
کوریایی « چي ټای ون» د هغو میلیاردرانو ترمنځ چې تر اوسه مو معرفي کړي لومړنی داسې کس دی چې د اختلاس له کبله په زندان کې دی. نوموړی د سویلي کوریا د ګوینګي ولایت په سووان سیمه کې د ۱۹۶۰ زېږدیز کال د ډسمبر په درېیمه نېټه زېږېدلی دی. ده د لسانس تر کچې زده کړې د سویلي کوریا په پوهنتون کې کړې او وروسته یې د شیکاګو له پوهنتون څخه د ساینس په برخه کې ماسټري اخیستې ده.
ون چې د بندي کېدو تر نېټې پورې د اېس کې په نوم د کمپنیو د یوه ستر ګروپ مشر و، کاروبار ورته له پلاره پاتې دی. اېس کې ګروپ په سویلي کوریا کې د کمپنیو درېیم ستر ګروپ دی. د دغه ګروپ تر چتر لاندې ۹۵ فرعي کمپنۍ فعالیت کوي. اېس کې د فرجون مجلې د ۲۰۱۳ کال په ۵۰۰ سترو کمپنیو کې ۵۷ ځای درلود. د دغه ګروپ له کمپنیو سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۷۰۰۰۰ زره کسان په ۱۱۳ دفترونو کې پر دندو بوخت دي. یاد ګروپ د کیمیاوي توکو، تېلو، انرژۍ، د موبایل خدمتونو، ساختماني چارو، ترانسپورټ او انټرنېټ په برخو کې فعالیتونه لري.
د همدې ګروپ تر چتر لاندې د سویلي کوریا د موبایل د خدمتونو یوه ستره کمپنۍ فعالیت کوي. دغه راز په نړیواله کچه د میموري کارټونو د تولید په دویمه ستره کمپنۍ کې هم ونډې لري.
چی ټای ون څو ځله په اختلاس او غیرې قانوني کړنو تورن شوی دی. نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې د حسابدارۍ په برخه کې د اختلاس له کبله پر اووه میاشتې بند محکوم شو، خو بېرته وبښل شو. په ۲۰۰۸ کال کې د ۱،۲ میلیارده ډالره اختلاس په تور په دری کاله بند محکوم شو، خو په همدې کال بېرته عفوه ورته وشوه.
د تېر کال په جنورۍ کې د اختلاس په یوه بله پېښه کې د ښکېلتیا له کبله د کوریا سترې محکمې پر څلور کاله بند محکوم کړ. دا د کوریا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو سوداګر او پانګوال د اختلاس له کبله په دومره بند محکومېږي.
ټای ون د سویلي کوریا د پخواني ولسمشر روح ټي وو له لور سره واده کړی او له هغه څخه دری اولادونه لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه اوسمهال ۳،۹ میلیارده ډالره ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۶ ام او په خپل هېواد کوریا کې شپږم میلیاردر شمېرل کېږي. نوموړی ۵۳ کاله عمر او یوازې د سویلي کوریا تابعیت لري.
ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې