
په Surgical Technology International کې خپره شوې مقاله په دې اړه لیکي...
هغه خلک چې په ځيرکو يا (سمارټ) ټيلفونو کې د ورځې ګڼ شمیر پیغامونه لیکي یا یې لولي او هم د ټولنیزې رسنيو لکه ګوګل اوږده متنونه لولي د سر د غېر عادي کړوپولو له امله یې د ملا د تیر د غاړې په وروستۍ برخه ډېر فشار راولي، چې مسلسل والی يې د وخت په تیریدو سره نه جبرانیدونکی زيان رسوي...
په عمود حالت کې د بالغ انسان سر ۴،۵ څخه ۵،۴ کیلوګرامه وزن لري (قوه واردوي) خو د ناڅاپه څرخولو، کږولو او یا غبرګولو په وخت کشې یې وزن تر ۲۷ کیلوګرامه پورې رسېږي... «هانسارج کینیت» نیوریاک میشتي جراح یې بیا کمپوټري بڼه جوړه کړې...
څومره چې یو څوک ډېر سر کړوپوي، هماغومره یې پر غاړه زیات فشار راځي... د دود په څېر کې د سر ټیټول مخې خواته، چې د بدن د ۱۵ درجو زاویه جوړه کړي نو وزن یې ۱۲،۲ کیلوګرامو ته، د ۳۰ درجو په صورت کې وزن یې ۱۸،۱ کيلو ګرامو او ۴۵ درجې کې ۲۲،۲ کیلو ګرامه ته رسيږي. هانسراج دیته اشاره کوي چې دومره کوږوالی د نورو زیانونو تر څنګ د انټرورټبرال ډسک د چودیدا سبب ګرځي...
پدې وروستو کې ډېرې څېړنې پدې اړه کېږي، خو څه چې څرګنده ده د کمپیوټري وسایلو د شېشو رڼا د خوب تقسیم اوقات خرابوي، چې د مغزو نورمال حالت متضرر کوي... چې دا بیا په خپل وار په صحت بد اغیز شیندي...
نو ځانته پاملرنه وکړئ!