
د ۲۰۳۴ زېږدیز کال د نړۍ په اړه فکر وکړئ. زمونږ سیاره به د نن په پرتله د ګڼ شمېر انسانانو کوربنه وي، البته دا کوربتوب په غور او اغېزمنه توګه نه ترسره کیږي. د ارزانه انرژۍ، خوراکي توکو او اوبو کمښت به هم زیات شي. د جنوبي اسیا هېوادونه به په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د لویو چاپېریالي ګواښونو سره لاس او ګرېوان وي.
د سیاچن یخچالونه، چېرته چې د پاکستان او هندوستان پوځیان له ۱۹۸۴ زېږدیز کال راهیسې په منظمه جګړه بوخت دي، که چېرته د پوځي منډو ترړو څخه پاکه نه کړای شي نو په نژدې راتلونکي کې به ویلې شي. د جنوبي اسیا هېوادونه باید خپل وګړي په راتلونکو ۲۰ کلونو کې له پېښېدونکو قوي ګواښونو او مشکلاتو څخه خبر کړي. څرنګه کولای شو له خپلو ګډو ګواښونو او ستونزو (غربت، بېسوادي، بې روزګارۍ، د نفوسو ورځ تر بلې زیاتوالی، چټکه ښاري کېدنه، ترهګري او اداري فساد ) سره مقابله وکړو.
له هر څه نه مخکې باید پاکستان او هندوستان مټې را ونغاړي او افغانستان ته سوله او آرامي راولي. پاکستان له افغانستان سره ۲۴۰۰ کلومتره اوږده پوله لري. څه باندې ۳ میلیونه افغان مهاجرین اوس هم په پاکستان کې اوسېږي. له همدې مهاجرینو څخه په طالبانو کې ګمارل د طالبانو د ښکاره ملاتړ یوه ښه بېلګه ده. د همدې مهاجرینو یوه برخه د بې کورۍ، بې هدفۍ او مایوسۍ په حالت کې ژوند کوي. دوي لارښوونې، ستاینې، تحریک او له هر څه پورته یوې منظمې پالیسۍ ته اړتیا لري چې د دوي د نشتوالي په صورت کې هم د دوي له کورنیو سره مرسته وکړي.
له دې پرته به د نوموړیو پرنفوذه ملیشو ګمارونکي څه ته اړتیا ولري؟ په لیدلو ډېره ډاروونکې ښکاري، ولې دا ستونزه د حل ډېره اسانه لري- کډوال باید په پاکستان کې د بیځایه پاتې کېدلو پرځای زر تر زره خپل هېواد ته وروګرځي او د هېواد په بیا رغوونه کې د رغنده رول ترسره کولو ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي.
د هند لپاره ښه خبر دی که افغان طالبان د امریکې متحده ایالاتو سره د خبرو اترو لپاره تیارېږي او هغوي اجازه ترلاسه کوی چې په قطر کې د خپلو فعالیتونو لپاره یو دفتر پرانیزي، مانا دا چې بهیر یوې مثبتې خواته روان دی. پاکستان دې د دې تأثر خپرولو کوښښ نه کوي چې په افغانستان کې د دوي له رغنده ښکېلتیا پرته هیڅ سوله نشي راتللای. پاکستان او هندوستان دواړه دې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د پوځي نفوذ د زیاتېدا کوښښ څخه لاس په سر شي. دوي دې په سیمه کې د افغانستان له لارې د دوه اړخیزه سوداګرۍ د کچې لوړوالي ته پام وکړي او خپله جیو ستراتیژیکي اجنډا دې د پوځي مرکزۍ پرځای اقتصادي وګرځوي.
کله چې د افغانستان په موضوع کې د هندوستان او پاکستان پر اهمیت غږېږو، د افغانستان د راتلونکي په اړه د ایران او چین هېوادونو له رول نه هم سترګې نشي پټېدلای. هندوستان په دې وروستیو کې د ایران سیستان او د پاکستان بلوچستان ایالتونو ته څېرمه د مکران ساحل په غاړه د چابهار بندر جوړولو ته ملا تړلې ده. هندوستان غواړي نوموړی بندر له افغانستان سره د یوې لویې لاري په وسیله وتړي. له دې لارې به هندوستان نه یوازې له افغانستان سره وتړل شي، بلکې د مرکزي اسیا ټولو هېوادونو ته به لاس رسی پیدا کړي.
چین د چابهار بندر د سویل ختیځ لور په ۷۲ کلومترۍ کې د بلوچستان په سیمه کې د ګوادر په بندر کار ښه په تېزۍ سره روان کړی دی. چین به د ګوادر یندر نه یوازې له افغانستان سره وتړي بلکې د ورېښمو له لارې به یې د خپل هېواد له سینکیانګ ایالت سره هم وصل کړي. نوموړي بندرونه به په راتلونکو شلو کلونو کې د پاکستان، افغانستان او هندوستان لپاره ډېر اهمیت پیدا کړي. نوموړي بندرونه باید د هیڅ ډول پوځي منډو ترړو لپاره ونه کارول شي. پر ځای ېې باید سوداګریزې چارې وده ومومي.
