( ۱۴۸۰ ع – ۱۵۲۱ ع)
ماجيلان يو پرتګالی سمندرکار و چې دهسپانيې دولت ته يې کار کاوه او د هسپانيې تابعيت يې درلود.
ماجيلان هغه لومړی سړی دی چې د لويديځ له لوري اسيا ته لاړ او په هوسا سمندر کې يې بېړۍ و چلوله. دی لومړی سړی دی چې د ځمکې له غونډاري څخه چاپېره وڅرخېده. اګر که په خپل په لاره کې مړشو خو هغې بېړۍ چې ده چلوله، او ويکتوريا نومېدله، خپله دوره پای ته ورسوله. د ده ډلې و کړای شول چې په ۱۵۲۲ ع کال کې د ځمکې له غونډاري چاپېره دوره ووهي او بېرته اروپا ته ورسېږي.
ما جيلان په يوه شتمنه کورنۍ کې په سابروسا کې وزېږېد. دی لس کلن و چې مور او پلار يې مړه شول. اوه کاله وروسته لزبون ته خپل ورور ته ورغی او د هغه ځای د واکمن په دربار کې چوپړي شو. په لزبون کې ژوند ده ته دا امکان په لاس ورکړ چې هلته يې د خپل تره له زوی فرانسيسکو سره خپل تحصيل ته ادامه ورکړه او په جغرافيه او ستورو پېژندنه کې يې پوهه حاصله کړه. په ۱۴۹۶ ع کې يې يو پوځي مقام واخيست.
د لومړي ځل لپاره په شل کلنۍ کې سمندر ته ورکوز شو او په ۱۵۰۵ ع کال کې دولت هند ته واستاوه چې دولتي ستونزې حل کړی او د مربوطو سيمو وګړي خبر کړي چې فرانسيسکو دې آلميدا د واکمنۍ نايب ټاکل شوی دی. په همدې سفر کې ماجيلان جنګ تجربه کړ. کله چې يو افريقايي محلی واکمن له خراج ورکولو څخه ډډه وکړه د آلميدا وګړو ورباندې يرغل وکړ او په اوسنۍ تانزانيا کې یې د مسلمانانو یو ښار، چې کليوا نومېده، ونيو. په ۱۵۰۶ ع کال کې يې شرقي هند ته سفر و کړ چې له هغه پلاوي سره ملګری شي چې د پرتګال دولت د درملو ټاپوګانو ته استولی و.
په ۱۵۱۰ ع کال کې يې د ماڼوتوب درجه واخيستله خو څه موده وروسته د کومې تېروتنې په سبب له دندې څخه ليرې کړای شو او بېرته پرتګال ته لاړ.
په ۱۵۱۱ ع کال کې مراکش ته واستول شو چې له مراکشيانو سره په جګړه کې ګډون وکړي. په دې تورن کړای شو چې له مسلمانانو سره ښه چلند نه کوي. د واکمنۍ نايب الميدا هم ورسره روغ نه و او په يو رپوټ کې يې ورڅخه شکايت کړی و چې ښه کارنه کوي.
اګر که ما جيلان له ټولو تورونو څخه پاک ودواته خو نور د واکمن امانوويل له سترګو لوېدلی و. واکمن د ده د حقوقو زياتوالی ونه مانه او بيا يې د پرتګال په دولت کې ځای ورنه کړ. ماجيلان چې حالات وران وليدل له پرتګال څخه هسپانيې ته لاړ چې هلته د هسپانيې په دربار کې کار و کړي او خپل پرتګالي نوم يې په هسپانوي نوم واړاوه، د فرنوندې ماګاليانش په ځای فرناندو دې ماګالانس شو.
له ځمکې څخه د ماجيلان د چورليدلو نقشې:
د ۱۵۱۷ ع کال د اکتوبرپه ۲۰ مه د هسپانيا پلازمينې سويل ته ورسيد او له هغه ځای څخه بيا، ولا دوليد – ته لاړ چې واکمن لومړی چارلز وګوري. ما جيلان بيا د هسپانيې تبعه شو. ده په سويل کې ډېر اغيزوموند.
په هغه مهال د درملو سوداګرۍ ښه باب درلود او د جنوب ختيځې اسيا درملونه په اروپا کې ښه پلورل کېدل د دغو درملو مرکز په اندونيزيا کې د مولوک ټاپوګان ول چې ورتګ ورته د افریقا له لارې او د هند د سمندر له لارې کېده او په زرګونه کيلومتره لاره وهل ورته په کار ول.
يوه ورځ د جنوبي امريکا نقشه ماجيلان ته په لاس ورغله، چې په هغه نقشه کې د لاپلاتا د سين لويه دلتا وړه رسم شوې وه، چې له دې لارې کيدای شول چې هوسا سمندر ته لاره وموندل شي.ماجيلان فکر وکړ چې له دې لارې به سړی ژر د درملو ټاپوګانو ته ورسيږي.
