دهايپرلوپ چټکيونى سيستم!

 
د تېر٢٠١٢زېږديزکال په وروستيوکې دچين دولت اعلان وکړچې هغوى د نړۍ ترټولوګړندى اورګاډى جوړکړ. له دې اعلان څخه سملاسي څو ورځې وروسته ولسمشر بارک اوباما د امريکې د ترانسپورت  وزارت  ته امر وکړ چې د هغه  هېواد  د اورګاډو سيستم ته له سره بياکتنه وکړي اود اورګاډو يونوى نظام رامنځ ته کړي.
د ولسمشر بارک اوباما د سپارښتنې پربنسټ اوس د هغه هېواد دترانسپورت  وزارت ساينسپوهان او انجنيران  پر يوې نوې طرحې کار کوي چې که  چېرې  پلې شي، نومسافران به په دې وبريالېږي، څو خورا اوږدۀ واټنونه د الوتکې  په پرتله هم  په چټکۍ سره ووهي. دا نوى او چټکيونى سيستم يې( هايپرلوپ ) نومولى.د هغه چټکتيا په يوۀ ساعت کې له (١١٠٠) کيلومترو څخه زياته ده. يانې د هغه پرمټ تاسوکولاى شئ چې د کندهارڅخه تربلخ  پورې له دېرشودقيقو نه هم په کمه موده کې ورسېږئ. د هايپر لوپ جوړښت داسې اوډل شوى چې د سوارلۍ ډک کپسولونه به د اورګاډي په  څېر د يوۀ لوى ټيوب په منځ کې د هوا فشار پرمټ د ټاکلي منزل په  لورګړندى  پرمخيون کوي.