
موږ د ژوند د چلولو لپاره کار کوو او باید کار وکړو. فزیکي کار، دفتري کار، مطالعه او تفکر ټول په کار کې حسابیږي. که هر ډول کار کوو، استراحت او تفریح ته پکې ضرورت لرو او مسلسل او ډیر ستړی کار زموږ ژوند او روغتیا ته ضرر رسوي.
زموږ خالق زموږ بدن او روح دواړه داسې جوړ کړي دي چې د ډیر فوق العاده قوت لرونکي دي، خو د استراحت لارې یې هم ورته جوړې کړې او راښودلې دي. د خوب لپاره شپه بهترین فرصت دی چې د ورځې په جریان کې بایللې انرژي معاوضه او ستړیا مو جبران کړو. سهار وختي پاڅیدل او ښه پلانګذاري مو د ټولې ورځې کار اسانوي، تر غرمې لږ مخکې د نیم ساعت خوب مو انرژی له سره نوي کوي. د کار په منځ کې موقوت عبادتونه (مثلا د ماسپښين او مازیګر لمونځونه) راته د استراحت نور فرصتونه دي. او تر هرو ۵۰ دقیقو کار وروسته لس دقیقې استراحت زموږ د کار حاصل زیاتوي.
البته دولتونو او موسسو د استراحت لپاره قوانین جوړ کړې او کارکوونکو ته یې د ورځې په منځ کې د کار وقفې، د رخصتۍ ساعتونه، د اونۍ رخصتۍ، کلنۍ تفریحي او جبراني رخصتۍ او نور حقوق ورکړې دي. اوس ځینې هیوادونه (لکه کاناډا) پدې غور کوي چې څنګه کارکوونکو ته د کار په منځ کې د نیم ساعت خوب زمینه برابره کړي، دوی تر څیړنو وروسته دې نتیجې ته رسیدلې دي چې دغه نیم ساعت خوب او ارام د کارکوونکو د کار حاصل او اغیزناکتوب زیاتوي. البته زموږ په دین کې هم د دې کار سپارښتنه شوې ده.
شدید فزیکي کار زموږ د بدن اکسیجن په زیاته اندازه مصرفوي، له مصرف شوي اکسیجن څخه ځینې مالیکولونه د ازادو راډیکالونو په شکل اوړي چې د بدن د حجرو جدار تخریبوي. د دغو ازادو رادیکالونو د مخنیوي لپاره د هغو خوراکونو خوړل پکار دی چې انټي اکسیډانټ مواد لکه ویټامین ای، اي، سي او کروټين ولري.د استراحت او کار تر منځ یو مناسب تناوب هم د دغه خطر څخه د مخنیوي لپاره ضرور دی. فزیکي کار د انسان بدن مقاوم کوي، خو دا فعالیت باید دومره شدید نه وي، چې بدن له کاره وغورځوي. که تر یو ساعت وروسته لس دقیقې استراحت وکړای شي، تر هغه ډیر کار کولی شو، چې مسلسل څو ساعته کار وکړو. بله موضوع داده چې د فزیکي کار شدت او دوام باید په تدریجي ډول زیات کړو.
دفتري کارونه چې اوس زیاتره له کمپویتر سره ملګري دي، هم په ترتیب سره، سر ته رسول پکار دي، که ټوله ورځ د کمپیوټر سکرین ته کینو، مغز او ذهن مو تر سخت فشار لاندې راځي او د تشویش او سودا سره مخ کیږو. په دفتري کار کې هم باید ۵۰ دقیقې کار او ۱۰ دقیقې استراحت وکړو، یعنې له میزه پاڅیږو، په دفتر کې ورو ورو وګرځو، فکر مو د ورو خو ژور تنفس له لارې ارام کړو. تر وسه وسه باید کوښښ وکړو چې د غرمې ډوډۍ له ملګرو سره په ګډه وخورو او پکې خوش طبعه اوسو. اودس مو بدن تازه کوي او دعا او لمونځ مو ذهن او روح. باید په ارام او دقت سره یې وکړو. د کار نظم او ترتیب هم هیر نکړو، په مهمو موضوعاتو په تمرکز سره سودا او تشویش ته لار ور نکړو. څومره چې کولی شو له سکرین سره خپل تماس کم کړو. که چاره ترې نلرو، په روغو او صحي طریقو سره یې استعمال کړو، چې د سترګو او اسکلیت له ناروغیو او تشویشونو سبب مو نه شي.
داسې نظامي جنرالان لیدل شوي دي چې په تر ۶۵ کلنۍ زیات و خو هر ورځ یې ۱۵ ساعته کار کاوه. سبب یې همدا د کار او استراحت تر منځ تناسب و. اډیسون به تر معمولو انسانانو ډیر زیات کار کاوه، خو ویل یې چې تر هر چا ډیر استراحت کوي. مخکې تر دې چې سخت ستړي شو، باید استراحت وکړو.
زما د کوچنوالي اوځوانۍ زیاتره وختونه په کونړ، جلال اباد او سروبي کې تیر شوي دي چې پدې ټولو کې مو سیندونو کې د لامبو فرصت درلود. موږ په لامبو کې دا زده کړې وو چې که مسلسله او تیزه لامبو ووهئ، ډیر ژر ستړي کیږئ، خو که په داسې تکتیک لامبو ووهئ چې د اوبو په منځ کې د لږې شیبې لپاره خپل بدن نرم او ارام پریږدئ، د اوږده وخت لپاره لامبو وهلی شئ.
د بدن د ارامتیا او سستولو تکتیکونه هم باید زده کړو، چې څنګه له شخوالي او غضلي تشنج څخه بدن ازاد کړو او ارام او استراحت مو ګټور کړو.
کار که هر څومره ډیر وکړو، ښه دی، خو د کار او استراحت تناسب او تناوب باید زده کړو چې هم مو بدن روغ، فعال او ځوان پاتې شي، هم مو فکر او ذهن ارام او خوشاله وي او هم مو کار اغیزناک او ګټور وي.