ننګرهاريان د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي سرټکوي!

د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي د عامې روغتيا د روغتون په اړ ه وايې چې په دغه روغتون کې نږدې هر ترسره کېدونکى عمليات ناکام وي او ناروغ اړ کېږي چې د يوې روغتيايې ستونزې لپاره څو عملياتونه تر سره کړي.
رپورټ:عطامحمد هيله من
ولسي وګړي د عامې روغتيا په رياست کې د کارکوونکيو له سلوک هم ناخوښ دي او وايې چې له دوى سره بدسلوک .
د ننګرهار د عامې روغتيا  د روغتون چارې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د وخت د چارواکو په نوښت جوړ شوى چې هغه مهال يې ډېر محدود خدمات ولسي وګړو ته وړاندې کول چې اوس دغه روغتون ٥٤٠ څلوېښتو تنو ناروغانو د بستر وړتيا لري او هم په کې د بېلابېلو ناروغيو د درملنې په موخه روغتيايې کارکوونکي په دندو ګومارل شوي.
ننګرهار چې د افغانستان د ختيځو ولايتونو مرکز ګڼل کېږي او شاوخوا اووه سوه زره تنه په کې مېشت دي چې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د چارواکو پر وينا ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې يې خلکو ته د روغتيايې اسانتياو د برابرولو په موخه يو سل او څلور روغتيايې مرکزونه جوړ کړي چې په دغو مرکزونو کې د بستر او ښځينه ناروغانو اسانتياوې هم د ولسي وګړو لپاره په پام کې نيول شوي.
د عامې روغتيا د روغتون د چارواکو پر وينا دا مهال ډېر کم داسې ناروغان پيدا کېږي چې د درملنې لپاره يې دوى پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږي کنه د هغه پر خبره د نور هر ډول ناروغ درمل د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې تر سره کېږي.
ويل کېږي چې ديو شمېر موسېساتو د مالي مرستې پر مټ به تر دوه زره پنځلسم ميلادي کال پورې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د زرو تنو د بستر وړتيا ولري او هم به په دغه روغتون کې د پښتورګو د درملنې او د وينې د تصفيې څانګه فعاله شي.
خو سره له دې هم بيا د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي د عامې روغتيا د روغتون له روغتيايې اسانتياو ناخوښ دي او وايې هغه شان چې لازمه ده د ناروغ درملنه په کې نه کېږي.
د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکى څلور دېرش زهير احمد چې ورور يې په يوه پېښه کې ټپي شوى وايې دا يې دريم ځل دى چې د ډاکټران يې د ورور عمليات کوي او ناکامېږي.
نوموړى وايې په لومړي ځل يې چې عمليات خونې ته يوړو نو څو عادي ټکونه يې ټپ ته ورکړي و چې خيرى يې اخيستى و او ټپ شړېدلى و او ډاکټران يې بيا عمليات وکړ .
نوموړى وايې دا دى اوس يې بيا ورته د بل عمليات ويلي او دى په دې هم ډاډه نه دى چې راتلونکى عمليات به يې بريالى شي.
زهير ددې ډول کړنو لامل په روغتون کې پاکوالي ته نه پاملرنه او چاپيريال ککړ تيا په ګوته کوي.
يو بل تن چې د کورنۍ يو غړۍ يې ټپي شوى بيا وايې چې سره له دې ډاکتران پر دې ښه پوهېږي چې په اوړي کې ټپونه څومره ژر خرابېږي خو بيا هم دده د ناروغ په څېر په لسګونه ناروغان ګرمۍ ته پراته دي .
نوموړى غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه دې د ناروغانو په خونو کې کولر پکي ولګول شي چې د ناروغانو ټپونه خراب نه شي.
نوموړى وايې چې ډاکټران د ناروغانو پوښتنه په خپل وخت نه کوي او نه ورته پوره درمل ورکوي
خو د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست مرستيال ډاکټر بازمحمد شېرزاد بيا د ولسي وګړو دا نيوکې چې ګواکې په دغه روغتون کې د ناسمو روغتيايې خدمتونو له امله د يوه ناروغ څو ځله عملياتو کېږي نه مني او زياتوي چې يو شمېر عملياتونه داسې وي چې بايد څو څو ځله يي زخم خلاص شي او بېرته وتړل شي چې دا د هغه پر خبره د ډاکټرانو نيمګړتيا نه په ګوته کوي بلکې دا د شوي عمليات خپل پروسيجر دى چې بايد تر سره شي.
بازمحمد د عامې روغتيا د روغتون د چاپيريال د پاکوالي په اړه وايې چې دوى يو شمېر کارکوونکي په همدې موخه ګومارلي چې پاکوالي ته پاملرنه وکړي خو شېرزاد وايې که ،چې ولسي خلک ورسره د چاپيريال په پاک ساتلو کې مرسته ونه کړي نو که د هغه پر وينا د عامې روغتيا ټول کارکوونکي هم د چاپيريال پر پاکوالي بوخت شي وبه نه توانېږي.
ډاکټر شېرزاد وايې چې د عامې روغتيا روغتون ته له ټولو ختيځو ولايتون،تخار،باميان،غور او يو شمېر نورو سيمو څخه ناروغان د درملنې په موخه راځي په دغه روغتون کې د هغه پر وينا د تل لپاره د ناروغانو بيرو بار وي نو شمېر ستونزې به وي خو هغومره به هم نه وي څومره چې د هغه په خبره ولسي وګړي يې وايې.
ياده دې وي دا لومړى ځل نه دى چې د ننګرهار ولسي وګړي د عامې روغتيا د روغتون له اسانتياو سر ټکوي بلکې تر دې وړاندې يې هم خپل غږ پورته کړى چې د پخوا په پرتله يې اوسمهال د ولسي وګړو په خبره د دغه روغتون د چارواکو په هڅو په ستونزو کې يو څه کموالى راغلى.
 
 عطامحمد هيله من_ننګرهار