
مورات اولکر د فوربس مجلې د سږني نوملړ له مخې د ترکیې تر ټولو شتمن کس دی. نوموړی په ۱۹۵۹ زېږدیز کال زېږېدلی. له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د « Boğaziçi » پوهنتون د سوداګریزې ادارې په برخه کې زده کړې کړې دي. کله یې چې پوهنتون خلاص کړ امریکا ته د یو شمېر لنډمهالو کوروسونو لپاره ولاړ او هلته یې د بانکدارۍ په برخه کې زده کړې وکړې. اولکر خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته له خپل پلار سره چې د بیسکوټو د تولید فابریکه یې لرله کار پیل کړ. د نوموړي پلار دغه کار چې اوس یې دی له برکته میلیاردر دی، په لږو امکاناتو پیل کړی دی.
سبري اولکر د خپل ورور او دریو نورو ملګرو په ملتیا په ۱۹۴۴ زېږدیز کال کې د بیسکوټو د تولید یو کوچنی کاروبار پيل کړ. په څلورو کلونو کې یې دغه کوچنی کاروبار د بیسکټو د تولید پر یوه عصري فابریکه بدل کړ. تر ۱۹۷۰ کال پورې یې فعالیتونه او د پلور سیمه په استانبول پورې محدوده وه؛ خو وروسته یې په لومړي ځل خپل فعالیتونه انقرې ته پراخ کړل. فابریکې خپل تولیدات په لومړي ځل په ۱۹۷۴ کال کې ګوېټ ته صادر کړل. د صادراتو د لومړنۍ معاملې ارزښت یې دوه لکه ډالره وه.
د سبري اولکر له خوا پیل شوی کاروبار اوس د کمپنیو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی دی. د یلدیز د کمنپیو ګروپ په ترکیه کې د خوړو د تولید تر ټولو ستر ګروپ دی.
د دغه ګروپ تر چتر لاندې ۶۵ کمپنۍ فعالیت کوي چې تولیدات یې د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې وېشل کېږي. د یلدیز ګروپ له کمپنیو سره په مستقیم او غیرې مستقیم ډول یولک کسان کار کوي. فوربس مجله وايي چې د مورات اولکر پانګه په تېر زېږدیز کال کې شاوخوا نیم میلیارده ډالره زیاته شوې ده، په داسې حال کې چې د ترکیې په بانکي سکټور کې د ستونزو له کبله د یو شمېرو نورو ترکي میلیاردرانو پانګې او د استانبول د ونډو په بازار کې د کمنپیو د ونډو بیې ټیټې شوې دي.
د نوموړي د کمپنیو ګروپ په ۲۰۰۸ کال کې د ګودیوا په نوم د خوږو یوه کمپنۍ په ۸۵۰ میلیونه ډالره وپلورله او په دې توګه یې د عوایدو یوه بله سرچینه هم ترلاسه پیدا کړه. د دې ترڅنګ یې تېرکال په اولکر بیسکوټ کمپنۍ کې چې د محصولاتو د وېش او سوداګرۍ ستره کمپنۍ ده د خپلو ونډو کچه دری چنده کړې ده.
د فوربس مجلې د سږنیو شمېرو له مخې مورات اولکر اوسمهال د دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره پانګې په لرلو سره د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۷ ام په خپل هېواد ترکیه کې لومړی ستر شتمن دی. ده واده کړی، دری اولادونه لري او په استانبول کې ژوند کوي. نوموړي ځینې خیریه کارونه هم کړي چې تمرکز یې تر ډېره د څېړنو پر برخې دی.
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې.