چينايى ( وان هو) د نړۍ لومړنى ستورمزلى!

 
انسان يو تلوسمن او پلټنګر موجود دى. د (١٥٠٠) زېږديزکال د اکتوبر مياشتې په نيمه يي کې د هغه مهال چين دولت يو جګپوړي چارواکي (وان هو) تشيال ته د يوې ازمېيښتي الوتنې په ترڅ کې خپل ځان بايلود. د درېيو سرچينو ليکنو د (وان هو) شخصي ليکاند (منشي) د لاسليکنو ( يادښتونو) څخه په اخځ ليکلي چې نوموړى ازمېيښت په دغو درېيو  ورځو کې:(د ١٥٠٠ کال د اکتوبر په  ٦ شپږمه، ١٣ديارلسمه او ياهم ١٥پېنځلسمه نېټه ترسره شوى دى.
د (وان هو) ليکاند په خپله تشيا ته د توغېدا لړۍ پرمهال حاضر ؤ. د هغه  لاسليکنو اوس کتابي بڼه غوره کړې او په انګلېسي  ژبه هم  ژباړل شوى دى. د ( وان هو) تشيا ته د تګ له تلوسمن او نوښتګر اقدام څخه وچ (٥٠٣) کاله وروسته د چين ولسي جمهوريت په همدې وياړ د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر پر ١٥مه نېټه د چيني مغولستان د ( ګبي ) دښتې په وخت د سهار په (٩) بجو ٣٨ کلن پيلوټ ډګروال ( يانګ لي وي ) د ( ٥ نمبر تشيالي بېړۍ ) پرمټ د ځمکې چورليځ ( مدار) ته  واستاوۀ او د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر پر١٣مه نېټه په هماغه وخت دوه  نور چينايي ستورمزلي تشيال ته واستول شول چې ترڅو اونيو پورې د ځمکې غونډاري ( کُرې ) پر چورليځ  چورلېدل .
راتلونکى بل ازمېيښت به په چورلټه د اکتوبر شپږمه نېټه وي، ترڅو له  هغې پېښې سره اړوند (٣) واړه ورځې له سره يوځل بيا نوې شي، هغه چې د لمريز او زېږديز کليزونو پر بنسټ ښودل شوې دي. د چينايانو کليز سپوږميز کال دى. بايد په دې  پوه شو چې چينايانو دوه زره کاله پخوا باروت اختراع کړي وو او د هغوى له ځواک څخه يې يوازې د جشنونو په اورلوبو کې ګټنه کوله. خو ايټاليايي  سيلاني مارکوپولوپه چين کې دخپلې استوګنې پرمهال هغوى په څيرسره وکتل، وپلټل، ؤازمېيل او د چمتوکونې  رَوده (طريقه) يې د خپلو خاطرو په کتاب ( سفرونه ) کې وليکله او اروپايانو ته يې ورزده کړه.  اروپايانو له باروتو څخه په ګټنه ټوپک، توپ او توغندي جوړ کړل، بيايې د نړۍ نورو ولسونو ځمکې او ټاټوبي د ښکېلاک او زبېښاک  په موخه ترخپلې ولکې لاندې راوستل او لاهم  تراوسني پېره  پرنورې نړۍ د برلاسي او لوړتيا روحيه  و احساس لري.
په هغه ورځ (وان هو)، (٤٧) اووۀ څلوېښت د باروتو ډک نلګوټي د يوې لويې څوکۍ چاپېره وتړل چې د يوۀ توغندي په بڼه يې چمتو کړي وو. په داسې حال کې چې دوه بادېوه وزمه  کوڅرونه يې په لاسونو کې نيولي وو، په څوکۍکې کېناست او له خپلو نوکرانو يې وغوښتل چې هغه په څوکۍ پورې ټينګ  وتړي او بياپه يوار د باروتو  لاندې د اور لمبې کړي. د هغه ليکاند او د ( پېښې ليدونکى او ليکونکى ) چې خپله يې هم د توغېدا په عملياتو کې ګډون درلود، ليکلي دي : ( د نلګوټو لاندې د باروتو چاودنې له امله د اورلمبې اوچتې شوې او يو خورا زورور او ترهور غږ واورېدل  شو چې موږ ټول يې کاڼه کړو. څوکۍ مخ  په بره آسمان ته ولاړه او د سترګو په رپ کې له نظره ورکه شوه. خو هغه نه دي ليکلي چې ارباب ته يې څه ور ؤپېښېدل. ( مېنګ ) ګانو د (١٣٦٨ څخه تر ١٦٤٤) زېږديزکاله پرچين حکومت وکړ. د هغوى د دربار ليکاند ( د چين سپوږميزکليز سره سم ) د دې  ورځې لاندې ليکلي، د شپې مهال مو د ( وان هو ) د بدن  ټوټې را ټولې کړې چې د دښتې د سال ( رېګ ) په څېر وړې _ وړې شوې وې او د پېښې په اړه موکټ مټ امپراتور ته  خبر ورکړ.ډګروال ( يانګ لي وي ) د٢٠٠٣ زېږديز کال د اکتوبر پر ١٥ مه نېټه د ( ٥ نمبر تشيالي بېړۍ ) پرمټ د ځمکې چورليځ  ته  ولاړ. نوموړي په خپل لومړني پيغام کې وويل چې هغه هيله من دى، ترڅو د چين خپلواکي بخښونکي پوځ  ته  وياړونه  وپنځوي. چينايي چارواکو د ٢٠٠٥ کال داکتوبرد١٣مې نېټې له ازمېيښت نه وروسته وويل چې د دوى بله  موخه به  سپوږمۍ او نورو سيارو ته د ستورمزلو استول او د هغوى  ولکه کول  وي. پردې سربېره به د ځمکې په  چورليځ  کې يو دايمي تشيالي تمځى هم  جوړ کړي.
                                                                                                       فضل وزير هيله من