
سرچینه: د روسیې غږ
روسیه به تر ۲۰۲۰ کال پورې د خپل اټومي ستراتیژیکي ځواک وسلې په بشپړ ډول نوې کړي. دغه خبره د روسیې مرستیال صدراعظم دمیتري راګوزین، چې د هېواد د دفاعي-صنعتي کومپلکس د چارو څارنه ورپه غاړه ده، وکړه. ده وویل چې دغه کار په روسیه کې د واړه، خوځند او د لوړې مسلکي پوهې د داسې اردو د جوړولو په موخه کیږي، چې د جګړې په هر ډګر کې ورسپارل کېدونکې دندې په زیات اغېزمنتوب سرته ورسولای شي.
په نوو وسلو د اردو د سمبالولو پروګرام، چې د روسیې په پوځي جوړښت کې د راوستل کېدونکو بدلونونو په اډانه کې تصویب شوی، په زیاتېدونکې ګړندیتوب عملي کیږي. لکه چې د روسیې مرستیال صدراعظم دمیتري راګوزین خبر ورکړ، روسیه به تر ۲۰۲۰ کال پورې د خپلو ستراتیژیکي اټومي ځواکونو وسلې په سلو کې د ۷۰ په اندازه نه، چې پخوا پلان شوې وه، بلکې په سلو کې سل نوې کړي. د همدې په څنګ به زور د دغو وسلو پر ډېرولو نه، بلکې د داسې بیخي نوو وسلو پر جوړولو واچول شي، چې د پوځیانو د شمېر د کمولو په ترڅ کې د هېواد د دفاعي وړتیا د لوړولو شونتیاوې ورکړي. دمیتري راګوزین په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:
وسلې باید ډېرې نه وي. لکه په شوروي اتحاد کې د وسلو غرونه باید جوړ نشي، چې وروسته سړی نه پوهیږي، چې څه پرې وکړي. موږ باید داسې ووړ اردو جوړ کړو، چې د جګړې هر خطرناک ډګر ته په اسانۍ رسول کېدای شي. زموږ هېواد د خاورې د پراختیا له اړخه په نړۍ کۍ تر ټولو ستر هېواد دی، خو د وګړو شمېر مو د فرانسې او المان د وګړو له ټول شمېر سره برابر دی. نو ځکه زموږ دنده د داسې وسلې جوړول دي، چې زموږ هر عسکر او هر افسر ته د پینځو عسکرو او افسرانو پر ځای د جنګېدو وس ورکړي. سربېره پر همدې دغه وسله باید داسې وسله وي، چې د اور له میدانه عسکر په ښه ډول واېستلای شي. او په دې ډول د ډېرې ځاني مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
دولت په نوو وسلو د اردو د سمبالولو لپاره ډېرې زیاتې پیسې بېلې کړي دي. یوازې په ۲۰۱۴ کال کې د هېواد د دفاع وزارت لګښتونه ۲،۳ تریلیونه روبله دي، چې ۶۰ میلیارده ډالر ورڅخه جوړیږي. د دغو پیسو هر پینځم روبل د روسیې د توغندیز-اټومي ډال پر نوي کولو لګول کیږي. د روسیې یو پوځي مبصر، متقاعد ډګروال ویکتور لیتوفکین د همدغې احصایې د راوړلو په ترڅ کې زیاته کړه:
اوس د « یوري دولګاروکي » د کلاس نوې ستراتیژیکي توغندیزې اوبتلي جنګي بېړۍ د هېواد په وسلو کې منل کیږي. د دغو اوبتلي جنګي بېړیو ټول شمېر به ۸ ته ورسول شي. دغه هره بېړۍ به د « بولاوه » ۱۶ توغندي ولري، چې هر توغندی به پر ۶ اټومي ګولیو سمبال وي. نن د هېواد په وسلو کې ۴۲۳ ستراتیژیکي توغندي، چې ټولې ۱۴۹۴ اټومي ګولۍ لري، د تیارسۍ په حالت کې دي. د ستراتیژیکي یرغلیزو وسلو د محدودولو د دریم تړون له مخې موږ باید ټول۷۰۰ توغندي (۱۰۰ نور باید په وسله کوټ کې زېرمه وي ) او د هغو لپاره ټولې ۱۵۵۰ اټومي ګولۍ د تیارسۍ په حالت کې ولرو. د پوهېدو وړ ده، چې موږ د ستراتیژیکي اټومي ځواکونو د کمولو دنده په مخه کې نه لرو.
خو د هېواد د اټومي ځواک نوي کول اړین دي. د ساري په توګه د « وایېووده » په نامه د شوروي زمانې د نامتو لویه وچه ویشتونکو بالیستکي توغندیو پر ځای، چې د ناټو د نومونې له مخې « شیطان » نومیږي، د « سارمات » په نامه نوی لویه وچه ویشتونکی بالیستیکي توغندۍ جوړیږي، چې د خپلو تخنیکي ځانګړتیاوو له مخې تر « وایېووده » ډېر ښه دی. دغه نوی توغندی به پر مایع سوونتوکو کار کوي. د SS-19 توغندی به هم په « یارس » نومي توغندي بدل شي.
د نوو لوړو تکنالوژیکي اټومي او عادي وسلو جوړول او پر هغو د اردو سمبالول د هېواد دفاعي وړتیا لوړه او پیاوړې کړي او په هېواد کې د پوځي بدلونونو د راوستلو اساسي موخه هم همدغه ده.