
د فضایی چارو اروپایی ادارې هغه تصویرونه خپاره کړي په کومو چې شکاري، څرنګه فضایی بیړی فهیلا د لکی لرونکي ستوري ( ۶۷ پي) پر سطحه د ښکته کیدو په وخت وښویده،
له دې پرته هغه معلومات هم څېړل شوي کوم چې کشتی مخکې له ویده کیدا ځمکې ته لېږلي وه...
فضایی بیړی پدې هم توانېدلې چې د ستوري په سطحه د موجودو عضوي مالیکولو د موجودیت خبر ځمکې ته مخابره کړي...
د لکی لرونکي ستوري په سطحه د عضوي مالیکولونو د موجودیت څرګندونه د وال سټریټ ژورنال د جرمن پوهانو له خولې نقل کوي...
ژورنال څرګندوي اوس پوهان د لاسته راغلو معلوماتو په اړه لا نورې څېړنې کوي تر څو وپوهېږي چې دا عضوي مالیکونه ساده ( میتان یا میتانولاو که مغلق ( امینو اسیدونه ) دي، ددې تر څنګ دې ته هم اشاره کېژي، چې پوهانو لا له وړاندې د دې ډول موادو د موجودیت فکر کاوه...
یاده دې وي چې تېره اونۍ فهیلا په لمړي ځل د لکۍ لرونکي ستوري په سطحه ښکته شوه، که څه هم ښکته کیدنه له ستونزو ډکه وه او بیړی د ستوري پر مخ د ناستې پر وخت درې وارې له سطحه بیله شوې وه، چې دا ښویدنه د دې سبب شوه چې بیړی له ټاکلي ځایه بل ځای چې سوری لري استقرار ومومي ، د لمر وړانګو (رڼا) په نه رسیدا یې لمرینې بیټری ختمي شوي او بیړی ویده شوې. د بیړی راتلونکې نده څرګنده خو څیړونکي یې د لمر د وړانګو د رسیدا او بیټریو د چارجیدلوسره د بیا فعالیدو هیلې څرګندوي.
دا چې کله به فهیلا بیرته له خوبه بیدارېږي څوک یې په اړه څه نه وایی، خو دا څرګنده ده چې په راتلونکي اګست کې ستوری لمر ته په ډېره پیمانه نږدې کېږي، چې ورسره د بییټرو د چارجیدلو او د بیړی د بیا فعالیدو هیلې شته چې دا به بیړۍ سره د خپل منزل ته په رسیدو کې مرسته وکړي، لا له وړاندې داسې ویل کیده چې بیړی به هدف ته د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کشې ورسېږي...