
دویمه او وروستۍ برخه
غازي امان الله خان د ۱۹۲۸ ميلادي کال د مارچ د مياشتې د۲۱ مې نېټې تر غرمې وروسته د سويندن (Swindon) د اورگاډو د ماشينونو د سترې کارخانې څخه ليدنه وکړه او د دويم چارلس د پاچا د ۶۰۰۵ شمېرې د نوي اورگاډي د جوړولو چارې يې وکتلې.
د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې په راپور کې راغلي چې «پاچا امان الله خان د اروپا د سفر څخه وروسته د امريکايي، فرانسوي او جرمني کمپنيو نمايندگان د لويو لارو او اورگاډو د پټليو د سروې لپاره کابل ته رابللي او اوس اعلان شوی چې د برلين د لنز Lenz شرکت، د افغانستان د ټولو لويو لارو او عمومي اورگاډو د جوړولو او عملي کولو د تړون گټونکی ټاکل شوی دی.»
د اورگاډي نړيوالې خپرونې Railway Gazette Internationalد افغانستان د اورگاډي د پروژې تر سرليکې لاندې د ۱۹۳۰ کال د نومبر د مياشتې په ۶۸۶ مخ کې وليکل چې «د اورگاډي لومړۍ برخه چې جرمنيان يې جوړوي، جلال آباد له کابل سره نښلوي. په پاې کې به د اورگاډې دا ليکه په پېښور کې د هند د اورگاډي له ليکې سره وصل او تر هغې وروسته به لهکندهار او هرات سره د کابل د نښلولو ليکې جوړيږي.»
د انگريزانو د استخباراتو ۱۱۷ گڼه راپور د ۱۹۲۸ کال د سپتمبر د مياشتې په اتلسمه نيټه څرگندوي چېد زحروف باسيل Zaharoff Basil تر مشرۍ لاندې د فرانسې د وسلو د خرڅولو سنديکا موافقه کړې ده چې د کابل نه کندهار تهاو تر هغې وروسته هرات ته د اورگاډي د سروې کار به د ۱۹۲۸ کال په دوبي کې پيل شي. تر هغې وروسته د مايکل کليمينسو ( Michel Clemenceau) او ( Pierre Makecheef) پیری مکيچيف تر رياست لاندې د انجينيرانو يوه ډله کابل ته وبلل شوه. په همدغه استخباراتي راپور کې راغلي دي چې د انگريزانو استخباراتو ددغو دوو کسانو سره جوړ جاړي ته رسيدلي او له هغو نه يې غوښتنه کړې چې ددې سروې د چارو او پرمختگ په هکله بريتانيا ته معلومات ورکړي. دغو دوو کسانو د سپتمبر په مياشت کې په پاريس کې د برئتانيا سفارت خبر کړ چې د کابل او هرات ترمنځ سروې بشپړه شوې ده.
مايکل کليمينسو د ۱۹۲۹ کال د فبرورۍ په مياشت کې ددغه فرانسوي قرارداد د بشپړولو لپاره بيا کابل ته ستون شو، خو دا وخت حالات بدل او ناوخته شوې وه. ځکه چې د انگريزانو دسيسې بريالۍ او غازي امان الله خان د ۱۳۰۷ لمريز کال د جدي د مياشتې په ۲۴ مه نېټه (د ۱۹۲۹ ميلادي کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه) د سلطنت نه استعفا او يو لږ شمېر وزيرانو او سلاکارانو په ملگرتيا د موټر په وسيله کندهار ته تللی و.غازي امان الله خان چې په اصل کې د وينې تویېدو سره مخالف و، په پاې کې مجبوره شو چېد تاج و تخت نه لاس واخلي او له هېواد څخه ووځي. د هغه په خپله وينا «ما هېڅکله ندي غوښتي چې افغان ملت دې زما د شخصي گټو لپاره يو د بل سره جگړه وکړي او تباه شي».
غازي امان الله خان د ۱۳۰۸ کال د غبرگولي د مياشتې په دوهيه نيټه چې د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۳ مې نيټې سره سمون خوري، د موټر په ذريعه د افغانستان د پولې نه تېر او د چمن د سرحدي تهاڼې پر وړاندې يې ځان انگريزي سرحدار ته وروپيژانده. د انگريزانو نائب السلطنه «لارد ايروين» ددغه خبر په ترلاسه کولو سره، چې معلوميده په بې صبرۍ سره يې د هغه انتظار ايسته، ناڅاپه چيغه کړه چې «بلاخره … يې له شره خلاص شو».
وروسته له هغې چې غازي امان الله خان د هيواد پريښودو ته اړ شو، د هيواد يوازينی اورگاډی هم له کاره ولوېد.
د دغه اورگاډي د ماشينونو پاتې شوي آثار اوس هم په دارالامان کې د کابل د موزيم د انگړ شاته موجود دي .
هو! انگريزي استعمار نه غوښتل چې د بريتانوي هند په څنگ کې ورته يو قوي او پرمختللی افغانستان په غوږونو کې د خطر يو زنگ وي.دا ځکه چې د افغانستان پرمختگ او ترقي اسیايي هېوادونو ته يومثال جوړېدلای شو، او انگريزانو هغه په هندوستان کې خپلې واکمنۍ ته يو ستر گواښ او تهديد باله.
په افغانستان کې د اصلاحاتو او اغتشاش د کتاب ليکونکی، ليون پولادا، عقيده لري چې د انگريزانو له نظره د امان الله خان فعاليتونوبرېتانوي هند ته دری گونی خطرمتوجه کاوه : امان الله خان عقيده درلوده چې افغانستان د يوه خپلواکه دولت په توگه (دهغوی د ستر رقيب او دښمن) شوروي اتحاد سره د دوستانه روابطو د تاسيس حق لري. همدا شان د يوه خپلواکه مسلمان دولت د پاچا وجيبه ده چې په هندوستان کې د خپلواسيرو مسلمانو وروڼو ملاتړ وکړي. او په پاې کې د ډيورند د کرښې بلې خواته قبايلوسره د اړيکو ساتنه خپل حق گڼي، کوم چې د افغانستان سره نژادي، مذهبي او تاريخي اړيکي لرياو بريتانيې د ۱۹۲۱ کال په تړون کې پدغه حقيقت اعتراف او هغه يې د افغانستان طبيعي حق گڼلی دی.
له هغې ورځې چې غازي امان الله خان د هېواد له پولې تېر شو، دری ورځې تيرې شوې تر څو د برېتانوي هند حکومت له لندن سره د سلا مشورې وروسته د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د خبر د خپرولوپه څرنگوالي تصميم ونيسي. نو د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۷ مې نيټې په سهار چې د ۱۳۰۸ کال د جوزا شپږمه نېټه وه، نړيوالو د ورځپاڼو او خبر رسوونکو آژانسونو له لارې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو خبر تر لاسه کړ. د سيد قاسم رشتيا په وينا تصادفي نه وه چې نادر خان د جوزا د مياشتې شپږمه نيټه، يعنې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د اعلان نيټه، پرته له کوم تاريخي او منطقي دليل څخه، د افغانستان د خپلواکۍ د تليند ورځې د جشن په توگه نمانځله.