جورج لېنډمن؛ پياوړی امریکايي مدیر

 
د هر کار په ځانګړي ډول د سوداګرۍ پیلولو ته د سخت کار په سترګه کتل کېږي. دا ریښتیا هم ده، د کارونو پیل ځانګړی جرئت غواړي، خو دوام یې دومره ستونزمن نه وي. امریکایی جورج لېنډمن بیا داسې میلیاردر دی چې د پياوړي مدیریت پر مټ د سوداګریزو فعالیتونو د پیل او پر پښو درولو ځانګړې وړتیا لري. نوموړی په ۱۹۳۶ زېږدیز کال د نیویارک ښار په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی. له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د پنسلوانیا ایالت د پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه لسانس تر لاسه کړی دی. لېنډمن چې کله پوهنتون خلاص کړ په ۱۹۵۷ زېږدیز کال کې له خپل پلار سره د هغه په کمپنۍ کې کار پیل کړ. د پلار د درملو په کمپنۍ کې تر څو کاله کار وروسته د کمپنۍ چارې وروسپارل شوې. په کمپنۍ کې د کار پر مهال یې د یوه نوښت په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره سترګو ته نرم لېنزونه جوړ کړل.
په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې یې دغه کمپنۍ د کاپر لب په نوم پر یوه بله کمپنۍ په ۷۵ میلیونه ډالره وپلورله. ده له دې معاملې په ترلاسه کړو پیسو د وخت له اړتیا سره سم د کېبلي خپرونو یوه کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ یې هم په ۱۹۸۰ کال په ۲۲۰ میلیونه ډالره وپلورله. له دې معاملې وروسته یې د ګرځنده تلفونو برخې ته پام واړواه او د بې سیمه تلفوني خدماتو د وړاندې کولو جواز یې ترلاسه کړ.
د مېترو موبایل په نوم کمپنۍ یې هم په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې پر بېل اتلانیتک باندې په ۱.۶۵ میلیارده ډالره وپلورله. له دې معاملې ترلاسه کړې پیسې یې د سورډرن یونین په نوم د طبیعي ګازو د پایپلین په هغه کمپنۍ کې بندې کړې چې د مېترو موبایل له پلور وروسته یې جوړه کړې وه. سره له دې چې دا کمپنۍ یې په لومړیو کې په ۱۲۵ میلیونه ډالره پېرلې وه؛ خو وروسته یې د خپلې سیمې دری داسې کمپنۍ چې له ماتې سره مخ وې ورته وپېرلې. سوډرن سونین  یې هم په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې پر څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره وپلورله.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د نوموړي د پانګونې تمرکز اوس تر ډېره د انرژۍ په برخه کې دی. مجله وايي چې جورج لېنډمن او کورنۍ یې اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۰۰ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۷۱ ام میلیاردر دی.
ده واده کړی، دوه زامن او یوه لور لري. نوموړی د فلوریډا ایالت په فام بیچ سیمه کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده