په لغمان ولايت کې د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي په ښوونيزه برخه کې د اسانتياو غوښتنه کوي او وايې چې دولت دې ورته په ښوونځيو کې د مجهزو لابراتوارونه او نور اړين توکي په واک کې ورکړي چې خپلې زده کړې په ښه شان تر سره کړي.
رپورټ:
د لغمان ولايت يو شمېر زده کوونکي وايي چې دمسلکي ښوونکيو،کتابتون،لابراتوار او نورو اوليه درسي موادو نه شتون هغه څه دي چې ددوى ښوونيز بهير يې ټکنى کړى .
دغه زده کوونکي له دولت غوښتنه کوي چې د سرپنا په برخه کې دې شته ستونزې ژر تر ژره ورحل کړي چې وکولاى شي په ارام چاپيريال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
لغمان د افغانستان په ختيځ کې پروت ولايت دى چې د مرکز په ګډون څلور اداري واحدونه لري او شاوخوا اووسوه زره تنه اوسېدونکي لري چې ډېره برخه يې په کليو او بانډو کې پر مالدارۍ او کرهڼه بوخت دي .
په دغه ولايت کې د پوهنې وزارت په نوښت د يو شمېر مرستندويه ټولنو د مرستو پر مټ دوه سوه، اووه دېرش ښوونځي د يو سل او دري څلوېښت زره يو سل او نهه ويشت تنو زده کوونکيو پر مخ پرانستل شوي چې يو سل، اووه ښوونځي يې سرپنا لري،د څلور پنځوسو د جوړولو چارې روانې دي او شپږ اويا هغه ښوونځي دي چې په بشپړ ډول سرپنا نه لري.
په دغو ښوونځيو کې درې زره شپږ سوه اته څلوېښت تنه نارينه او ښځينه ښوونکي د تدريس چارې پر مخ وړي چې يو سل او شپېته يي لېسانسه، اووه سوه يي څوارلسم پاس او پاتې نورو يې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړي دي .
د لغمان ولايت زده کوونکي هم د نورو ولايتونو د زده کوونکيو په څېر د درسي موادو،مسلکي ښوونکيو او سرپنا له ستونزې سرټکوي.
د لغمان په مرکز کې د هېواد د پياوړي شاعر اسحاق ننګيال په نوم د نومول شوې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکى فريداحمد وايې يوازې دا نه چې په ښوونځي کې مسلکي ښوونکي نه لري بلکې درسي کتابونه،کتابتون او لابراتوار هغه څه دي چې پر وينا يي د نه شتون له امله يې دوى هغه شان چې لازمه ده خپلې زده کړې نه شي کولاى.
فردوس د يادې لېسې يو بل زده کوونکى دى هغه بيا د لېسې د احاطې له نه شتون زړه خوري او وايي که مسوول چارواکي ددوى د لېسې احاطه جوړه کړي نو وبه کولاى شي چې د شور او شر څخه په خوندي فضا کې درس ووايې.
د اسحاق ننګيال لېسه د مهترلام ښار شمالي څنډې ته د لوى لارې پر سر پرته ده چې د موټرو د تګ راتګ پر مهال زده کوونکي له لوى کړاو سره مخ وي.
شکېبا په لغمان کې د نجونو د مشهورې مستورې لېسې د يوولسم ټولګې زده کوونکې ده چې د ښځينه ښوونکيو له کمښت ځورېږي.
هغه وايې د پښتني ټولنې کولتوري محدوديتونه يوې خوا خو دا تجروبه شوې ده چې نجونې د نارينه ښوونکيو په پرتله له ښځينه ښوونکيو ښه زده کړه کولاى شي چې پر وينا يې دولت بايد مسلکي ښځينه ښوونکې په ښوونځيو کې پر دندو وګوماري .
د يادې لېسې يوه بله زده کوونکې راحله بيا وايې چې په ښوونځي کې يې د لابراتوار اسانتيا د نشت برابره ده .
هغه وايې برېښنا يوه بله ستونزه ده چې د لغمان ولايت زده کوونکيو ته يي سرخوږى پېدا کړى .
نوموړې له دولت غوښتنه وکړه چې د برېښنا اسانتيا په برابرولو کې دې رغنده ګامونه واخلي چې د زده کوونکيو ستونزې حل او وکولاى شي چې له لابراتوار او کمپيوټر څخه ګټه واخلي.
د لغمان ولايت د پوهنې تدريسې مرستيال بيا وايي چې دوى سږ کال يواځې يو سل او دوه پايې کمپيوټرونه په دې موخه خريداري کړي چې د ښوونځيو زده کوونکيو ته يې په واک کې ورکړي.
نوموړى زياتوي دا چې سږنى تعليمي کال پاى ته رسېدلى نو په راتلونکې تعليمي کال کې به ټول هغه کمپيوټرونه ،لابراتوارونه او کتابتونه چې دوى يې تابيا کړې په بشپړ ډول د زده کوونکيو د ګټې اخيستنې جوګه وي.
د تدريسي مرستيال د مسلکي ښوونکيو په اړه وويل چې دوى په لغمان کې د ښوونځيو تر څنګ يو دارالمعلمين هم لري چې د څوارلسم ټولګې پوري ښوونکي روزي چې په نږدې راتلونکې کې په نږدې زر تنه مسلکي کسان ټولنې ته وړاندې چې پر باور يې د مسلکي ښوونکيو په برخه به د دوى د شتو ستونزو په له منځه وړلو کې پوره ونډه ولري.
د لغمان والي لطف الله د ښوونځيو د سرپنا په اړه وايي چې تېر کال يې د يو شمېر مرستندويه ټولنو په مرسته په دغه ولايت کې د لسګونه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړي کړي چې په راتلونکې کې هم ورسره د هغه پر وينا د جاپاني ټولنو له لوري د ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړولو په برخه کې د مرستې ژمنې شوي دي.
مشعل وايي د يو شمېر ښوونځيو لپاره يې د کمپيوټرونو، لابراتوارونو او کتابتون اسانتياوې هم تر لاسه کړي خو د هعه پر وينا دا بسنه نه کوي او هڅه کوي چې په راتلونکې کې ددغه ولايت د زده کوونکيو ټولې هغه اړتياوې چې د ښوونې په برخه کې يې لري پوره او د زده کړې يوه خوږه فضا رامنځ ته کړي.
سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون دري څلوېښتمه ماده په هېواد کې د يوه متوازن معارف د رامنځ ته کولو حکم کوي بيا هم تر دې دمه د لغمان ولايت په ګډون په ډېرى ولايتونو کې زده کوونکي اوليه درسي موادو،مسلکي ښوونکيو او مجهزو لابراتوارونو ته چې د زده کوونکيو د استعدادونو په روزنه کې ګټور ثابتېداى شي لاس رسى نه لري.
وروستي