اکسولوټل _ Axolotl (لاريونى کب )

 
 





Axolotl, Mexican Walking Fish
اکسولوټل (لاريونى کب) يو هغه عجيب موجود دى چې کولاى شي خپل  زړۀ هم بياترلاسه کړي. لاريونى کب د مخلوقاتو په منځ کې د خپل بدن غړو د ترميم او رغون له کبله ډېر زيات شهرت لري.
هغه کولاى شي چې، د خپل بدن زيانمنې برخې بياورغوي او هم غوڅېدلي غړي بېرته خپل بدن ته ورزيات کړي. د هغه د بدن ټول بنسټيزغړي لکه: زړۀ، ينه، پښتورګي او همدا شان نورغړي لکه : لاس، پښې او لکۍ د بيارغون او زياتون وړ دي. لاريونى کب يو ناپېژاندى کوچنى مخلوق دى چې،په ولس کې د يوۀ کورني ژوي په توګه ډېرزيات ګرانښت لري.
دا ژوى د (مکسيکويي لاريوني کب) په نوم خورا ډېرشهرت لري، ځکه د نورو کبانو پرخلاف د څلوربول په څېرپه پښو حرکت کوي. اکسولوټل لکه د چونګښې او غټې چونګښې په څېردوه ژواکى (ذوحياتين) ژوى دى. د معمول سره سم د دوه ژواکو ژويو نسل په دې ډول سره ډېريږي چې،هغوى لومړى هګۍ اچوي، هګۍ په نوزيږي پونګاړي ( لاروا_ Larva ) بدليږي او بياهم پېلستيا( بلوغ ) ته رسيږي. په داسې حال کې چې لاريونى کب ټول عمر پونګاړي ( لاروا) پاتيږي او که چېرې وده وکړي، نوبياهم ژڼيتوب ( بلوغ ) ته نه رسيږي. لاريونى کب د يوۀ بل مکسيکويي ژوي اورمږک (سمندر) سره نېږدې خپلوي لري. لاريونى او اورمږک دواړه دوه ژواکي ژوي دي، خو اورمږک په وچه کې ژوند کوي او لاريونى کب بيا په بشپړه توګه اوبو مېشتى ژوى دى. هغوى دواړه سږي لري، خو د تنفس اصلي سرچينه يې د سږو اوبه دي چې ددوى بدن په اوږدو او د پوټکي په منځ کې شتون لري او زياتره له همدې اوبو نه تنفس کوي. لاريونى کب يوازې دوې _ درې ورځې وروسته يوځل خوراک ته اړتيا لري. هغه د چونګښو له نوزېږو چيچيانو(د چونګښې پونګاړي)، چينجيانو او کوچنيو کبانو نه خپل خوراک کوي. همدارنګه وړه شوې اومه غوښه هم خوړلى شي.