چنګيزيانو په اتفاق سره شيعيت منلی دی ځکه چې د مخه يې کوم مذهب نه و، خو نورو وګړو بيا چا د زراو زور په واسطه شيعيت منلی او چا نه دی منلی. مثلاً هراتيان ، مروزيان ، بلخيان، بدخشانيان، خوارزميان او داسې نور ټول په اتفاق نه دي شيعي شوي.
ماوراءالنهريان سخت سنيان دي او ډېر سني تاليفات هم په ما وراءالنهر او ورسره په نژدې سيمو کې شوي دي.
وايي چې غالب د هلوي په دې تورن و چې شيعي شوی دی. هغه په ځواب کې ويل چې زه خو ما وراءالنهری يم. ما ورا‌ءالنهری څرنګه شيعي کېدلای شي؟ که په ما وراءالنهر کې شيعيان هم وي يو ډېر وړو کي اقليت به وي.
شتمني دهر چا خوښېږي خو د خانانو ، مللکانو ډېره خوښيږي ځکه چې خاني او ملکي هم په شتو کېږي خو هوښيار او پوه خان او ملک هغه دی چې د خل يې پر خرج زيات وي چې په دې صورت کې خاني او ملکي په ځای پاتې کيږي او ښه چلېږي. خو که خبره سرچپه شي نو بيا کار ورانېږي.
وايي چې يو خان سيف الدین خان نومېده ، دا خان د خپل دستر خان له برکته په هر ځای کې ښه نمانځل کېده، خو د دې خان صاحب خرج په دخل زيات و. څه موده وروسته يې د دسترخان خوند يو څخه لږ شو نو د مخه به چې وګړو ورته سيف الدین خان ويل اوس ورته يوازې سيف الدین وايي. د سيف الدین کار  نور هم ورانېده تر دې چې دېره او دسترخان يې هم ورک شول. اوس ورته وګړي د سيف الدین خان او سيف الدین په ځای سيفو وايي. او چې سيفو شو نو ويې ويل اوس چې «سيفو شوم نو پوه شوم، خو وار تېر دی». وايي وروستیه عقله چې لومړی وای ښه به وو.
شاه اسماعيل صفوی به داسې نه وي کړي چې د غرجستان د درو ټولو لويو وړو ، نارينه او ارتينه ووته به يې يو څه ورکړي وي، خو چې خانان او ملکان يې په خيټو ماړه کړي دي دا نور وګړي هم په خپلو مشرانو خانانو ملکانو پسې تللي دي او شيعيان شوي دي ( الناس علی دین ملوکهم). د ارسطو په نغوته د سکندر او  انګريز هم همدالاره وه چې لويان، په پښو ولاړ، به يې خپلول او اوپر بې وزلو به يې چپه مېچني  چورلولې. په «افغانستان درمسير تاريخ» کې مرحوم مير غلام محمد غبار ويلي دي چې پرسيستانيانو باندې هم همدا چل عربو کړی و او سيستانيان يې ځپلي ول. عربو خانان خپلول او بزګران به يې ځپل ، چې د دوي د بري راز همدا و.