د ۱۵۱۸ ع کال د مارچ په ۲۲ واکمن چارلز د ماجيلان پلان تصويب کړ د تړون مطابق د موندل شوو سيمو څخه د لاسته راغلې ګټې شلمه برخه او همدغو سيمو ګډ واک ماجيلان او فالنيرو ته ورکول شو. د دولتي بودیجې له پوره کولو څخه وروسته دواړو شريکانو پنځه بېړۍ تیارې کړې: ترینیداد د یو سل او لسو ټنو مال او پنځه پنځوس کسو ظرفيت درلود، سان انتونيو د يو سلو شلو ټنو مال او شپيتو کسانو کارکوونکو ظرفيت درلود، کونسپسيون د نوي تڼو مال او پنځه څلوېښتو کسو ظرفيت درلود، ويکتوريا د پنځه اتيا ټنو مال او دوه څلويښت کسانو کار کوونکو ظرفيت درلود، او سانتياګو د پنځه اويا ټنو مال او دوه ډېرش کسانو کار کوونکو ظرفيت درلود.
د سفر پيل:
د ۱۵۱۸ ع کال د اګسټ په ۱۵ د ماجيلان په مشرۍ د غو بېړيو له سويل څخه حرکت وکړ.د پرتګال واکمن امانويل چې د دوي له روانېدلو خبرشو. څو جنګي بېړۍ يې ورپسې ولېږلې خو ماجيلان يې ونه نيولای شو. ماجیلان برازيل ته روان شو. د سپتامبر په شلمه د استوا له ليکې څخه واووښت. په هغه مهال برازيل د پرتګال په واک کې و. ما جيلان ورڅخه لاره چپه کړه او د دسامبر په شپږمه ريو دو ژانيرو ته ورسيد. بيا يې د جنوب په لور حرکت و کړ او د ۱۵۲۰ ع کال د جنوري په لسمه د لاپلاتا د سين مصب او سمندر ته د ورتوييدلو ځای ته ورسيد.
ماجيلان د اور د کانال ياد ماجيلان د کانال له لارې څخه هوسا سمندر ته ورګډشو. پرهوسا سمندر باندې د هوسا سمندر نوم هم ماجيلان کېښود ځکه چې د هوسا سمندر او به ډېرې نه شړپيدلې.
د ماجيلان مرګ:
ماجيلان د ۱۵۲۱ ع کال د مارچ په شپاړسمه فيليپين ته ورسيد او هلته د اپريل په اوه ويشتمه ورځ له سيمه ايزو وګړو سره په جنګ کې ووژل شو.
د ماجيلان د سفر ملګري آنتونيو پيګافتا ليکلي دي:
«د ګيځ له راختلو سره مونږ د سمندر غاړې ته ورسيدلو. له اوبو لاندې ډبرو نه پرېښودلو چې پرمخ ولاړ شو نو له مونږ څخه نهه څلوېښت کسه او بوته ورولويدل چې اوبه يې ترورنونو پورې رسېدلې او پاتې لاره يې په پلی توګه ووهله. يوولس کسه د بېړيو د ساتلو لپاره پاته شول. په وچه کې قريب يونيم زر کسان زمونږ په انتظار کې ول او چې ورسره مخامخ شولو د واره يې را باندې حمله وکړه. مونږ ورسره مقاومت ونه شو کړای او زموږ لارښود ماجيلان په فيليپين کې ووژل شو».
له ځمکې څخه چاپېره راتاوېدل:
پاتې درې بېړۍ د درملو د ټاپو ګانو په لټه د لوېديځ په لوري روانې شولې په پالاوان ټاپو کې له لږ ځنډ وروسته د ۱۵۲۱ ع کال د جون په يويشتمه ورځ بورنيو ټاپو ته ورسيدلې. اوس دوي دوه بېړۍ لري ځکه چې دريمه بېړۍ ډېره زړه وه او د پالاوان د ټاپو په غاړه اور ورواچول شو او وسوه . دوی دبروناي هېواد سمندر په غاړه لنګر واچاوه او پنځه دېرش ورځې پاتې شول. سمندر تلونکي د ۱۵۲۱ ع کال د نوامبر په شپږمه د درملو ټاپوګانو ( مولوک) ته ورسيدل او د بندور له واکمن سره له پېروپلور څخه وروسته هسپانيا ته روان شول.
ويکتوريا د خوان سباستین اېلکانو په مشرۍ هسپانيا ته روانه شوه.
د هسپانيې له پر ېښودلو درې کاله وروسته خوان سباستين اېلکانو او اوه لس کسه چوپړيان بېرته په ويکتوريا بېړۍ کې د سويل بندرته ورسېدل. اوپه برياليتوب سره د ځمکې له غونډاري څخه را و څرخېدل.
هغه وګړي چې په ۱۵۲۲ ع کال کې سويل ته بېرته راورسيدل اتلس کسان ول:
خوان سباستین اېلکانو، فرانسيسکو البو، ميګل دروداس، خوان داکوريو، انتونيو پيګافتا، مارتين دې خوديسيبوس، هرناندو دې بوستامانتې، نيکولاس يونانی، ميګل سانچز، انتونيوهرناندز کولمينېرو، فرانسيسکو رودريګس، خوان رودريګز، ديېګوکارمېنا، هانس اخيني ، خوان دي آراتيا او واسکوګومس ګاليګو.
وروستي