د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ نوميالي: محمد ظهير الدین بابر

 
(۱۴۸۳ ع - ۱۵۳۰ ) ع
ظهيرالدین بابر په هند کې د مغلو دسترې واکمنۍ جوړونکی دی. پلار يې د ګوډ تیمور لمسی دی او مور يې د چنګيزخان لمسۍ او مغله ده چې له همدې کبله بابر او بابريان ځانونو ته مغل وايي.
بابر په فرغانه کې د خپل پلار عمر شيخ ځايناستی شو چې ۱۴۹۴ ع کال و. په ۱۵۰۵ ع کال کې يې کابل ونيو او په ۱۵۱۱ ع کال کې يې سمرقند ونيو او په ۱۵۲۲ ع کال کې يې کندهار ونيو او بيا يې هند ته مخه کړه او په ۱۵۲۷ ع کال کې يې ډیلي ، اګره ، جونپور او راجستان ونيول او واکمني يې تر بنګال پورې وغزېدله. دی يو پياوړی ليکوال و او خپل ژوند ليک يې په خپله په ترکي ژبه ليکلی دی چې دا د ده يو غوره اثر دی. په فارسي ژبه د شعر ديوان هم لري. په اګره کې مړ دی او په کابل کې د ده په نوم باغ د بابر په باغ کې ښخ دی.
بابر د عمرشيخ مرزا زوی دی ، عمر د ابوسعيد ميرزا زوی دی، ابوسعيد د سلطان محمد ميرزا زوی دی سلطان محمد ميرزا د ميرانشاه زوی دی او ميران شاه د ګوډ تيمور زوی دی.
ګوډ تيمور په ۱۳۲۶ ع – ۱۴۰۵ ع کې تېردی. د چنګيزخان لمسی دی او له سمرقند سره نژدې په کش سيمه کې زېږېدلی دی. په خپله پوهه او نبوغ يي ځان واکمنۍ ته رسولی و. خو ارزم ، کاشغر، فارس، سوريه او مصر يې فتح کړي ول. په ۱۳۸۶ ع کال کې يې بغداد ړنګ کړ مسکو ښار يې ونيو. په ۱۴۰۲ ع کال يې په انقره کې عثمانی دوهم بايزيد وځاپه او سمرقند يې خپله پلازمينه و ټاکله او ډېر کارپوهان هنرمندان او د کمال خاوندان يې ورته راوستل. د ده په مهال سمرقند ښه غوړېدلی او ودان ښار و.
ظهيرالدین محمد بابر چې په فرغانه کې د خپل پلار ځايناستی واکمن و، د اوزبکو له واکمن شيبانی خان سره ډېرې نښتې و کړې خو په پای کې شيبانی خان برلاسی شو او بابر ورڅخه لومړی بدخشان او بيا کابل ته وتښتېده چې د کابل له نيولو څخه وروسته يې بيا په ۱۵۰۷ ع کال کې د سلطان حسين بايقرا له لمسي شجاع بيک څخه کندهار ونیو. د کندهار، په تېره بيا د لوی کندهار، نيولو ته دايران واکمن لومړي شاه اسماعيل صفوی هم تکل کړی و.
د دې له پاره چې شاه اسماعيل صفوی د اوزبک شيبانی خان مخنيوی وکړای شي، د شيباني خان له مخالف ظهيرالدین بابر سره یې لاس يو کول وغوښتل او عجالتاً د کندهار له نيولو څخه تېر شو، بابر يې خپل ملګری کړ چې د شيبانی خان مخه ونيسي چې هغه د ایران ختيځو سيمو ته رسېدلی و.
بابر  دشاه اسماعيل صفوی په مرسته پرشيبانی خان يرغل وکړ چې د سمرقند په غجدوان دښتو کې يې ماته وخوړله ، د خپلو ښځو په شمول يې هرڅه شيبک خان ته پرېښودل او په خپله کابل ته لاړ.
شاه اسماعيل صفوی  شيبک خان په مرو کې وواژه او له ماوراءالنهر پورې سيمې يې ونيولې چې بيا يې تر بدخشان پورې سيمې او غرجستان ونيول او د زور او زرو په زور يې د دې سيمو وګړي بېل کړل او شيعي مذهب يې درباندې تحميل کړ، چې  د غرجستان و ګړي شيعی مذهب ومانه چې اوس د اوګړي ښه پاخه شيعې مذهبه او پر خپل مذهب ټينګ ولاړ شيعيان دي.
بابر له شيبک خان څخه له ماتې وروسته هند ته مخه کړه. هندوستان يې ونيو او اګره يې د واکمنۍ پلازمينه و ټاکله چې ده او د ده ځايناستو په هند کې د انګريز تر راتللو پورې څو سوه کاله واکمني و کړه.
د هند په مغلو واکمنو کې محي الدین عالمګير اورنګزيب اسلام او په تېره بيا حنفي مذهب ته ډېر خدمت کړی دی. د ده په مهال د هند علماوو د «الفتاوی الهندیه» په نوم يوه فتاوی تاليف کړې ده ، چې دېرش ټوکه ده او په فتاوه عالمګيری شهرت لري. دی فتاوې پخوا د افغانستان په ټولو محاکمو کې شتون درلود چې په معبتروکتابتونو کې لکه د کابل عامه کتابخانه، د پوهنتون کتابتون، دسترې محکمې کتابوتون کې او همداسې د ولاياتو د محاکمو په کتابتونونو کې شتون لري.
د  ا ورنګزيب په مهال د ده د قدرت په سيمو کې موسيقي بنده او مړه وه خو د ده له مړينې سره يې بيا نوی ژوند په برخه شو وزرونه يې وکړل په الوتلو شوه چې اوس هم لا خپل وزرونه رپوي او په زور کې ده.