دجېلي فېش کب (سمندريناوې)

 
د جېلي فېش کب په نړۍ کې هغه يوازېنى موجود دى چې تلپاتې عمر لري او هېڅکله نه مري. دا ژوى ښايي هغه يوازېنى موجود وي  چې تلپاتې ژوند لري. لکه څرنګه چې دا سمندري  ناوې کولاى شي، څو د بوډاتوب په  وروستي پړاوکې يو ځل بيا خپله بڼه بدله کړي او د خپل ژوند لومړني پړاو ته ستنه شي، نو ښايي چې ددې ژوي د اوږد عمرلپاره هېڅ طبيعي پاى شتون ونه لري. ساينسپوهان وايي چې ( Hydrozoan Jelly Fish ) هغه يوازېنى موجود دى چې کولاى شي، په زمان کې په ځلونو_ځلونو شاتلون وکړي او يو ځل بياله نوي سره خپل د غوښې پړسوبي حالت ( د ژوند لومړنى پړاو) ترلاسه کړي او وزېږي. پوهان هڅه کوي،څو په دې وپوهېږي چې دا ژوى څنګه خپل د بوډاتوب بهير په معکوس حالت بدلوي. دا ژوى يو خېل خوږمن زهر هم لري چې د ښکار په موخه ترېنه ګټنه کوي او کله ناکله  خطرناکه هم  وي. لکه څرنګه چې دا ژوى هېڅ نه مري، نو په سمندرونو کې د هغوى شمېر ورځ  په ورځ د زياتون په حال کې دى.