محمد منصور؛  د مصر دویم ستر شتمن دی

 
 
په هېوادونو کې کړکېچن حالات او تاوتریخوالی اقتصادونه کمزوري کوي، خو ځینې داسې کسان هم پیدا کېږي چې د دغه ډول وضعیت د سم مدیریت پر مټ نه یوازې ځان له زیانه ژغوري، بلکې ګټه هم کوي. مصری محمد منصور له دغه ډول میلیاردرانو څخه دی. سره له دې چې په مصر کې تاوتریخوالي د دغه هېواد او خلکو اقتصاد زیانمن کړی، خو منصور د پياوړې مدیریت په مټ توانېدلی چې له زیانه د ځان ژغورلو ترڅنګ ګټه هم وکړي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د منصور د کمپنیو د ګروپ عواید په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې ۱۶ سلنه زیات شوي دي.  
محمد منصور د مصر په سکندریه ښار کې په یوه سوداګره کورنۍ زېږېدلی دی. نوموړی بااستعداده ماشوم و چې ښوونځی یې په ۱۵ کلنۍ کې بشپړ کړ. دی د لوړو زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ او هلته یې د کارولینا ایالت د پوهنتون په انجنیرۍ برخه کې زده کړې پیل کړ. د ۱۹ کلونو و چې له پوهنتون څخه فارغ شو. وروسته یې په اوبورن پوهنتون کې په سوداګریزه اداره کې ماسټري وکړه. د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته خپل پلرني ټاټوبي مصر ته ستون شو او له خپلې کورنۍ سره چې د کتان سوداګري یې کوله کار پیل کړ.
په ۱۹۷۵ کال کې منصور خپل تمرکز د موټرو د سوداګرۍ برخې ته واړاوه. نوموړي دغه مهال د موټرو له سترې امریکايي کمپنۍ جنرال موټورز سره د شراکت تړون لاسلیک کړ. د منصور تر مشرۍ لاندې کاروبار دومره پرمختګ وکړ چې اوسمهال منصور ګروپ په نړیواله کچه د جنرال موټورز د وېش تر ټولو ستر ګروپ دی.
د جنرال موټوز ترڅنګ د منصور ګروپ د کاټرفیلر، شاورلېټ او مارلبرو سره هم د وېش په برخه کې تړونونه لري.
ګروپ د دې ترڅنګ په مکډونالډ او پلیپ موریس کمپنیو کې هم ونډې لري.
د ویکي پیډیا د معلوماتو د فرچون مجلې د ۵۰۰ سترو کمپنیو له ډلې ۹ یې د منصور ګروپ تر چتر لاندې فعالیت کوي. محمد منصور په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د مصر د ترانسپورت د وزیر په توګه وټاکل شو.
فوربس مجله وايي چې د منصور ګروپ د اړوندو کمپنیوعوایدو په تېر کال کې ۱۶ سلنه زیات شوي او د عوایدو نږدې ۶۰ سلنه یې له مصر څخه د باندې ترلاسه کړي دي.
محمد منصور اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۳ ام او په مصر کې دویم ستر شتمن دی.
دی دوه زامن لري چې د لطفي په نوم زوی یې په لندن کې د منترک او منکپیټل په نوم کمپنیو  اجرایوي مشر دی.
دی یوازې د مصر تابعیت لري او د دغه هېواد په پلازمېنه قاهره کې ژوند کوي.
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې