
د ژوند د هرې برخې په څېر په کاروبار کې هم د چاپیریال پر اغېز سترګې نه شي پټېدای. په هغو ټولنو کې چې خلک یې له کاروبار سره مینه لري د پرمختګ او ښه کاروبار د رامنځته کولو شونتیا ډېره وي. د مشرانو دنده هم مهمه ده. په ډېری مواردو کې اولادونه خپلو پلرونو ته د ایډیالونو په سترګه ګوري او هغه کار ترسره کوي چې مشران یې ورباندې بوخت وي. سري پرکاش لوهیا هم له خپل پلاره په الهام اخیستو کاروبار پیل کړی او نن یې له برکته میلیاردر دی.
پرکاش د ۱۹۵۲ زېږدیز کال د اکېسټ په ۱۱ نېټه د هند په کلکته کې زېږېدلی دی. له لومړنیو او منځیو زده کړو وروسته د ډیلي پوهنتون ته کامیاب شوی دی. نوموړي د دغه پوهنتون د سوداګرۍ په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړې دي. وروسته یې کورنۍ په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې اندونیزیا ته کډواله شوې ده. پلار یې په اندونیزیا کې د جامو یوه کوچنۍ سوداګري پیل کړه. پرکاش هم د پلار پر پله پل کېښود او په ۱۹۷۶ کال کې یې د « Indorama Synthetic» په نوم یوه کمپنۍ جوړه کړله. دې کمپنۍ په لومړنیو وختونو کې مصنوعي کتان رختونه تولیدول. کمپنۍ تر ۱۹۹۱ زېږدیز کال پورې د خپلو تولیداتو ساحه نوره هم پراخه کړه او د یو شمېر نورو توکو تولید یې هم پیل کړ.
اېنډورما ته په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د هند ولسمشر د « Pravasi Bharatiya Samman» په نوم جایزه هم ورکړه.
دا کمپنۍ اوس پر یوه کارپورشن بدله شوې چې د پیټروشیمي توکو په تولیداتو کې مشهوره ده. د پرکاش کارپورشن د هغو توکو چې د پلاستیکي بوتلو په تولید کې تر ګټه پورته کې په افریقا کې دویمه ستره تولیدونکې ده. پرکاش چې فوربس د پلاستیک د پاچاه په توګه یاد کړی د مالیزیا د یکبار مصرف دست کشو په کمپنۍ کې ۲۷۹ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.
ده د خیریه چارو په لړ کې د جاکارتا په لوېدیځ کې د اېنډورما په نوم د انجنیرۍ پر یوه پوليتخنیک شپږ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.
ده د مخکښ هندي میلیاردر لکشمي مېټال له خور سیما سره واده کړی او له هغه څخه دوه اولادونه لري. زوی یې امېټ چې په پنسلوانیا پوهنتون کې یې زده کړې د کمپنۍ منېجېنګ ډایرکټر دی او په سنګاپور کې ژوند کوي. د شورټي په نوم لور یې په باب کالج کې زده کړې دي.
پرکاش لوهیا له دې کبله هم مشهور دی چې د لرغونو کتابونو او د سنګي کتیبو یو ستر کلسون لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د سري پرکاش لوهیا پانګه سږ کال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده چې په دې توګه یې د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۲ ام او په اندونیزیا کې شپږم مقام خپل کړی دی.
نوموړی چې د اندونیزیا تابعیت لري اوسمهال د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې ژوند کوي.