
خوب
انورالحق يرغل---ننګرهار
نوې جامې مې اغوستې وې،بوټان مې که څه هم نوي نه و؛ خومور جانې مې تازه رنګ کړي و، د کتابو بکسه مې که نوې نه وه زړه هم نه وه،په ډېرې خوشالۍ همزولو سره د ښوونځي پر لور روان وم،د همزولو له ډلې حامد وويل:کاشکې زه مې پلار غوندې انجينر شم!
بيا يې له خالده وپوښتل:ته څه وا يې چې را تلونکې کې څه شې؟
خالد وويل:زه غواړم ډاکټر شم.
حامد له ټولو همزولو لکه ژونالېست نظرونه واخېستل خو چې زما وار شو نو ويې ويل:اسده!ته څه وايې چې ته څه شې؟
ما چې ځواب ته ځان جوړاوه د خپلې مور غبرګ غږونه مې واورېدل چې ويل يې:اسده!اسده زويه!پاڅه ناوخته دى، ډېر خوب دې وکړ،مزدورۍ ته نه ځې؟
انورالحق يرغل ---ننګرهار