چيرول تنګجونګ؛ لاس پلرونکی چې میلیاردر شو

 
 
 
چيرول تنګجونګ اوسمهال د اندونیزیا د اقتصاد وزیر دی. نوموړی د دغه هېواد پخواني ولسمشر سیسلو بمبنګ د ۲۰۱۴ کال د مې په ۱۷ نېټه د اقتصاد د وزیر په توګه وټاکه. تنګجونګ په خپل هېواد کې د یوه وزیر په پرتله د یوه بریالي سوداګر او کاروباري په توګه ډېر مشهور دی.
چیرول تنګجونګ د ۱۹۶۲ زېږدیز کال د جون په ۱۶ نېټه په جاکارتا کې زېږېدلی دی. پلار یې ژورنالست و او یوه ورځپاڼه یې خپروله. له دولت سره د سیاسي مخالفت له کبله د ورځپاڼې بندولو ته اړ شو. تر هغه وروسته یې روزګار خراب شو او د چیرول د تنکۍ ځوانۍ پر مهال یې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کاوه.
چیرول له ښوونځي تر فراغت وروسته په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې د اندنیزیا پوهنتون د ستوماتولوژۍ څانګې ته بریالی شو.
ده په خپله یوه مرکه کې ویلي کله چې پوهنتون ته بریالی شو د ثبت نام لپاره یې ۷۲ ډالرو ته اړتیا وه او دوی په کور کې دومره پیسې نه درلودې. چیرول وايي مور یې خپلې یو جوړ قیمتي جامې د دغو پیسو د ترلاسه کولو لپاره ګرو کړې. دی وايي همدا کار لامل شو چې د زده کړو پر مهال له خپلو والدینو د پیسو غوښتنه و نه کړي.
چیرول له همدې کبله اړ شو چې په خپله کار وکړي او په کوم پوهنتون کې چې زدکړې یې کولې د هماغه پوهنتون په محوطه کې یې درسي کتابونه او د محصلینو د اړتیا وړ یو شمېر توکي لکه کاغذ او قلم پلورل.
دی وايي سره له دې چې په مسلکي لحاظ هغه د غاښو د یوه ډاکټر په توګه فارغ شوی و، خو هېڅکله یې کتځای جوړ نه کړ، بلکې سوداګرۍ ته یې مخه کړه. ده په دغه وخت کې د طبي وسایلو پلورنځی پرانیست، خو د اقتصادي کړکېچ کبله یې پلورنځی هم وتړل شو.
وروسته یې د خپلو دریو ملګرو په ملتیا د ماشومانو لپاره د بوټو تولید پیل کړ او خپل تولیدات به یې صادرول. په دې برخه کې تر څو کاله کاروبار وروسته له شراکت څخه زړه توری شو او په یوازې ځان د کار لپاره یې هڅې پیل کړ.
چیرول په ترلاسه کړو پیسو په بېلابېلو برخو کې شخصي کاروبارونه پیل کړل او وروسته یې د پارا په نوم د کمپنیو یو ګروپ رامنځته کړ. دغه ګروپ چې اوس یې نوم سي جې ته اوښتی په مالي چارو، رسنیو او د جایدادونو په برخه کې فعالیتونه لري. د مېګا په نوم بانک، د ترېنس او ټي وي سېون په نوم تلوېزیونونه د چیرول دي. د ده ګروپ د دې ترڅنګ د بیمې او قیمت لرونکو پاڼو په برخه کې هم فعالیتونه لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې نوموړی اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۹ ام او په اندونیزیا کې پنځم ستر شتمن دی. ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې ژوند کوي.