
ليکونکی : زين الله منلی.
د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ په نومياليو کې ځينې داسې نوميالي شته چې زما پام يې ځانونو ته واړاوه او ومې غوښتل چې د دوي په پېژندګلوۍ خپل زړه خوښ کړم او دا هم کېدلای شي چې زما خپلوان او دوستان هم ورباندې خوښ شي.
هغه وګړي چې زه يې پېژندل غواړم هغوي دا نوميالي وګړي دي چې په تاريخ کې هر يو ځانګړی او ستر اغيز درلودلی دی.
۱- کولمبس کريستوف ( ۱۴۵۱ ع – ۱۵۰۶ ع)
۲- ابوالفتح محمد خان شیبانی ( ۱۴۵۱ ع - ۱۵۱۰ ع)
۳- سوري شېر شاه ( ۱۴۷۲ ع – ۱۵۴۵ ع)
۴- فردیناند ماجیلان ( ۱۴۸۰ ع – ۱۵۲۱ ع)
۵- محمد ظهیرالدین بابر (۱۴۸۳ع – ۱۵۴۰ ع)
۶- لومړی شاه اسماعیل صفوي (۱۴۸۷ع – ۱۵۲۴ ع)
کولمبس کريستوف
کولمبس کريسيوف ( ۱۴۵۱- ۱۵۰۶ ) يو سوداګر و، په ناڅاپي توګه يې د امريکا لويه وچه وموندله.
دې د هسپاينې د کاستیل دسيمې د واکمن له خوا واستول شو چې د لويديز له لوري هندوستان ته لاړ شي.
په ۱۴۹۲ کال کې له درې بېړيو سره د اطلس له سمندر څخه تېر شو او د هندوستان په ځای امريکا ته ورسيد خو دی پوه نه شو چې نوې وچه يې موندلې ده. ده دا نوی موندل شوی ځای سور هند وباله.
کولمبس کريستوف څوک د امريکا زېيښاکګر او څوک يې په امريکا کې د لوېديز د کلتور او فرهنګ ناشر بولي. له اعمالواو چارو څخه يې داسې ښکاري چې دا دا دواړه ځانګړتياوې په کې وې.
کولمبس کريستوف د ۱۴۵۱ ع کال د سپتمبر او یا اکتوبر په مياشت کې زېږيدلی دی. پلار يې دومينکو کولمبو د وړيو سوداګر و او مور يې هم دوړيو د يو سوداګر لور وه. ده درې کشران ورونه او يوه خور درلودله او تر څليرويشت کلنۍ پورې يې ليک، لوست نه و زده.. خو د دې له پاره چې ماڼوشي ليک او لوست يې زده کړل.
په ۱۴۷۷ ع کال کې په پرتګال کې مېشت شو چې له هغه ځای څخه هر لوري ته د سوداګرو بېړۍ تلې راتلې.
د کولمبس کريستوف سفرونه:
د کولمبس کريستوف د سفرونو موخې دا وې چې له هند څخه درملونه او خوشبويه بوټي اروپا ته يوسي او ښه توده ګټوره سوداګري وکړي.
د کولمبس کريستوف په مهال اروپايان اسيايي هند ته په سوداګريزو مالونو پسې تلل او د افريقا له وچې څخه به هند ته راتاوېدل. له لندن څخه تر کراچۍ پورې دولس زره کليو متره واټن و او د هند نورو سيمو ته خوبه لار اوږدې اوږدې لارې وې چې کولمبس هم اړو چې په همدغو لارو يې هند ته تګ راتګ کړی وای. د مصر کانال ښويږد مهدبس کړای وای.
له اروپا څخه هند ته دوه لارې وې چې يوه د «راس اميد» (Cape Of Good Hope) له لارې وه چې د افريقا له وچې څخه به را تاوېدله او بله دوچې لاره وه چې په اروپا يي او اسيايي هېوادونو باندې تېرېدله چې يو مهال ورته د ورېښمېو لاره هم ويل کېدله.
په دې دواړو لارو کې د سمندري او د وچې لارې د غلو او داړه مارو ډارو او په تللو راتللو کې سوداګر له ستونزو سره مخامخ کېدل < شتمنۍ به يې تالا کېدلې.
کولمبس کریستوف د ځمکې په غونډاریتوب باور درلود او دايې باور و که څوک د لوېدیځ په لور په اتلس سمندر کې لاړ شي نو پای به يې داشی چې هندوستان ته به ورسېږي او په امن او ډاډ سوداګري به و کړای شي.
د هسپانيني واکمن او واکمنې دواړو له کولمبس کريستوف سره د ده نظر و مانه. درې بيړۍ يې ورته جوړې او تيارې کړې او د لويديځ په لوري يې هند ته له خپلو ورسره ملګرو د اتلس سمندر له لارې واستاوه.
دا د هسپانيې د ملکې سياسي اغيز او رنګارنګ ګټورې وعدې وي چې ملګرو له کولمبس کريستوف سره دې ستونزمن سفرته غاړه کښېښودله او ورسره روان شول.
د کولمبس او ملګرو سفر یې اوه اونۍ ونيولې. د ده ملګري ماڼو ګان په دې سفر ناخوښ ول او څو واره يې د ده پر ضد په سمندر کې پاڅون و کړ خو ده به بيا هم په خپل مهارت او هوښيارۍ ساړه کړل.
د سپتامبر په شمله ورځ په هوا کې مرغۍ ښکاره شوې او ماڼوګانو ډاډمن شول چې وچه رانژدې شوه. په پای کې يې د اکتوبر په يوولسمه ورځ وچه وليدله او د ۱۴۹۲ ع کال د اکتوبر په ۱۲ ورځ د امريکا په بهاماس ټاپوګانو کې کوز شول. د دوي دغه سفر ۳۵ ورځې ونيولې او دا ځای يې سورهند وباله.
د سيمې اوسېدونکي له دې ميلمنو سره ښه ول. کولمبس په يو ليک کې د هسپانيې واکمن او واکمنې فرديناند او ايزابلا ته د دې ټاپوګانو او اوسيدونکو په باره کې وليکل : «که تاسو دواړه امر وکړئ زه کولای شم چې د دې سيمې وګړي ټول کاستيل ته درواستوم او يا يې همدلته په دې ټابوګانو کې اسير کړم د دوي ټولو د ځپلو له پاره پنځوس کسه بس دي، چې هر کار چې وغواړي ورباندې يې وکړي کولای يې شي. مات او منونکي وګړي دي.»
کولمبس کريستوف د سفر په لومړيو ورځو کې د کيوبا ختيځي سيمې او هايټي ټاپو ګان هم وګټل. کولمبس بېرته اروپا ته د راتللو اراده وکړه او د هغه ځای سيمه ايزو وګړو د مشر «ګواکاناګاري» په سلا یي هلته په هايټي کې پنځه دېرش کسان پريښودل چې بېرته د ده تر ورتللو پورې دوی دلته د کرکيلې چارې سرته ورسوي.
يوه بېړۍ چې پینتا نوميده د جنوري په ۴ اروپا ته راروانه شوه او له ډېرو کړاوونو څخه وروسته اروپا ته ورسېدله دا هغه بېړۍ وه چې له کولمبس څخه نښتيدلې وه. خو له بده مرغه کولمبس د دې په ځای چې په کاستيل کې کوز شي څو مياشتې له پرتګاليانو سره بندي شو. په دې لنډه موده کې د ده د اکتشافاتو خبرونه د هغې بېړۍوالو په واسطه چې له ده څخه نښتيدلي ول خپاره شوي ول. کله چې دی کاستیل ته ورسيد واکمن او واکمنې يې ښه تود هر کلی و کړ.
د کولمبس کرستوف دوهم سفر:
کولمبس کريستوف د ۱۴۹۶ ع کال د سپتامبر په څليرويشتمه دامریکا د سيمه ايزو وګړو د ښکيلاک لپاره له ډېرو بېړيو او له ۱۲۰۰ کسو استعمار ګرو سره امريکا ته لاړ او تر ۲۶ ورځو وروسته دومينيکا ته ورسيد او بيا د شمال په لور روان شو. دا ټاپوګان: ووړآنتيل، ګوادلوپ، مونتسرات، انتيګوا، نوليس، ويرجين او پورتوريکو يې کشف کړل او دا ټول ټاپوګان يې د هسپانيا شتمني و ګڼل ، او بيا هايټي ته د خپلو ملګرو لټولو پسي لاړ. خو څوک يې ونه موندل ځکه چې هغوي له سيمه ايزو وګړو سره په جګړو کې وژل شوي ول. ده په خپله په هغه ځای کې په لنډه موده کې د ټاپو په شمالي غاړه يو ښار ګوټی ودان کړ. ده په دې سفر کې جامايکا هم کشف کړه. کولمبس کرسيتوف خپل کارونه خپلو ورونو ته وسپارل او په خپله د ۱۴۹۶ ع کال د مارچ په لسمه له هيسپانيولا ( هايټي ) څخه اروپا ته لاړ. چې دا دوهم سفر يې هم پای ته ورسېده.
د کولمبس کرستوف دریم سفر:
په ۱۴۹۸ ع کال کولمبس د دريم ځل لپاره امريکا ته لاړ. ده په دې سفر کې هیسپانيولا ته تر رسيدلو د مخه ترينيداد ټاپو وموند (د جنوري ۳۱ ورځ).
هغه هسپانويان چې د ده په تحريک له ډېرو ګټو پسې امريکا ته تللی ول هغوي هلته خوښ نه ول او نوره يې د ده مشري نه منله. کولمبس چې له يوې خوا لهلسيمه ايزو وګړو سره په کړاو اخته و او له بلې خوا ورسره خپل هېوادوال مخالف شول نو ده په خپلو هېوادوالو کې د پا څون د غلي کولولپاره څو کسه وګړي اعدام کړل. هغه وګړي چې بېرته هسپانیې ته راستانه شوي ول، هغوي د ده له لاسه د هسپانيې دربار ته شکايت و کړ او دايې يو بې کاره سړی معرفي کړ. واکمن چې د وګړو د شکايت پلټنه وکړه شکايت په ځای و. واکمن کولمبس او د ده ورو ڼه له چارو ګوښه کړل او ټول يې هسپانيا ته راوغوښتل. کولمبس هڅه وکړه چې بيا کوم ځای او مقام ونيسي خو بريالی نه شو او کوم واک ورنه کول شو.
د کولمبس کريستوف څلورم سفر:
دی د ۱۵۰۲ ع کال د مي په ۹ د څلورم او وروستی سفر په تکل امريکا ته لاړ. ده غوښتل چې له ټولې ځمکې څخه راوڅرخي خو بريالی نه شو او بېرته هسپانيې ته راغی.
د کولمبس کرکيستوف وصيت:
کولمبس کريستوف وصيت کړی و چې دی دې په امريکا کې ښخ کړای شي خو په هسپانيه کې ښخ کړای شو . بيا په ۱۵۴۲ ع کال د ده مړی هیسپانيولا ( هايټی) ته يوړل شو او د دومينيکين په پلازمينه کې ښخ کړای شو.
د اولسمې پېړۍ په پای کې هسپانيې د هیپسانيولا لويديځه برخه فرانسې ته ورکړه او د کولمبس کريستوف جسد کيوبا ته يوړل شو. او کله چې کيوبا آزاده شوه . او کله چې کيوبا آزاد ه شوه. د ده مړی اروپاته راوړل شو او د سويل په کليسا کې ښخ کړای شو.
وايي چې کولمبس کرکسيتوف د لويانو په ډله کې ناست و، يو چا ورته وويل چې تا کوم دومره لوی کار نه دی کړی چې ته دومره ورباندې ناز کوې. دا کار چې تا کړی دی او امريکا دې موندلې ده، دا کار هر چا کولای شو او آسان کار دی.
کولمبس ورته وويل ډېر اسان کارونه وي چې هر څوک يې کولای شي خو ستا په شان وي او فکر يې ورته نه رسيږي، که نه نو هغه کار ډېر آسان وي. زه به تاسو ته اوس د يو اسان کار ووايم که تاسو دا کار وکړ نو زه به هم ستاسو خبره ومنم.
هغه مقابل لوري ورته وويل ووايه دا کوم اسان کار دی چې مونږ يې نه شو کولای.
کولمبس ورته وويل: ستاسو د ټولو په مخکې هګۍ دي هرڅوک چې کولای شي خپله هلې دې په يو سر نېغه ودروي.
ټولو حاضرو وګړو هڅه وکړه خو چا هګۍ په سر ونه درولای شوه او چې وبه يې دروله هغه به بېرته څملاستله. هېچاونه شو کړای چې هګۍ يې پر سردرولې وای، نو بيا يې ده ته وويل چې ځه نو اوس يې ته ودروه.
کولمبس خپله هګۍ واخيستله او په چک يې پرمېز ووهله، هګۍ چیته شوه او پر مېز ودرېدله.
هغوي ورته وويل چې دا خو اسان کار و دا خو مونږ هم کولای شو.
هغه ورته وويل چې زه هم وايم چې اسان کار وي چې د چا فکر ورته ونه رسيږي نه يې شي کولای لکه ما چې هګۍ ته چک ورکړ او ومې دروله. تاسو به هم دا کار کړی وای، هګۍ به ولاړه وه خو تاسو دا فکر نه شو کولای.
په دې ځمکه ډېر په مليونو کلونه تېرشوي دي خو چا د امريکا د موندلو فکر او تکل نه وکړی او چې ما فکر او تکل وکړ دا دی تاسو ټول وينئ چې بريالی هم شوم.
د دې سيمو وګړي به چې کورونو څخه وتل ځانونه به يې په سره رنګ رنګول نو دې سيمو ته سور هند وويل شول. چې چا به ځان نه ورنګ کړی هغه شرمېده چې له کور څخه بهرته و وځي، له کور څخه په لوڅ وتلو نه شرمېدل خو په بې رنګه و تلو شرمېدل.