
لومړۍ برخه
دامير حبيب الله خان تر وژل کېدو وروسته پر نايب السلطنه سردار نصرالله خان د عين الدوله امان الله خان برياليتوب، په حقيقت کې پر عنعنوي محافظه کارو باندې د ملت پالو اصلاح غوښتونکو برې و. څرنگه چې د يوه نوي سياسي نظام جوړېدل د مشروطه غوښتنې د غورځنگ يو هدف ؤاو دغه غورځنگ واک ته د امان الله خان په رسولو کې هم ونډه درلوده، نو ددغه ولسي او ملي پاچا په کاري لومړيتوبونو کې ددغه نوي نظام په سترو موخو کې په لومړي قدم کې د ملي يووالي تامين او تر هغې وروسته د هيواد پرمختگ او ترقي وه.
غازي امان الله خان د يوه خپلواکه مرکزي دولت د جوړېدواو د قانونيت او مشروعيت موضوعاتو ته د زياتې پاملرنې په څنگ کې هڅه وکړه چې د پرمختيائي او اصلاحي پلانونو په پلي کولو سره افغانستان پر يوه پرمختللي، عصري، ناپيلي، او پر ځان متکي هېواد بدل کړي.
د اوبو رسولو د سيستم دکار پيل، د کانونو د سروې او استخراج قراردادونه، د ډبرو د سکرو او رخام د کانونو څخه گټه اخيستلاو د اور د ډبليو، سمنت جوړولو، څرمنې جوړولو، باروت جوړولو، موټرو د ترميم، صابون جوړولو، تار جوړولو، د سپڼسينو او وړينو ټوکرو د جوړولو،کنگل جوړولو، غوړو ايستلواو وسلې جوړولو په شان د گڼ شمير توليدي او صنعتي فابريکو د جوړولو په څنگ کې، د کابل، پغمان، قندهار، او جلال آباد په ښارونو کې د بريښنا د توليد د سټيشنونو تاسيس او د تڼۍ جوړولو، قند جوړولو، د شيدو د محصولاتو د جوړولو او ميوو د ساتلو د ماشينونو د واردولو، د لومړني پوستي ټکټ د چاپولو او کارولو، د غازي او غزني د سراج د بندونو د کار سرته رسول، د افغانستان د انقلابي مشر غازي امان الله خان په اقتصادي لاسته راوړنو کې شامل دي، چې ستره هيله يې په افغانستان کې اساسي او بنيادي بدلون راوستل وو.
د اماني دورې د اورگاډي پروژه
افغانستان سره له دې چې په وچه کې بندهېواد دی، د يوه حساسه جغرافيوي – سياسي موقعيت په درلودو سره، د تاريخ په اوږدو کې د ختيځو او لويديځو مدنيتونو د يوځای کېدو مناسبه زمينه برابره کړېاو د ورېښمو د تاريخي سترې او مهمې لارې په تقاطع کې، يعنې هغه لويه لاره چې ختيځه اسیا يې له لوېديځې اسيا، او د هند سمندر يې له منځنۍ اسيا سره نښلولو، پروت و. د هند د نيمې وچې، منځني ختيځ، مرکزي آسيااو اروپا ترمنځ سوداگرۍ کې يې ستره برخه درلودلې وه. خو زموږ هېواد د استقلال تر گټلو وروسته د ترانسپورت په چارو کې له سترو ستونزو سره مخ و. نه يې سيندونه د بيړيو د تگ راتگ وړ وو، نه يې د اورگاډو پټلۍ درلودې، نه د هوايي ليکو او الوتکوخاوند و، لارې يې هم له غرنیو سيمو تېرېدې او د ترانسپورت ستره وسيله يې هم قچرې او اوښان وو.
څنگه چې غازي امان الله خان د هېواد په اقتصادي ژوندانه کې د ترانزيت او ترانسپورت په مهم رول پوهېدو، نو ځکه يې د ترانسپورت د سکټور پراختيا ته خاصه توجه وکړه. د تليفون او تلگراف پراختيا، د نوو لويو لارو جوړول او د پخوانيو سړکونو ودانول، د يو شمير پلونو جوړول، د لومړني ملکي هوايي چلند د پروگرام پرانيستل، د پوستي خدمتونو اصلاح، له کابل او نورو سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هېوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځای ورکړ. ددغه لومړنيو پروژو په ترڅ کې يوه هم د هيواد داورگاډي د پټليو جوړول وو.
په افغانستان کې کې د اورگاډي لومړنۍ پټلۍ د خپلواکۍ د گټلو وروسته، لومړنيو کلونو کې جوړه شوه. د نولس سوه شلمې (۱۹۲۰) لسيزې په سر کې غازي امان الله خان د جرمني په کاسيل ( Kassel) کې د هينشيل ( Henschel) له کمپنۍ څخه د اورگاډو دري کوچني بخاري ماشينونه واخيستل او د کابل د ښار د دهمزنگ د ماشينخانې او پغمان د نوې ښارگوټي تر منځ اوه (۷) کيلومتره لاره کې يې په کار واچول.
د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۲ کال د ډسمبر دمياشتې گڼه د دغه اورگاډی په هکله ليکلي چې «د افغانستان څخه راغلي مسافر وايي چې د کابل څخه د دارالامان نوی ښارگوټي ته د تقريبا شپږو ميلو په واټن ا ورگاډې په کار اچول شوی او ددغه اورگاډي ځينې واگونونه خپله د کابل په کارخانو کې جوړ شوي دي.»
د همدې مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې گڼې هم ليکلي چې «په افغانستان کې يواځينی اورگاډي د کابل او دارالامان ترمنځ هغه اورگاډی دئ چې دری کوچني بخاري لوکوموتيفونه يې د جرمنی په کاسيل Kassel کې د هينشيل Henschelله کمپنۍ څخه رانيول شوي دي».
دارالامان د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په دوران کې د افغانستان نوی اداري پايتخت وو، چې د ۱۹۲۰ مې لسيزې په لومړيو وختو کې جوړ شواو يو شمېر حکومتی دفترونه، او د شورا او ښاروالۍ يوه ستره تاريخي ودانۍ پکې شامله وه. د دربار غړو او د دولت جگ پوړو مامورينو هم په دغه ښارگوټي کې د استوگنې کورونه جوړول.
غازي امان الله خان په افغانستان کې د اورگاډو د پټليو د جوړولو او عصري کولو سره مينه درلوده. هغه اروپا ته په سفر کې د انگلستان د اورگاډي د سيستم د کار څخه کتنه وکړه، او غوښتل يې چې د اورگاډي د نوې تکنالوژۍ په پرمختگ ځان پوه کړي. هغه د اورگاډو د ماشينونو د جوړولو بېلابېل مراحلاو په هغو کې د کارول شوو وسايلو څخه ليدنه وکړه.
نور بیا...
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورخپاڼه کې خپره شوې ده