د بـدلـون وخت 


د وخت په غیږ کې ډېرې خاطرې خوندي دي، او ډېرې ځوانې هیلې د وخت او مهال ترقدم لاندې خاورې شويدي.
هغه چې وخت پېژني او د وخت سره ماهرانه لوبه کوي، هغه له زمانې څخه ډېره لویه ګټه ترلاسه کولای شي.
که څه هم زمانه یوې داسې نڅاه ګرې ته ورته ده چې د ډول او تابلو له ازانګو سره خپله څېره او نڅاه بدلوي؛ خو د دې سره سره زمانه په خپله سینه کې مستې او زورورې ترانې هم ساتي.
هغه شور او جذبه چې د زمانې له غېږې سر را پورته کوي او یا د زمانې په لمن کې ویده کیږي پر انساني فکرونو، عواطفو او احساساتو حتما اغېزه کوي.
هو! انسان باید د وخت په تغیراتو کې حریص وي. څرنګه چې تغیرات کله کله نڅاپي پېښیږي، نو انسان باید وخت پېژندونکی وي، دا ځکه چې یوه ورځ د بلې مورده.
 لکه څه ډول چې نن ورځ د سبا تاریخ جوړوي؛ همدا ډول د نن کار سبا ته پرېښودل هم لازم ندي؛ پدې وجهه انسان باید هڅاند او زیار ایستونکی وي، همدا نن باید د سبا لپاره په فکرکې شي او د سبا لپاره باید کار او زیار وکړي.
د ژوند خوږوالی، د شخصیت وده او د فکر پالنه په انساني تلاش پورې اړه لري؛ هغه سپین سبا چې د اسمان په افق کې سر را پورته کوي، هغه هم د تورو شپو د تورو تمبو د ډېرو کږلیچونو څخه تېریږي او بالاخره بشري نړۍ ته خپله څېره ورښکاره کوي.
په همدې ترتیب سره انسان باید د وخت تابع نه وي او نه باید د وخت تغیراتو ته سړه سینه لاس ترزنې کښېني، بلکې انسان ته پکاردي چې وخت ته بدلون ورکړي او زمانه باید د ده د هڅو تابع وي.
                                        ۲۰۱۲/۱۰/۲۰