تامارا ګوېسټاسون؛  د پالېک ستورج ستره ونډه واله

 
 
په هره ټولنه کې د اقتصادي پرمختګ او ښه کاروبار لپاره ګڼ فرصتونه شته ؛ خو مهم د دغو فرصتونو تشخیص دی. هغه کسان چې غواړي ښه کاروبار ولري دغه ډول فرصتونه د دقت په مرسته تشخیصولی شي. د امریکایۍ تامارا ګوېسټاسون پلار د همداسې یوه فرصت تر تشخیص وروسته کاروبار پیل کړی چې له برکت یې اوس دی او لور دواړه میلیاردران دي.
د بلومبرګ اقتصادي چینل د معلوماتو له مخې بي وین هیوز په تکزاس ایالت کې د موټر چلولو پر مهال یوه ګودام ته متوجه شو. ده موټر ودراوه او ګودام یې له نږدې وکوت چې ډک دی. له ځان سره یې فکر وکړ چې همدا د پانګونې لپاره یو غوره فرصت دی.
له دې کبله چې ډېرې پیسې یې نه درلودې، خپل کورته په څېرمه سیمه کې یې له یوه کوچني ګودام څخه کاروبار پیل کړ. د همدې کاروبار د پراختیا لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. د هیوز د هڅو په پایله کې له یوه کوچني ګودامه دغه پیل شوی کار اوس د پابلېک ستورج په نوم پر یوه ستره کمپنۍ بدل شوی دی. دغه کمپنۍ چې په لومړنیو وختونو کې یې کاروبار یوازې د ګودامونو تر کرایې ورکولو پورې محدود و اوس، د املاکو، کورونو او جایدادنو په برخو کې پراخ فعالیتونه لري.
پابلېک ستورج چې په ۱۹۷۱ کال کې له یوه ګودامه پیل شوې اوس د امریکا د متحده ایالتو او اروپا په ۲۲۰۰ بېلابېلو موقعیتونو کې ګودامونو لري. د دې ترڅنګ یې زرګونه کورونه په کرایه ورکړي دي.
تامارا ګوېسټاسون په ۱۹۸۳ کال کې د سویلي کالفرونیا له پوهنتون څخه فارغه شوې ده. دې وروسته له خپل پلاره سره کار پیل کړی او تر ۲۰ کاله کار وروسته د کمپنۍ تر مرستیالۍ رسېدلې ده. نوموړې په ۲۰۰۳ کال کې په کمپنۍ کې خپله دنده له دې کبله پرېښودوله چې خپل اولادونه وروزي. وروسته یې بېرته د بورډ د غړې په توګه په ۲۰۰۷ کال کار پیل کړ.
تامارا په پابلېک ستورج کمپنۍ کې د خپلې کورنۍ تر ټولو سرته ونډه واله ده. نوموړې په دې کمپنۍ کې ۱۱ سلنه ونډې لري او د ټولې کورنۍ ونډې یې ۱۶ سلنه دي. تامارا د دې ترڅنګ د «American Commercial Equities Management, LLC» مالکه هم ده.
دا به امریکا کې د خیریه میلیاردرانو له ډلې شمېرل کېږي. د نوموړې خیریه چارې تر ډېره پر زده کړو، وقایې او طبي څېړنو متمرکزې دي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې تامارا ګوېسټاسون اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۸ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې او ۱۶۹ ځای لري.
دې د ایریک په نوم له یوه هنرمند سره واده کړی او له هغه څخه دوه اولادونه لري. تامارا اوسمهال په کالفرنیا کې ژوند کوي.
فوربس مجلې د نوموړې انځور نه دی خپور کړی؛ خو د پسټ لکسري لایف او سوسایټي نیوز په نوم وېپباڼو په همیانۍ کې خپور شوی انځور د تامارا ګوېسټاسون بلل دی.
 
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې