د افغان کلتوري ټولنو جرګې اعلاميه


 
 \"\"
د افغان کلتوري ټولنو جرګه په نژدې ورځو کې په کندهار ولايت کې د فرهنګيانو او ژورنالستانو سره نا انساني چلن او د دوی انساني کرامت او د پوهې او فرهنګ لوړ مقام ته سپکاوی په کلکه غندي، او عاملينو ته یې د کلکې سزا غوښتنه کوي. 
 
د افغان کلتوري ټولنو جرګه په هېواد کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او ټولولو يو مرکز دی، چې د هيواد او له هيواده بهر د ۲۰۰ په خواشا کې افغاني کلتوري ټولنو استازيتوب کوي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه د بيان د ازادۍ او ټولو مدني، انساني او بشري حقوقو او د اشخاصو د کرامت او حرمت د درناوي اصولو ته ژوره پابندي لري او په ټول هيواد کې د دغو اصولو تعميم غواړي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه يوه نا سياسي او سوچه کلتوري اډانه ده چې په دولسمه ماده کې یې داسې راغلي دي: [کلتوري هڅې به له سياسي هڅو جلا وي، جرګه به دکوم ځانګړي ګوند او ځانګړي  سياسي نظر لپاره کار نه کوي ، خو د غړو لپاره به تر جرګې  بهر د مستقل سياسي فعاليت حق محفوظ وي.]  نو په دې خاطر موږ د جرګې د غړو په ګډون دا د هر افغان يو بشري حق ګڼو چې د سياسي روا هڅو په ګډون د ژوند په ټولو ډګرونو کې معقول او مشروع فعاليت وکړي. موږ د ولسمشر کرزي په شمول د ولسمشريزو ټاکنو د ټولو کانديدانو د پلويانو د مصونيت، حرمت او درنښت غوښتونکي يو او هر افغان ددې وړ ګڼو چې د مساوي حقوقو او کرامت لرونکی وي. په همدې خاطر دغه ناوړه پیښه په کلکه غندو، او له مسوولينو نه غوښتنه کوو چې عاملينو ته یې سزا ورکړي. د جرګې په موخو کې دا هم دي چې جرګه به د قانون د حاکميت او له قانون نه د دفاع لپاره کار کوي. د جرګې د کړنلارې شپږمه او اتمه مادې په دې برخه کې وضاحت لري او ځکه موږ دا خپل يو مسوليت ګڼو چې د قانون د حاکميت کلکه پلوي ، او د زور او تشدد مخالفت  وکړو.
 
ښاغلی محمد يار د افغان کلتور د اوسني بهير يو فعال غړی، د بينوا کلتوري ټولنې مشر او بنسټ ایښودونکی، په لوی کندهار کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له موسسينو څخه دی او د ټول هيواد په کچه يو ډير محبوب او منلی ليکوال، شاعر، اديب او يو (ننګيالی فرهنګيالی) دی. نور دوه تنه هم فرهنګي شخصيتونه او د درناوي وړ دي. موږ له ټول افغانانو او په ځانګړې ډول له دولتي مسولينو نه هيله لرو چې د داسې ملي- فرهنګي شخصيتونو درناوی او عزت وکړي او په دې توګه افغاني فرهنګ پالنه ثبوت کړي.
 
په دې هيله چې افغانان د زغم، پوهاوي او درناوي فرهنګ پياوړی او د مسايلو د حل معقولو او سوله ايزو لارو ته تل ترجيح ورکړي، د داسې پېښو د نه تکرار دعا کوو.            درنښت