تفریحي یوازیتوب څه دی؟

 
اندېښمن یئ؟ یوازې نه یئ.
په مډرنه نړۍ کې د افرادو کاري حجم پر هغوی فشار هم ډېر کړی، ځکه خو هر وخت د تفریحي تنهايي په فکر کې وي. پوښتنه داده، چې څنګه خپل یوازیتوب په فرصت او تفریح بدل کړئ؟!
ستاسې لپاره تر ټولو ښه تفریح ځای ستاسې خپل کور دی، خو تر ټولو ارامه ځای یو غلی ځای دی، چې ستاسې فکر او حواس پکې اخلال نه شي. په کور کې تاسې مشخص کار کوئ، خو له کوره بهر مو فکر له کورني چاپیریال نه اوړي.
که په یوه ساکت ځای کې اوسئ، د خوب کوټه مو د یوازیتوب لپاره غوره ځای دی.
ملګرو ته ورتګ او د تفریح لپاره وتل هم ښه انتخابونه دي.
د ځان لپاره خوندوره او سپکه غذا وټاکئ. لومړی کار مو باید همدا وي. د کور ډوډۍ درسره واخلئ. ډوډۍ یوازې د انرژي لپاره وخورئ، خو درنده درباندې تمامه نه شي.
اوس پر دې فکر وکړئ، چې په یوازیتوب کې څه کوئ؟
ډیر کسان د اوونۍ په پای کې تر ټولو ښه تفریح ارامه موسیقي یا تودې او سړې اوبه بولي. نوره تفریح فکري تمرکز، له طبعیت سره اړیکي، پلي تګ او په ارام ځای کې د وخت تیرول دي. یوڅوک پر یوه موضوع فکر کوي، کتاب او مقاله لیکي او یا ناول او رومان ته وخت وباسي. دا انتخاب د هرجا د خپلې خوښې مساله ده.
په تنهايۍ کې یوازې له خپل ځان سره واوسئ. له ځان سره اوسېدل په دې معنا، چې خپل ټول سوداګریز، کورني او ټولنیز او سیاسي مسایل شاته پریږدئ. خپل فکر ارام او پر اصلي هدف متمرکز کړئ. ستاسې تفریحي تنهايي باید ستاسې د اندېښنو لامل نه شي.
خپل هدف در یاد کړئ، چې د څه لپاره یوازي شوي یئ؟ له هدف سره اړیکې مه پرې کوئ. ټلویزیون، موبایل او نور بوختوونکي څیزونه د یوڅه وخت لپاره غلي کړئ. ترڅو، چې بیرته خپل پخواني مکان ته نه وئ تللي، دې شیانو ته لاس مه ور وړئ. وګورئ کومې چارې ستاسې د روحي تسکین، ارام او فکري تمرکز لپاره ښې دي.
له سفره، چې بیرته راګرځئ، د کار او کورني ارام ترمنځ یوه ورځ فاصله پریږدئ. یانې سملاسي دفتر ته مه ځئ، بلکې یوه ورځ ځان او خپل پاتې کارونه سره سم کړئ او بیا دفتر ته لاړ شئ. (ازاده ژباړه)
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې