
د ننګرهار ولايت ولسي وګړي جلال اباد ښار ته د سوداګرو له لوري د راوړل کېدونکيو اوړو څخه سرټکوي او وايي چې هټيوال ترې د ښو اوړ بيه اخلي خو کله يي چې کور ته يوسي يا خو پخېږي نه او که پاخه شي نو بيا يي خوند دومره خراب وي چې پر وينا يي د خوړو وړ نه وي.
ولسي وګړي وايي په جلا ل اباد ښار کې پلورل کېدونکي اوړه چې کله کور ته يوسي نو په يوه بوجۍ کې د اوړو څو ډولونه سره،سپين او د اوړو بور سره ګډه شوى وي چې نه پر تبۍ او نه يي هم پر تناره ښځې پخولى شي.
له څه مودې راهيسې په ټوله نړۍ او په ځانګړې ډول په افغانستان کې د خوراکي توکيو بيې ډېرې لوړې شوې وې چې له امله يي افغان وګړي له سختو ستونزو سره مخ شوي .
افغان دولت د هېوادوالو دې ستونزې ته په کتنه له بهرنيو هېوادونو څخه هېواد ته پر واردېدونکيو خوراکي توکيو لګېدلې ماليه له منځه يوړه چې د خوراکي توکيو په بيو کې کموالى راشي خو اوسمهال يو شمېر سوداګر د دولت له دغه ښه نيت څخه په بدې استفادې له بهر څخه داسې اوړه واردوې چې څرنګوالى يي ددې وړ نه وي چې وخوړل شي.
په ننګرهار کې يو شمېر د اوړو سوداګر بيا تاجکستان،قزاقيستان او اوکراين څخه د واردېدونکيو اوړو سره چې د څرنګوالي له مخې نسبت پاکستانيو اوړو ته ښه دي نور داسې وړه ګډوي چې د هغو ښو اوړو څرنګوالى هم زيانموي.
د دولت يو تن مامور شپېته کلن اميرمحمد چې د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى دى او جلا ل اباد ښار ته د اړتيا وړ اوړو اخيستلو لپاره راغلى وايي هر ځل چې يي له بازاره وړه کور ته وړي نو د کور د ښځو له لوري ورته ويل شوي چې نه خو دغه وړه په تبۍ او نه هم په تناره پخېږي .
نوموړى وايي يواځې دانه چې دا وړه څڅېږي بلکې داسې هم شوي چې د اوړو په يوه بورۍ کې څو رنګه وړه ګډ شوي وي.
اته دوه څلوېښت کلن خانملا چې د للمې اوسېدونکى دى هغه هم له ورته ستونزې شکايت کوي او وايي چې يو خو د اوړو بيې لوړې دي او بل چې کور ته يي يوسي نو د خوراک نه وي يا يي خوند خراب وي او يا بېخې پخېږي نه .
دوى له دولت غوښتنه وکړه چې دولسي وګړو دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي .
د جلال اباد ښار د غنمو په منډيي کې اوړو د سوداګرو د ټولنې مشر د سودا ګرو له لوري له سپينو وړو سره سرو او نورو اوړو ګډول د ولسي وګړو غوښتنه او د سوداګرو له لوري له دوى سره ښېګڼه او ښه نيت ګڼي .
نوړى زياتوي ډېرى و لسي وګړي له دوى غوښتنه کوي چې د وړو بيې ارزانه شي نو کله چې دوى له تاجکي او قزاقي وړو سره د پاکستان سره وړه چې څرنګوالى يي ډېر خراب دى ګډ نو بيا يي په بازار کې د نورو وړو په پرتله په بيه کې يو څه کمى راولي چې پر وينا يي دوى دغه کار له ولسي وګړو سره د ښه نيت له مخې کوي.
حاجي لال زمان چې په جلال اباد ښار کې د سباوون زبېر په نامه د اوړو د ميل لري پر دى تور دى چې د اوړو د بوريو وزن يي کم وويل سمه ده چې دبوريو وزن د نورو په پرتله کم وي خو پر وينا يي دوى هره ورځ په سلګونه بورۍ وړه د جلال اباد پر ښار سربېره پلازمېنې کابل او نوروولايتونو ته لېږي چې د کابل لپاره د وړو د بوجۍ وزن اته څلوېښت کېلو برابره وي او د جلا ل اباد لپاره نهه څلوېښت کېلو خو هغه وايي چې د کم وزن په مقابل کې دوى له خلکو کمې پېسې اخلي .
ختيځ زون کې د خوراکي توکيو او د څرنګوالي د څارنې د رياست ريس سېدعزيز زهير بازار ته د بې کيفيته وړو او نور خوراکي توکيو د را وړل مني او زياته وي چې څه موده وړاندې د ننګرهار د ولايت مقام په هېواد کې د خوراکي توکيو د بيو د لوړوالي او د قخطۍ د مخنيوي په موخه په سرحدي بندرونو کې د دوى د ادارې چارواکي چې د څرنګوالي څارل وظيفه وي مسووليت دى منع کړي دي.
نوموړى وايي سوداګر د دولتي چارواکيو له دې ښه نيت نه بده استفاده کوي او داسې خوراکي توکي واردوي چې د څرنګوالي کچه يي ډېره ټيټه وي.
سېدعزيز زهير وايي د دوى ادارې د خپل وظيفه وي مسووليت له مخې د لغمان او ننګرهار په ولايت کې يوه اندازه تاريخ تېري حېواني درمل ،کيمياوې سرې او غېر الکولي مشروبات نيولي چې په نږدې راتلونکې کې به يي د يو شمېر دولتي ادارو د استازو پر وړاندې سوځوي.
عطامحمد هيله من---ننګرهار