
څېړنه : کوروالی (Sex )سړیو ته دا ګټې رسوي
دا به ډېره سخته وي ،چې پر هغو لامل پوه شوو،چې شرقي ټولنې دکوروالي یا سکس په اړه له خبرو او بحث مخ اړوي ، ټول پوهیږي ،چې له خپلې مېرمن سره کوروالی یا سکس روغتیايي ګټې لري ، دکوروالي پنځه ګټې په لاندې توګه دي .
۱ - کور والی ورزش دی
په Quebec کاناډايي پوهنتون کې څیړونکي وايي : دکوروالي یا سکس پر مهال میړه او مېرمن دومره حرارت مصرفوي لکه یو سړی ،چې په منځنۍ کچه ورزش کوي ، دوی دې پایلې ته رسیدلي دي،چې یو سړی دسکس پر مهال په یوه دقیقه کې 4.5 حرارت مصرفوي او دا اندازه دباسیکل ځغاسته یا ټینس لوبې سره پرتله کېدای شي .
۲- کوروالې دنیکمرغۍ او خوشالۍ احساس درکوي :
په Colarodo پوهنتون کې ټولنپوهان له یوې څیړنې وروسته وايي : موږ ،چې کله کوروالی یا سکس کوو دخوشالۍ احساس کوو ان که کله موږ دسکس په اړه فکر هم کوو دخپلو ملګرو او ګاونډیو په پرتله موږ ډېر خوشالیږو. هغه خلک ،چې په اونۍ کې دوه یا درې ځل کوروالی یا سکس کوي دوی 33٪ دهغو خلکو په پرتله خوشاله وي ،چې دا کار نه کوي ، داسې ښکاري ،چې دا خوشالي هغه مهال زیاتیږي،چې کله دمیړه او مېرمن تر منځ دا ډول اړیکې ډېریږي .
۳- سکس مو دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي
وایلکز پوهنتون دخپلې یوې څیړنې په پایله کې وايي : هغه خلک ،چې په منظمه توګه کوروالی یا سکس کوي د دوی دبدن دفاعي ځواک 30% له هغو زیات وي ،چې دا په منظمه توګه کور والی یا سکس نه کوي .
۴- دوینې فشار ټیټوي
دسکس / کوروالي او دوینې دټیټ فشار ترمنځ کلک تړاو شتون لري ، څیړنې وايي : سړی دا ډول ګټه یوازې له ښځې سره له جنسي اړیکې تر لاسه کولای شي نه له نورو لارو چارو څخه .
۵- خوب مو ښه کوي
دې کې شک نشته ،چې داندوروین هرمون زموږ په ژوند کې حیاتي ارزښت لري ، کله ،چې له دې هرمون څخه ازاد شو دخوشالۍ احساس کوو او بیا کولای شو ،چې په سمه او ښه توګه خوب وکړو پردې سربېره سکس کولای شي ،چې پرولکټین مواد په رامنځته کولو کې هم مرستندویه ثابت شي ځکه دا خوب پرمهال په طبیعي توګه راوځي .