نو م ورکی مسا فر

ستا د غيږ ي  له  جنته ، بياپه اوښکو-اوښکو ځمه
بې  زا ر يو بې مينته ، بيا په او ښکو-اوښکو ځمه
 
ستا د  ميني  په  تکل  چي ، مي ودا نه  دانړۍ کړه
پا ته  نشوه  سلا مته ، بياپه اوښکو-اوښکو ځمه
 
د  ز ما ن  هره  سند ر ه ،  پر و ير جنو را ګو  او ړي
له دې ستړي  ريا ضته، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
 
اه ! يوخوب ندی چي بيايې،وتعبيرته شپه سباکړم
له  دې  تريخه حقيقته ، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
 
ستا د عشق خوږه  قيصه مي،څومره پټه- پټه ېوړه
نن   رقيب ته شوه جوته،بياپه اوښکو-اوښکوځمه
 
تا  نو م  ورکی  مسا فر کړم، دخپل خيال پروطنونو
د اسي نه  چي له غربته ، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
 
نور دستو رو  سترګکو نه ، را ته  مه وهه  اسمانه !
دادی  نن له دې وصلته ، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
 
د دې   ښکلو په  ستايلو ، دلته هم نن ګنهګار شوم
د  بد ر نګو  له  تهمته ، بيا په اوښکو-اوښکو ځمه
 
دزړګي له هره ګوټه ، چي مي باسې هيڅ ګرم نه يې
نا بللی  و م   بې  سته ، بيا په اوښکو- اوښکوځمه
 
د فراق ناترس خبردي ، نن دسور دشپېلۍ  ږغ سو
اه !  له  د غه  قيا مته ، بيا په اوښکو-اوښکو ځمه
 
د ايو ځل ندی چي نور نو،دجانان کوڅې ته نه  ځم
ملتيا ر به  څو کرته ، بيا په اوښکو - اوښکو ځمه