وخت او اهداف سره همغاړي کړئ!!

 

د وخت مدیریت یانې څه؟ دا بحث په څه معنا دی؟ دا، چې له شته فرصتونو او شېبو نه په ښه ډول ګټه واخلئ. دا خبرې به ستاسې په نظر تکراري وي، خو په دې کې مو یې حل لارې هم لټولې، چې څنګه له خپل وخت نه ښه ګټه واخلئ.
د وخت د مدیریت تر ټولو اصلي شراط دا دی، چې تاسې د خپل کورني او شخصي ژوند اهداف په نښه کړئ او تر ټولو ښه لاره داده، چې خپل اهداف ولیکئ او پلان یې کړئ. هر هدف ته رسېدل، که ډېر وړوکی هم وي، وخت غواړي او په تدریج لاس ته راځي. که اړتیا وړ هڅې کوی، خو مطلوبې نتیجې ته نه رسیږئ، مه نارامه کیږئ او خپلې هڅې جاري وساتئ. زموږ هڅې د یوه بڼوال او ونې په څېر دي. بڼوال خپله ونه اوبه کوي، ساتي یې، چې په مناسب فصل کې یې له مېوو ګټه واخلي. هغه په ژمي کې له ونې د میوې تمه نه لري. تاسې هم خپلې هڅې وکړئ، خو د خپلو هڅو د ونې مثمر کېدو ته منتظر پاتې شئ.
هر هدف ته رسېدل څو واړه فعالیتونه غواړي. تاسې لومړی څو واړه ګامونه واخلئ، چې سترو اهدافو ته پرې ور سیخ شئ. ورو ورو هڅه کوو، لکه وریځ. وریځ د اوبو د څاڅکو یا بخار حاصل دی، چې بالاخره په باران بدلیږي. د عملي کېدو وړ اهدافو له شته والي پرته تاسې خپل وخت نه شئ مدیریت کولای. داسې اهداف وټاکئ، چې ور رسېدلای شئ. دلته تر ټولو مهمه خبره داده، چې د خپلو هڅو په چوکاټ کې هدف وټاکئ، نه ستر او نه هم وړوکی. که له خپلو هڅو نه د زیات څه تمه لرئ او هغو ته ونه رسیږئ پریشانه به شئ.
په وخت کې لومړیتوبونه د بدلون وړ دي. خپل لومړیتوبونه په هر وخت او شرایطو کې یوځل وګورئ او بدل یې کړئ. کله کله مو کار تر وړاندوینې مخکې وي او کله شاته پاتې کیږئ. د وخت د مدیریت په تړاو ځینې ناسم باورونه له ذهن نه وباسئ. مثلا ډېر کسان وايي چې په فلاني وخت او ورځ درسونه پیلوم. یا په فلانۍ میاشت کې کار پیلوم او داسې نور. دا غلط باورونه دي. که غواړئ هدف ته ورسیږئ همدا شیبه تصمیم ونیسئ او خپلې هڅې پیل کړئ. که تاسې داسې ورځې ته منتظر کیږئ، چې ستاسې کار او هدف پکې وړیا ترلاسه شي، دا هسې خوب لیدل دي.
په ځان کې دا باور پیدا کړئ، چې تاسې د خپلو شخصي اعمالو، فعالیتونو او ژوند مسوول یئ. یو شمیر کسان خپلې ستونزې، بدمرغۍ او نور مسایل د نورو پر غاړه ور اچوي او په هره ستونزه او مشکل کې بهرنی عامل لټوي. دا د کمزورو کسانو کار دی او له ستونزو سره د مخامخ کیدو توان نه لري. که ښځه لري، د هرې بدې او منفي پېښې مسوولیت پر خپلې ښځې ور اچوي او که مجرد وي مور او پلار د خپل وضعیت مسوولان ګڼي. په دې باید باورمن شئ، چې د خپل ژوند د ستونزو او تکالیفو مسوول یوازې تاسې خپله یې او د حل لپاره یې نورو ته د تمې پرځای پخپله لاس په کار شئ.
 
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې