د ګډې بریا پر لور

 
لومړی برخه
نامتو فیلسوف او د ختیځ لوی شاعر ډاکټر محمد اقبال په خپل فارسي شعر کې د افغانستان جغرافیايي او ستراتیژیکي پروت په لاندې ټکو کې بیان کړی وو: ” آسیا د یو ژوندي جسم په څېر ده. هغه زړه چې د دې جسم په دننه کې درزېږي، هغه د افغان قوم له ټاټوبو څخه یو دی. د افغان قوم ویجاړي د ټولې آسیا ویجاړي ده او د افغانانو  پرمختګ، خوشالۍ او سوکالۍ کې د ټولې آسیا پرمختګ، خوشالي او سوکالي نغښتې ده. “
سره له دې چې ډېر وخت پرې تېر شوی، ولې نن هم که څوک د آسیا د راتلونکي په اړه ځان پوهول غواړي د ډاکټر اقبال سوچ کټ مټ د لارښود په بڼه موندلای شي. ورته بېلګه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو  نن او پرون ته په ژوره کتنه پیلولای شو.  دغه اړینه کتنه او بصیرت په یاده  سیمه کې په تېرو دوو لسيزو کې ځینې مهمو پېښو څخه په ښه توګه ترلاسه کولای شو.
کله چې د طالبانو منشاء او پیدایښت راوسپړل شي، د هغوي زېږون د شلمې پېړۍ وروستیو دوو لسیزو ته یا په لنډه توګه ۱۹۹۴ زېږدیز کال رسېږي.  په هغه وخت کې د یونیکال په نامه د تېلو یوې امریکايي کمپنۍ او پاکستان افغاني طالبان په شا وټپول او د هغوي هر راز مرستې ته یې ځانونه چمتو کړل، ترڅو خپلې غېر منظمې ملېشې په منظمو پولیسو بدلې کړي.
له بل پلوه هندوستان په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د شمالي ټلوالې ملاتړ کولو او په دې سره د اقبال له لوري د آسیا د زړه په توګه نومول شوی د افغانانو ټاټوبی په ډېرې بې باکۍ او بې تفاوتۍ سره د سیمیزو او نړیوالو چپاولګرو په لاس کیوت چې له امله یې  د اقبال وړاندوینه د بشپړتیا څخه محرومه پاتې شوه.
د شلمې پېړۍ وروستی لسیزې ته که ور وګرځو، په ۱۹۹۹ زېږدیز کال یې پر مونږ د کارګل جګړه راوسته، چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ یې تشویش او د اړیکو ترینګلتیا نوره هم زیاته کړه. شاوخوا په همدې وخت کې په افغانستان کې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو رژیم په ښکاره د هندوستان پر ضد د پاکستان ملاتړ کولو. دغه اخ و ډب په پاکستان کې د رژیم بدلېدو ته چانس برابر کړ. په پاکستان کې له نوموړو سیاسي ټکانونو سمدستي څو اوونۍ وروسته د هندوستان یوه مسافر وړونکې الوتکه وتښتول شوه او نوموړې نندارلوبه د درې پاکستاني او کشمیري وسله والو په خوشې کولو په افغانستان کې پای ته ورسېده.
په زړه پورې دا وه چې له دې پېښو سمدستي وروسته په نیویارک او واشنګټن کې د القاعده له لوري د ۱۱/۹ بریدونه ترسره شول. دې پېښو نه یوازې افغانستان د نړۍ د نقشې منځ ته راوست، بلکې د افغانستان په دننه کې یې هم بې ناکرارۍ او بدلونونه راوستل. طالبان د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه له خپل ښودل شوي زور سره سره په ډېره سختی له کابل څخه وویستل شول او د تاریخ بدترینه جګړه پیل شوه.
د نوموړې جګړې په مثبتو او منفي اړخونو باندې په ساعتونو خبرې کېدلای شي، ولې پای به یې تل یو ښکاره او تریخ حقیقت وي. پخپله جګړې د یوې ذرې په اندازه سوله او امن دې سیمې ته وړاندې نه کړای شو. سربېره پردې د سیمیزو او نړیوالو قوتونو له لوري د دوه مخیزې لوبې  په لوبولو سره ترهګرۍ او توندلارۍ نوره وده ومونده.
 اسامه بن لادن ووژل شو، ولې ملا عمر اوس هم ژوندی دی او په غیر مستقیمه توګه له امریکې سره په خبرو اترو بوخت دی.
ویجاړېدل، ړنګېدل او کمزوري کېدل اوس هم له القاعدې سره په ښایسته واټن کې پروت لري. نړیوال ترهګریز سازمانونه اوس هم ژوندي او د پښو او لاسونو وهلو په حالت کې ښکاري.
په یو وروستي پرمختګ کې ډاکټر ایمن الظواهري د سپتمبر په څلورمه په جنوبي اسیايي هېوادونو کې د جهاد د بیرغ د پورته کولو په موخه د مولانا عاصم عمر په مشرۍ د القاعدې د سویلي اسیايي څانګې د پرانیستلو خبرداری ورکړ. مولانا عاصم یو هندي تبعه دی.  نوموړي خپل وروستي کلونه له طالبانو او القاعدې سره په افغانستان کې تېر کړي دي. نوموړی اوس نه یوازې د هندوستان او افغانستان لپاره، بلکې د پاکستان لپاره هم یو لوی خطر دی.
له بده مرغه د پولې دواړو لورو ته د یو بل د بېلابېلو کلتورونو خپلولو، جغرافیايي پولو شریکولو او د وګړو د وینې او خپلوۍ د ريښو پاللو سره سره بیا هم نوموړي درې هېوادونه د دښمن په وړاندې د مبارزې او مقاومت له یوې ګډې ستراتېژۍ څخه محروم دي.
څومره چې حالات مخ ته تلل، افغانستان،  پاکستان او هندوستان د پالل شویو ګوډاګیو د جګړې په یو ویرجن لوبغالي واوښت، ولې د دواړو هېوادونو امنیتي ادارې او سازمانونه په دې پوهېدنه کې پاتې راغلل چې نوموړې جګړه یوازې او یوازې د دوي ګډ دښمن تقویه کوي او بس. سره له دې هم د پولې دواړو لورو ته په هند او پاکستان کې پالیسي جوړونکي په خپله ماضي کې ژوند کوي.
هندوستان ډېر کلونه مخکې پرتوي نومې توغندی جوړ کړ. د توغندي نوم د تاریخ یو زده کوونکی په ماضي کې د دولسمې پېړۍ لومړیو ته رسوي- پرتوي راج چوهان هغه هندو بادشاه وو، چې افغان ټولواک شهاب الدین غوري ته یې په ۱۱۹۱ زېږدیز کال ماتې ورکړې وه. پاکستان د پرتوي توغندي له توغولو او تجربه کولو ناسم پیغام ترلاسه کړ. په نژدې څو کلونو کې پاکستان غوري نومې توغندی وازمایلو او د نوم ایښودنې لامل یې دا وو چې شهاب الدین غوري د خپلې غچ اخیستنې په موخه پرتوي راج ته په ۱۱۹۲ زېږدیز کال ماتې ورکړې وه.
د اصلي غوري او پرتوي لپاره به دا د یوې ورځې په توګه د یو بل په وړاندې د بري او فتح نوبت ګڼل کېده، ولې د پاکستان او هندوستان لپاره په یو بل باندې د تاریخي حوالو او اخځونو د توغولو پیل ګڼل کیږي. پاکستان د سلطان محمود غزنوي په نامه بل بالیستیک توغندی وازمایه. غزنوي هغه افغان ټولواک وو چې ۱۷ وارې یې په هندوستان یرغل ور وړی وو. له دې لږ وخت وروسته پاکستان د نزدې واټن یو بل بلاستیک توغندی د احمد شاه ابدالي په نامه وازمایه. احمد شاه ابدالي هغه افغان امپراتور وو چې په هندوستان کې د پاني پت جګړې له کبله پېژندل کیږي. پدې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان د لویو جنګیالیو او زمریانو کور دی، ولې د افغانستان له صوفیانو هم سترګې نشي پټېدلای.
جنګي اتلان که څه هم زمونږ په تاریخ کې متنازع فیه شخصیتونه ګڼل کیږي، ولې صوفیان بیا له ورته ګوتنیونې لرې خلک دي. صوفیانو په دې سیمه کې د سولې او امن پیغام خپور کړی دی. حضرت علي هجوېري (داتا ګنج بخش) د افغانستان له غزني څخه د پاکستان لاهور ته راغلی وو او د هغه پیرو حضرت خواجه معین الدین چشتي (خواجه غریب نواز) د افغانستان له هرات څخه د هندوستان ډهلي ته راغلی وو. نوموړي صوفیان اوس هم په سیمه کې د بېلابېلو ادیانو د پیروانو له لوري په ښه نوم او احترام یادېږي او له لوړ مقام او منزلت څخه برخمن دي. ډېر جنګیالان زمونږ ګډ اتلان نه دي، ولې صوفیان زمونږ (افغانستان، پاکستان او هندوستان) د اتصال او یووالي قوي عاملین دي.
اجازه راکړئ ترڅو دا خبره ښه په کلکوالي او شدت سره وکړم، چې د پاکستان امنیت او خوندیتوب د افغانستان په امنیت او خوندیتوب کې پروت دی. او دا خبره به ناسمه نه وي که ووایم چې ددې فورمول سرچپه هم حقیقت دی. او دا هم یو حقیقت دی چې د دې دواړو هېوادونو ناټیکاوی (عدم ثبات) د هندوستان په ګټه هم نه پایېږي. نه غواړم چې ډېر لرې ماضي ته ور وګرځم. مونږ خپل تاریخ نشو بدلولای، بلکې د ګډو هڅو په پایله کې کولای شو چې د یو نوي تاریخ بنسټ کېږدو او تلپاتې سوله هغه یوازینی فکتور دی چې دومره لوړو اهدافو ته د رسېدو په لار کې ګټور ثابتېدلای شي. جګړه او دوه مخې لوبې زمونږ د ستونزو دوا نشي جوړېدلای.   
نړیوال اسلامي پوهنتون ــ اسلام اباد