
شلمه او يوويشتمه پېړۍ په بشري تاريخ کې دساينسي پرمختګ سليزې دي، ځکه،چې په دغه موده کې پلټاند او تلوسمن انسان نه يوازې د ځمکې پرمخ په بېلا،بېلو ډګرونو کې پرمختګونه وکړل، بلکې د بهرنۍ تشيا د نيواک او تسخيرپه لوريې هم اغېزمن ګامونه واخېستل. د نړۍ اوپينۍ ترمنځ يې بې پايه غځېدلي تنابونه وشلول او لاهم په دې برخه کې په ستړياوتې هڅه اوهاند بوخت دى. له شک پرته، چې د پينۍ په دې ويړه او پراخه ورشو کې په زرګونو او مېليونونو ستورټليزونه شته دي، چې هرستورټليزيې په خپل لړمون کې په مېليونو ستوري او سيارې لري.
د ستورټليزونو په دغه ټولګه کې يوهم د اس ترپ ستورټليز دى، چې په يوه رڼه شپه کې يې سپين پل له ورايه په ځلانده بڼه ښکاري او دمعمول سره سم د شمال څخه د سوېل په لور غځېدلى پروت دى. نويو تشيالي پلټنو اوڅېړنو وښوده، چې د اس ترپ ستورټليز، چې ځينې پښتانه يې د آسمان لار يا دشيدو لار هم بولي، په خپل جوړښت کې ټولټال (١٨) مېليونه ستوري او سيارې لري. په دغه ستورټليز کې په هرو (٥) ستورو کې يوه (١) هغه يې سياره ده. په دې ستورټليزکې هرستورى زموږ د لمريزغونډال (نظام) د لمر په څېر په خورا لويه کچه رڼا او تودوخه لري، نوځکه خو ډېرى سيارې يې په خپل ګاونډ کې د لمروزمه ستوري په مدار چورلي او دې چارې د نوموړي ستورټليز په اړوند سياروکې د ژوند په موخه وړ شرايط اواسانتياوې منځته راوړي دي. د اس ترپ په ستورټليز کې (٨) مېليونه سيارې دي، چې ډېرى يې په هغو کې د ژوند لپاره جوګه دي . د يادؤنې وړ ده، چې دا يوه خورا لويه ساينسي او تشيايي پرمختيا او پراختيا ده، چې په بې پايه پېنۍ کې يې ستورپوهانو او تشيالپوهانو ته د پلټنې اوڅېړنې په موخه يوه نوې کړکۍ پرانېسته.