ځینې کارپوهان وايي په راتلونکو ۲۰ کلونو کې به هندوستان د چین، پاکستان او افغانستان په بڼه له درې لویو ننګونو سره مخ وي. له بل لوري به پاکستان هم په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د هندوستان، ایران او افغانستان په بڼه له درې لویو ننګونو سره لاس او ګرېوان وي. زما پوښتنه دا ده چې نوموړي هېوادونه د یو بل لپاره د ننګونو جوړېدو پر ځای ولې د یو بل لپاره سولییز ملګري نه جوړېږي؟
د چین او هندوستان ښې او دوستانه اړیکې د پاکستان او افغانستان په ښېګړه دي او کولای شي چې زیات شمېر ګټې ورڅخه پورته کړي. ټول سیمیز لوبغاړي په افغانستان کې د عدم مداخلت یوې سختې پالیسۍ جوړولو ته اړتیا لري. نوموړې پالیسي کولای شي افغانستان د اسیا په سويټزرلینډ تبدیل کړي. پاکستان، افغانستان او هندوستان کولای شي ګډو ننګونو ته د ګډې ستراتیژۍ په جوړولو ځواب ووايي. راځئ ایران او چین هېوادونه هم په سارک سرمشریزه (د جنوبي اسیا د سیمیزو همکاریو ټولنه) کې ځای کړو او نوموړی انجمن یو پياوړی او خوځنده سازمان وګرځوو. راځئ د ګډ مارکیټ جوړولو خواته وړاندې شو. هندوستاني فلمونه په پاکستان کې ښه شهرت لري او پاکستاني سندرغاړي په افغانستان کې له ښه نوم څخه برخمن دي.
یوه بله غښتلې قوه هم شتون لري- کرکټ. نوموړې لوبه په افغانستان کې ورځ تر بلې شهرت پیدا کوي. پاکستان او هندوستان خپلې سیالۍ په دوبۍ کې ترسره کوي. زه فکر کووم دوي په کابل کې هم نوموړې سیالۍ ترسره کولای شي.مخکې تر دې چې وړاندې لاړشم دا ویل اړین بولم چې په کابل کې یو لوی لوبغالی شتون لري. افغانان د کرکټ د نړیوالو سیالو د تنظیمولو وړتیا په ښه توګه لري. همدرانګه هغوي کولای شي د موسیقۍ په برخه کې د مشهورو پاکستاني او هندوستاني هنرمندانو لپاره په کابل کې پروګرامونه تنظیم کړي.
د جنوبي اسیا هېوادونه باید د پوهنې دروازې د یو بل پر مخ پرانیزي. زیات شمېر پاکستانیان او افغانان به په ډېره لېوالتیا وغواړي چې د هندوستان په دارالعلوم دیوبند کې زده کړې ترسره کړي. نوموړې دیني اداره د یو ځانګړي مکتب فکر لپاره د اکسفورډ او هارورډ پوهنتونو انډول ده. مونږ کولای شو د ګډو پوهنیزو پروژو په برخه کې خپل امکانات لا پراخه کړو.
نوموړي درېواړه هېوادونه د پوهنې، لوبو، موسیقۍ او ځینې نورو مواقعو په مرسته کولای شي ترهګرۍ او توندلاریتوب ته ماتې ورکړي. راځئ په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیو عمق او له یو بل سره ناندرۍ شاته پرېږدو. د اسلحې او مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه کړو. راځئ دا خپل لومړی قدم وګرځوو، نورې لارې به په خپله هوارې شي.
په تېرو دوو لسیزو کې ډېر ځله افغانستان ته تللی یم. نوموړی هېواد له ډېرو مثبتو بدلونونو څخه تېرېږي. نوی رامنځته شوی ګډ دولت د بدلون یو ځلانده سمبول دی. ډېره ځله مې هندیان او پاکستانیان لیدلي چې په افغانستان کې یوځای کار کوي. د هندوستان او پاکستان پالیسي جوړونکي باید په یاد ولري چې په افغانستان کې د خپلو پالل شویو ګوډاګیانو په مرسته مخته وړونکې جګړه ټوله سیمه ناامنه کولای شي.
پاکستانیانو او هندیانو په افغانستان کې له یو بل سره همکاري پیل کړې ده. دوي د هغو خلکو د پالیسیو څخه سرغړونه کوي چې د پاکستان او هندوستان پر پوله یې اور لوبه، بمباري او د بې ګناه وګړو ویشتل پیل کړي دي. د اسیا نوی سويټزرلینډ د پاکستان او هندوستان لپاره ګډه بریا جوړېدلای شي. که ملاله یوسفزی او کیلاش ستیارتي د نوبل د سولې جایزه شریکولای شي، نو پاکستان او هندوستان خو په افغانستان کې د توندلاریتوب او ترهګرۍ په وړاندې بریا په یقیني توګه شریکولای شي.
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد