
له اقتصاد پوهانو څخه لومړی تن مالتوس و چې د نفوسو په پرتله د خوراکي توکو د کمښت اندېښنه ورسره پیدا شوه. مالتوس ویل چې د خوراکي توکو تولید په هغه اندازه زیاتوالی نه کوي په کومه اندازه چې د وګړو شمېر زیاتیږي. په همدې بنسټ داسې وخت راتلونکی دی چې د وګړو زیاتېدونکی شمېر به د غذایي توکو د کمښت سره مخ وي او له همدې امله به خپل ژوند له لاسه ورکوي. د مالتوس د دغه نظریې خوا او شا یو نیم سل کلونه تیریږي خو د غذایي توکو تولید د تقاضا سره موازي روان دی، دا په داسې حال کې چې د نفوس شمېر هم په چټکۍ سره زیات شوی. د دې تر څنګ په ځینو اروپایي او عربي هېوادونو کې ډیری خوراکي توکي له خوراک څخه پاتې او ضایع کیږي.
مالتوس دا خبره په پام کې نه وه نيولې چې د تولید او کښت نوې ټیکنالوجي کولای شي د ځمکو حاصلات لوړ او یا هم په مصنوعي ډول د خوراکي توکو بیلابیل ډولونه تولید کړي.
دلته دا خبره هم باید په پام کې ونیول شي چې د تولید نوې ټیکنالوژي به تر یوه وخته د خوراکي توکو تقاضا پوره کړای شي خو بیا هم داسې وخت راتلونکی دی چې هېڅ شی به و نه شي کولای تر څو زیاتیدونکي نفوس ته خوراکي توکي برابر کړي. که د مالتوس تیوري تر دا مهاله ریښتوني نده ثابته شوې نو په راتلونکې کې یې د ريښتینولۍ څخه ډار پکار دی. د لاملونو څخه یې دلته لنډه یادونه کوو.
لومړی دا چې د مالتوس د نفوسو د ډېرښت د تیورۍ پر بنسټ د نړۍ د نفوسو شمېر په چټکتیا سره زیاتیږي. د یو اټکل له مخې هر کال د نړۍ نفوس د ۶۰ څخه تر ۷۰ میلیونو پورې زیاتوالی کوي. د همدغه اټکل پر بنسټ، نن که د نړۍ د وګړو شمېر اوه میلیارده دی، څو لسیزې وروسته به یې شمېر تر لس میلیارده ورسیږي. د دې تر څنګ د کښت وړ ځمکه د بیلابیلو ګواښونو لاندې ده، د بیلګې په توګه طبیعي آفتونه لکه سېلاب، باران او نور. بل هغه ګواښ چې کرنیزو ځمکو ته ور پېښ دی، نړیواله تودوخه ده، دغه تودوخه به ډیری ځمکې له کښت څخه وباسي.
پوهیږو چې ځمکه په حاصلاتو کې د نزولې بهرې د قانون تابع ده. په دې مانا چې تر یو بریده کولای شو د پرمختللې ټیکنالوجۍ، مسلکي کاري ځواک او نورو په وسیله د ځمکې حاصلات لوړ کړو خو لکه مخکې مو چې یادونه وکړه؛ داسې وخت راتلونکی دی چې پر ځمکه باندې اضافي لګښتونه او نوې تکنیکونه د ځمکې د حاصلاتو د زیاتوالي سره مرسته نشي کولای.
زموږ د هېواد په څېر په مخ پر ودې هېوادونو کې خبره سرچپه ده، ځکه موږ له دې امله د خوراکي توکو د کمښت سره نه یو مخ چې ګویا تولیدي ټیکنالوجي مو د خوراکي توکو په تولید کې پاتې راغلې بلکې موږ د هغه هېوادونو په کتار کې یو چې لا تر اوسه مو د خوراکي توکو د تولید لپاره د ډېرې ساده تولیدي ټیکنالوجۍ څخه هم ګټه نه ده اخیستې. موږ د خوراکي توکو د تولید ظرفیت لرو خو تر اوسه مو د نوموړو توکو د تولید لپاره خپلې تولیدي منابع لکه کرنیزه ځمکه او نور نه دې استخدام کړي.
د خوراکي توکو د کمښت له امله د نوموړو توکو بیې لوړیږي چې دا چاره ډیری وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ساتي. د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د نوموړو توکو د کمښت له امله رامینځته کیږي ځکه خو غواړو په لنډ ډول د خوراکي توکو د کمښت په لاملونو وغږیږو.
یو له دغه لاملونو څخه د نفوسو ډیروالی دی چې مخکې مو ترې یادونه کړې. د دې تر څنګ د خوراکي کرنیزو توکو تقاضا ارتجاعیت نه لري، ځکه ډیری کرنیز محصولات په کال کې یو ځل کرل کیږي او د دې لپاره چې ځمکه یو ځل بیا د نوموړو محصولاتو کښت ته تیاره شي باید انتظار ورته وویستل شي. زمونږ د هیواد په څېر په ډیری مخ پر ودې هیوادونو کې کوچني بزګران په کرهڼه بوخت وي چې هغوی دومره توان او پانګه نه لري چې خپله کرهڼه میکانیزه کړي او هلته د کرهڼې د پرمختللې ټیکنالوجۍ او ماشینونو څخه کار واخلي. همدا لامل دی چې د بیو د لوړوالي سره سره بزګران نشي کولای چې د خپلو محصولاتو د عرضې اندازه لوړه کړي.
څنګه کولای شو د خوراکي توکو د کمښت مخنیوی وکړو؟
د خوراکي توکو د کمښت د پوره کولو تر ټولو لویه وسیله د هغه هیوادونو څخه د مرستې تر لاسه کول دي کوم چې د خوراکي توکو اضافه تولید لري. د خوراکي توکو د مرستو تر لاسه کول هم د نورو اقتصادي مرستو په څېر ځینې زیانونه لري. د بیلګې په توګه، په اوږد مهال کې دغه چاره د کرهڼې د سکتور د پرمختګ مخنیوی کوي یعنې بهرنۍ مرستی کورنی سکتور دې ته نه پریږدي چې په اوږد مهال کې د خوراکي توکو زیاتې شوې تقاضا ته ځواب ووایي. همدارنګه دا کار د خوراکي توکو بیې را ټیټوي چې له امله یې کورني بزګران زیان ویني.
دولتونه باید بزګرانو او کرنیز سکتور ته بلا عوضه مرستې یا سبسایډي ګانې ورکړي تر څو هغوی په خپل تولید کې له پرمختللې ټیکنالوجۍ د کارولو له لارې د خوراکي توکو د تولید کمښت پوره کړي. د دې لپاره چې بزګران په بلا عوضه مرستو روږدي نشي، غوره دا ده چې دولت په غیر مستقیم ډول د هغوی لاسنیوی وکړي. د بیلګې په ډول هغوی ته د اسانه او کم لګښته پورونو برابرول. د زیربنا جوړول تر څو هغوی په اسانۍ سره وکولای شي خپل توکي بازار ته عرضه او یا یې هم نړیوال بازار ته عرضه کړي.
د شاړو ځمکو ابادول او خړوبول هم د کرنیزو خوراکي توکو د تولید په زیاتوالي کې مهم رول لري.