لومړی شاه اسماعيل صفوی

 
( ۱۴۸۷ ع – ۱۵۲۴ ع)
شاه صفی د آذربايجان د اردبيل د سيمې يو صيحيح النسبه عابد، زاهد سيد و او وګړو ورته په درنه سترګه کتل.  بيا د شاه صفی ځايناستی د ده زوی شيخ صدارالدین  شو چې وګړو ورڅخه فيض او برکت مونده.
کله چې امير تيمور روم فتح کړ او بېرته راستون شو نو په اردبيل کې د څه مودې له پاره ځنډ شو. هلته بيا شيخ صدرالدین ته ورغی او دعا يې ورڅخه وغوښتله او ورته يې وويل چې زه ستاسو چوپړ ته تيار او چمتو يم. ډېر اصرار يې وکړ چې د کوم چوپړ ورته ووايي. شيخ صدرالدین ورته وويل له تا سره د الله ډېر بې ګناه بندګان بنديان دي چې الله آزاد پيدا کړي دي. زه ورته حيران يم چې د الله بنده څرنګه د بنده بنده کېدای شي؟ ته دابنديان خوشې کړه. تيمور ورته وويل په سترګو! په دې بنديانو کې په زرګونه بنديان ترک، استجلو، تکلو، رستاق، روملو، ذوالقدر،  افشار، قاجار، دوغلو او نور خوشې کړای شول.
د شيخ صدرالدین پر ځای ورپسې شيخ جنيد کښيناست. د ده د شيخۍ زور چې د هغه مهال واکمن وليد ورڅخه وډار شو او له خپلې واکمنۍ څخه يې وايسته. هغه بيا حلب ته لاړ، چې د هغه ځای واکمن خپله خور ورواده کړه. له هغې څخه بيا سلطان حيدر وزېږېده چې د شاه اسماعيل پلار و. کله چې د شیخۍ مرحله په واکمنۍ واووښتله نو ورسره خيالات هم بدل شول او خپلو مريدانو ته يې د تجمل سری خولۍ جوړې کړې چې دا سور خولۍ وګړي بيا قزلباش ونومول شول.
د صفويه لويانو شان او شوکت چې واکمنو ليده نو ورڅخه ډارېدل. نو دوي ته به يې ځور او کړاو ورکاوه، وهل به يې. تر دې چې شاه اسماعيل صفوی ته دخپل پلار د انتقام اخيستل لازم ښکاره شول او د قزلباشو واکمن شو.
شاه اسماعيل د مور له خوا د واکمنۍ غوښتونکی و او د پلار له خوا ورسره د روحانیت زور و.
په ایران کې شاه اسماعيل واکمني  په تبريز کې جوړه کړه او له بلې خوا په توران کې شيباني خان دواکمنۍ توغ پورته کړ. اوزبکو داسې واکمني جوړه کړه چې تيموريان يې ډېر شاته وغورځول. بابر د خپلو خپلوانو له لاسه خوار و زارو و، له خپل ټاټوبي څخه - چې د پلار نيکه ټاټوبې يې و - وتښتېده او بدخشان ته لاړ.
خسروشاه په بدخشان کې حاکم و. وګړي ورڅخه خوا بدي ول. بابر خسرو شاه ليرې کړ او واک يې په خپل لاس کې ونيو. غوښتل يې چې خسرو بندی کړي. هغه پوه شو او ورڅخه وتښتېده. بدخشان يې ورته پرېښود.
د ورته پاتې شتمنيو په زور بابر پرپښو ودرېده، او څو ورځې وروسته کابل ته لاړ. په کابل کې د الغ ميزا زوم شو او واک چلول يې پيل کړل. کله چې کابل او بدخشان بابر ته خوشې په خوشې په لاس ورغلل نو د افغانستان واکمنۍ ته يې ملا وتړله.
کله چې ظهيرالدین بابر افغانستان ته له شيبانی خان اوزبک څخه راوتښتېده ، شيبانی خان په ماوراءالنهر کې - په بخارا او سمرقند کې - پر تيموريانو اوربل کړ او د دوي نوم او نخښه يې ورکه کړه. له جيحون څخه راتېر شو او کندهار ته يې پښې راوغزولې. هرات يې ونيو او د ايران نيولو ته يې تکل وکړ.
شيباني خان ته له دوو لورو څخه خطر متوجه و يو د بابر له لوري او بل د شاه اسماعيل صفوی له لوري. ده دومره زور نه درلود چې د دواړو لورو مقابله او مدافعه وکړای شي ځکه چې د اوزبکو قومي او مذهبي جوش ورسره و او د خپل قومي واکمن شيباني خان يې کلک ملاتړ کاوه.
صفوی واکمن شيعيان ول او  نور ایرانيان سنيان ول.  لکه څرنګه چې ايرج او تورج يو له بل سره وخوړل اوس ايرجيان (ايرانيان)، او تورجيان (تورانيان) يو دبل وينو څښلو ته تږي ناست دي.
لنډه دا چې شيباني خان له جيحون څخه راپورې واته، لومړی يې چغتاتی واکمنزويان (شاهزادګان) يعني تيموريان تباه او برباد کړل او بيا يې د ايراني قزلباشو په تباهۍ پسې ملا وتړله.
په دې مهال ايراني شاه اسماعيل صفوی په ډېر زور کې و. دې ډېر هوښيار او پوه واکمن و. دی پوه و چې په جنګ جګړو کې له ورانۍ څخه پرته بله ګټه نه شته نو د روغی او سولې لاره يې ونيوله او شيباني خان ته يې وليکل چې په سوله کې ګټه ده او جنګ وراني جوړوي ، ترکستان  ستا قومي هېواد دی، هغه دې ستاوي او تاته دې درمبارک شي خو نور د عراق په لوري پښې مه راغزوه او د فارسي دا شعر یې ورته په خپل ليک کې وليکه:
نهال دوستی بنشان که کام دل ببار آرد
درخت دشمنی برکن که رنج بیشمار آرد.
