
سپين ږیری تره مې نن سبا له خبرو وتلی دی، له ځايه نه شي پورته کیدای، عمر يي تر سلو څو کلونو اوښتی دی، خو زه يي له ماشومتوبه بیا تر ځوانۍ پورې ډيرې خبرې په ياد لرم، زه يي ښونځي ته بیولی یم، جومات کې يي ملا ته کينولی یم، څو کاله مو ګډه دوکانداري سره کړې،تر دوو کلونو ډير يي را باندې غواوې او پسونه څرولي دي، خو د ستړي ژوند ډيرو سړو او تودو مو تره ته ډير څه ور ښودلي دي، د ده ډيرې خبرې مې ليکلي دي ځينې مې ثبت کړي دي، او ځينې مې په حافظه کې دي، زما ددې تره په هره خبره کې د خندا تر څنګ ستر پند هم پروت دی، هڅه مې پیل کړې چې د ده ټولې خبرې وليکم، او له همدې لارې يي له ټولو مينه والو سره شریکه کړم، ځکه زموږ سپين ږيري چې نن ژوندي دي نو ژوندي کتابونه يي بللی شو، خو سبا چې نه وي بیا به افسوس کوو.
روب داب:(۱)
په اوياوومه لسيزه کې چې نوی په کندهار کې د طالبانو يا زموږ د تره خبره د دين د پتنګانو او اسماني ملکو، د راتګ آوازه خوره شوې وه، زموږ په چم کې هم اوو تنظميونه په واک کې و تر کلي کوز او بر مو د جمعيت اسلامي قومندانان ديره و، تر کلي ور ها خوا د ختيځ لوري ته بیا د اسلامي حزب راج و، او په ډيرو کمو کورونو کې د حضرت صیب، سياف، محمد نبي محمدي، پيرصیب او نورو تنظيمونو کسان هم و خو دوی يوازې په دې خوښ و چې تنظيمي خلک دي نور يي څه له وسه نه و پوره يانې کوم پاټک يا بل څه يي نه درلودل، څو ورځې په ډيرو کليو کې ډنګ اوازه وه چې د شپې کورونو ته لوټي لويږي خلک وارخطا و په اړه يي خبرې ډيرې کيدې خو لامل يي نه و معلوم، تر دې وروسته د غلاوو خبره توده شوه، د غلا له خبرې سره سم په ډيرو کورونو کې پيرې کيدې، موږ هم چې په يوه ستره کلا کې درې کورونه يانې يو زموږ، او دوه مو د ترونو ژوند کاوو، په منځ کې يي ديوال نه و، ستره کلا وه، او د څلورو دیوالونو بیخ ته قطار خونې جوړې شوې وې، پیره کوله، څو شپې مو پیره وکړه، هلک توب و او تر پيرې به په دې ډير خوښ و چې په بام به ناست و او له بامه به مو په توره شپه کې د خپل کلی او چم ننداره کوله او په دښته کې به مو د څراغونو راښکاره کيدل او بیرته مړه کيدل لیدل.
څو شپې مو پيره وکړه، خو پیره مو د شپې له لسو بجو هاخوا نشوای کولای، په بامونو به ويده شو، يا به چې ساړه شو، را کښته به شو او کرار به چيرې ډډ وا وښتو، تره مو چې عمر يي په دې ډول هسکو ټيټو کې تیر کړی و، تل به يي د حويلۍ په منځ کې ناره کړه:« ميندانو ويښ یی که ويده». ډير کم به زموږ غږ پورته شو چې ويښ يو،ځکه هغه به شعوري ويښ و او موږ به له مستي څو شيبې ويښ ناست و.
يوه شپه چې سپينه سپوږمۍ وه، تره مو بام ته را و خوت او خپل غټ ټوپک يي چې ده به ورته « څکر » وايه، را اخيستی و او د کلا يو او بل سره ته ولاړ او بیرته راغی، زموږ د کور د قبلې لوري ته لويه لاره تیره شوې، دې لارې ته يي ځير ځير وکتل او په څه شي يي سترګې ولګيدې، ټوپک يي په دیوال ورته کيښود، خو څو شيبې منتظر شو، ډز يي ونه کړ، ما ژر ور منډه کړه او ورته مې وويل:
ـ لالا څه کوې ډز ونه کړې، خره ده، ګوره.
تره مې ترخه خندا وکړه په سر يي لاس را تیر کړ، او ډز شو خره يي و ويشته، له ډز سره سم يي مشر زوی ته وویل: ځئ نور کرار ويده شی،هيڅ خبره نشته.
ما ورته وويل چې لالا څنګه خبره نته، موږ پيره کوو، او خره دې ولې و ويشته؟
په خندا يي وويل: زويه څه يي کوې، د خرې بیه دوه زره روپۍ ده، چې د هرچا وي سبا به يي څيښتن پيدا شي تاوان به ورکړم، خو ډزونه مې ددې لپاره وکړل چې شپه ده ډيره ناوخته او خلک مې په دې پوه کړل چې موږ هم ويښ يو او که دې خوا ته را تاو شي نو سر به وخوري. نور به که خدای کول څوک چپ هم درته را ونه ګوري، ځئ ويده شی او خپلې ..... اچوئ، بس په ټوله منطقه کې مې درته روب داب وچاوو.