
ایمن ډبلیو، پورټر وايي، چې هڅې، رضایت او کارکړنې سره برابر نه دي.
هڅې حتما د ښو کارکړنو لامل نه ګرځي. د دوی ترمنځ توانايي او نورې ظرفیتي ځانګړنې رول لري.
یوڅوک ډېر کوښښ کوي، شپه او ورځ کار کوي، خو د کار توان نه لري او نتایج( کارکړنې) یې ښې نه دي. طبعا د ناسمو نتایجو تر شا نا رضایتي هم موجوده وي. ډېر کسان، چې شپه او ورځ سخت کار کوي او په دفتر او اداره کې تر نیمې شپې پاتې کیږي، ګیله کوي، چې مسوولان او مدیران یې له کاره خوښ نه دي. ضد ورسره کوي، یا دده کار او زحمت ته په ارزښت قایل نه دي. مساله برعکس ده. د دغو کسانو کار او زحمت له تمې سره سم نتایج نه ور کوي، ځکه په دوی کې د کار وړتیا او هغه ظرفیت نشته، چې مدیران یې په لټه کې دي.
څومره، چې د کار نتایج منفي وي، نارضایتي ورسره زیاتیږي. که سړی ښه او د پایلې او نتیجې وړ کار کوي، رضایت هم ترلاسه کوي.
ځینې کسان کارکړنې له کاري رضایت سره تړي. په ځینو مواردو کې دا مساله ثابته شوې، خو په ډېرو مواردو کې سر نه خوري. یو څوک له خپل کار نه رضایت لري، خو توان یې نه لري او دغه ناتواني د ادارې د نارضایتۍ او له کاره دده د ناخوښۍ لامل ګرځي. څومره چې خپله انرژي مصرفوي، مصرف یې هدر ځي. د ادارو په پرمختګ او وده کې کاري رضایت خورا مهم دی. دغه رضایت باید دوه اړخیز وي، ځکه یو اړخیز رضایت نتیجه نه ور کوي.
کنټرول او ارزونه د هر کار مهمه برخه ده. کار باید په خپل وخت کې کنټرول شي او تر یوه او دوو کسانو محدود نه شي. ځینې مدیران د خپلو کارکوونکو کار او کیفیت مقطعي کنټرولوي، خو دا نتیجه نه ور کوي. د کنټرول او نظارت چاره باید دایمي وي. په کنټرول کې عوامل او علتونه لټول کیږي او د ستونزو حل لارې لټول کیږي. یو مشکل ، چې همدا اوس موجود وي، باید درک شي او پر حل یې کار وشي، ځکه د وخت په تیریدو سره غټیږي او له کنټروله وځي.
کنټرول د هرچا کار نه دی، ځکه دې چارې ته متخصص کسان په کار دي. د کنټرول هدف کله هم دا نه دی، چې یوڅوک ستاسې په واک کې وي او ستاسې له اجازې پرته څه ونه کړي. د کنټرول هدف د چارو سمول او بهبود دی. څومره، چې په یوه اداره کې داخلي کنټرول قوی او منظم وي، هومره اداره ورسره بریالۍ وي. په دې سره په اداره کې د انحراف مخه نیول کیږي او په دندو کې نظم او ډسپلین رامنځته کیږي. (ژباړه)