شيباني خان شاه اسماعيل صفوی ته په ځواب کې وليکل چې مونږ چنګيزيان يو، واکمني  زمونږ میراثي حق دی، له تاسو سره نه ښايي چې له مونږ سره په واکمنۍ کې ځان راګډ کړئ. تاسو د ترکمنو په خپلوۍ مه غولېږۍ او ورباندې مه نازېږئ. د دې حق خاوند به ته هغه مهال وې چې زه نه وای، اوس چې زه يم نو ته د واکمنۍ دعوې مه کوه. په دې ځواب يې هم بسيا ونه کړه او دهغو سوغاتونو په مقابل کې چې شاه اسماعيل صفوی ورته وراستولي ول یوه د چړ کاسګۍ (کچکول) او يوه لکړه ورواستوله او ورته يې وليکل چې ستا د پلار نيکه ميراث دا دی دا واخله او کوڅه په کوڅه ګرځه ، چړکوه. او بيا يې ورته وليکل چې ما د حج تکل کړی دی ، در روان يم، ډېر ژر به په عراق او اذربايجان کې سره وګورو. دا دی خبر مې کړې!
شاه اسماعيل شيبانی خان ته د ده د ليک سخت ځوا ب ورکړ او پر فقيرۍ باندې د ملنډو په مقابل کې يې ورته وليکل چې مونږ د رسول الله ال او اولاد يو د فقر نعمت او د دنيا سلطنت دواړه زمونږ حق دی نه د بل چا. دا چې تاسو ليکلي دي چې واکمني د هغه چاده چې د تورې سړي وي. د تورې سړی خو حضرت علی اسدالله الغالب و چې مونږ يې وارثان يو او دا زمونږ حق دی . نور نو کولای شې چې د حيدر د ذوالفقار مقابلې ته راميدان ته شې.
نور مې څرخه، دوک او پنبه درواستول د بوډيو ښځو په شان څرخي ته کښينه تارونه ريشه  چې ته دې کارته جوړ شوی یې. زه د مشهد مقدس زيارت ته درځم، هيله ده چې هر کلي ته مې په شاندارو مراسمو مخې ته راشې.
داليکونه يې استازي ته ورکړل او شيباني خان ته يې ورواستول او په خپله د قزلباشو له پياوړو پوځيانو سره د مشهد مقدس په لور روان شو.
شيباني خان هم له لوی لښکر سره په شاه اسماعيل صفوی پسې روان شو چې په مرو کې دواړه پوځونه سره مخامخ شول. په لومړی يرغل کې د شيباني خان د پوځ پښې وښويېدلې، قرلباشو په زرګونه ترکان ووژل او شيبانی خان له پنځه سوه خپلوانو سره په يوه ګړ کې بند او محاصره شو.
ډېر ترکان  اسير ونيول شو چې په اسيرانو کې د بابر خور خانزادبيګم هم وه چې خانزادبيګم بيا بابر ورور  ته واستول شوه.
شیبانی خان چې ناکام ومړ، ځای يې عبدالله خان اوزبک ونيو او د بخار او واکمن شو. د عبدالله خان اوزبک د مقابلې لپاره بابر د نجم خان اصفهاني په مشرۍ شېته زره قزلباش له ځان سره کړل او په عبدالله خان وزبک پسې روان شو. چې د افراس په قعله کې له عبدالله خان اوزبک سره مخامخ شول. ډېراوزبک په دې جنګ کې ووژل شول او پاتې وتښتېدل. نجم خان له ځان څخه رستم جوړ کړا وويې ويل چې تر څو مې اوزبکان له توران څخه ورک کړي نه وی ايران ته نه ستنيږم. غجدوان له بخارا سره نژدې يوه سيمه ده چې اوزبکان په کې محاصره ول او قزلباش ورڅخه را تاو ول. د نجم خان په مشرۍ د قزلباش شو سر زوري پراوزبکو ښه ونه لګېده له او په اتفاق يې د بابر او ايرانيانو پر ضد پاڅون و کړ او وويل  يې چې بابر رافضی شوی دی او رافضيان ورسره ملګري شوي . کليوالو او ښاري اوزبکو له هرې خوا بابري او ايراني پوځيان محاصره کړل او د نجم خان په شمول يې ټول ووژل. بابر لوڅې پښې د شپې و تښتېده (۲۵۱۸)هـ چې  بيا يې د ترکستان نوم په خوله وانه خيست او هند ته يې مخه کړه.
د شاه اسماعيل صفوي د نسب لړۍ په دې ډول ده:
شاه اسماعيل د سلطان حيدر زوی، سلطان حيدر د سلطان جنيد زوی،  سلطان جنيد د سلطان شيخ صدرالدین زوی، سلطان شيخ صدرالدین د ابراهيم زوی، ابراهيم د شيخ علی خواجه زوی، شيخ علی خواجه د شيخ صدر الدین زوی، شيخ صدرالدین د شيخ صفی الدین زوی چې صفی الدین په شاه صفی  مشهور دی .
 
 
په دې ليکنه کې له دغو منابعو استفاده شوې ده:
۱- زما د لمسيو سما او هلې په مرسته له انټرنيټ څخه.
۲- افغانستان و ايران ، داکتر يوسف متولی حقيقي.
۳- دربار اکبری – محمد حسین آزاد.