زمونږ قاتل



د وینو په وینو وینځل به عجیبه وي، ځکه وینې په وینو نه وینخل کیږي.
زمونږ وینو ته ډیر انسانان تږدي ناست دي، غواړي چې یو یو مو غرغره کړي، د
منځه مو یوسي او بالاخره د ټولوژنې په تابوت کې مو دفن کړي.
دښمن غواړي چې ښه ډیر مو ووژني او ډیرې وینې مو تویې کړي.
هو! زمونږ وژونکی، زمونږ قاتل دی، خو دغه بې رحمه قاتل بیا هم پر مونږ
ترحم کوي او یو مهربان قاتل ورته ځکه وایو، چې هغه یوازې زمونږ د وینو
تږی دی او یوازې زمونږ د وینو سره مینه لري.
پوهیږئ چې زمونږ اصلي قاتل څوک دی؟
هو!!! زمونږ قاتل هغه څوک دی چې فکرونه مو وژني، په تورتم کې مو پریږدي
او د سر سړی مو دمنځه وړي.