د ميرمنو لپاره روغتيايي مالومات او سپارښتنه:

 
 
[ د شکر ناروغۍ په حاملو کې ]
__________________________
[ Gestational Diabetes ]
 
ډايبټيس ملايټس DM ( شکر ) ناروغۍ يو له قديمترين ناروغيو څخه دي چي بشر پيژندلي .
( څه د پاسه دوه زره کاله مخته په ھندوستان کشي وپيژندل شو په معني د «خوږي متيازي» ) . 
ځيني ليکوال وائ چي ۱۵۰۰ کاله مخکشي ترمسيح په مصر کشي پيژندل شويدي .  
ډير سبب ئ ھم ارثي دي چي په نسل کشي انتقاليژي ( Gene )  .
ډايبټيس يا د شکر ناروغۍ څه شي ده ؟ يو لنډ نظر ؛
د انسان په وجود کشي وينه ځانگړي ارگان ده چي د ويني "جھاز يا سيستم" ياديژي . په وجود کشي د ويني د حجرو د ساتلو / سالميت / پروريش او فعاليت لپاره زياتو موادو ته اړتيا شته چي يو ھم خوږه يا  " گلــــــــــوکــــــــوز  " دي .
معمولآ ( نورمال ) د گلوکوز معيار په وينه کشي دا وي :-
۱) په لس ساعته روژتي حالت کشي = 
       70 g / dL to 99 g / dL 
۲ ) او دوه ساعته وروسته له ډوډۍ =
      100 g / dL to 120 g / dL
کله چي د اميدوارو شځمنيو دا معيارونه يعني گلوکوز په وينه کشي تر 110 په تشه گیډہ او 140 په ډکه گيډہ لوړ شي ، نو د حامله داري د شکر ناروغي لري ، او اعلاج ئ ضروري دې .
نوټ : ( د حاملو ميرمنو د گلوکوز معيار يو څه معمولآ لوړ  ھم وي )
علامي ئ ؛
۱) زياتي بولي   ۲) زياته تنده  او ۳) زياته لوږه .
د طیب او سائنس د نوي اوتازه څيړني او ریسرچ څخه دا تر لاسه شوه چي ؛
ھغه ښځمنې چي د ډايبټيس ناروغۍ نلري ، خو بيـــــا ھم که چيرته مخته تر اميدواري ( حامله داري ) او يا په اثنا د حامله داري کشي ؛
" کباب شوې او په غوړو کشي سور شوې خوراک "  کوي په اساني سره به په دي ناروغۍ -
Gestational Diabetes مبتلا شي .
په رحم ( زيلانځ ) کشي به ئ ماشوم ته روغتيائ ضرر ورسيژي , وزن به ئ زيات او لنگتون به ئ ھم له ستونزو سره مخامخ شي .
له نيکه مرغه اکثريت د دي شځمنيو په وينه کشي گلوکوز له لنگتون وروسته بيرته نورمال شي .


له دي کبله دي شځمنيو ته دا ھدايت کیژي چي د خپل ځان او د ماشوم د سالميت په ھکله له پورته ذکر خواړ‎‎و څخه څو ھفتي مخته او په دوران د حمل کشي پرھيز وکړي .
او په ځاي ئ په اثنا د حمل کشي له سابه ( اب جوش شوي ) ، سلاتي او تازه ميوي څخه گټه واخلي . 
پدي برسيره دا شځمنې که له دا پورته ذکر علامو سره مخامخ شي باعث د وارخطائ او ترس ئ بايد نشي .
حامله داري يو نورمـــــال پروسه د ژوند دي چي الله تعالی ( ج ) يو نیعمت شځمنيو ته بخښلې دي .
ميرمني بايد د خپل وجود پاکي او نظافت ته توجه ورکړي ، ھدايت شوي خواړه پاک ، نفيس او مینځلي نوش جان کړۍ ، روحأ تياري او امادگي ولرۍ .
دالاندي معائني په يو شه کلينيک کشي وکړۍ :-
 
1) BLOOD :- CBC, Hb%, ESR, FBS, PPBS, T3 T4 TSH , Vit D3 , Vit B12, HBsAg , HCV
2 ) Urine - Routine / Micro
او
3 ) USG Abd / Pelvice ( 7th & 9th Month )
 
په شپژمه (6) مياشت  Fefol Iron Tablets  د ورځي دوه ځله او تابليت  Becosules / يا Supradyn د ورځي يو تابليت خوړل شروع کړي چي ويني ته گټه رسوي ، حتی وروسته تر لنگتون ھم جاري او لازمي دي .
په  7 / 8 / 9 مه مياشت د حامله داري کشي د واکسن پروتوکول بايد تطبق شي . 
شنگپارہ يا د شنگپاري پم Isabgul Husk يوه قاشقه په يو گلاس اوبو/ شيدو کشي دوه وخته څشل د ھاضمي او شکرناروغۍ لپاره ډيرگټور دي . 
مالگه کمه استعمالوۍ ،  ۸ مياشتي په کار او گذران پابندي نشته ، دروند وزن مه پورته کوۍ ، جسمآ فعالي او روحآ تازه اوسۍ . 
په نھمه مياشت مکمل آرام او استراحت ضروري دي .
له معائني وروسته به متخصيص ، د شکر او فشار خون که لوړ وو مناسبه نسخه درکړي .
ھيڅ کومه دوا په خپله خوښه يا سيوا د ډاکټر له مشوري مه خورۍ ، ځکه چي زيات مضر واقع کيژي ، خصوصآ ضد د درد اوضد د مکروب دواگاني . 
ډاکټر بايد پوہ شي چي ته حامله ئ .
په دي فکر کشي به نه اوسۍ چي زوې به وي که لور ؟ 
داد او درکړه د خالق مجيد دي ، که چيرته لور پيداشوه کلکه ئ په سينه پوري ونيسۍ چي د واليدين لپاره ډيره زړه سوانده او خدمتگاره ئ ، زما شخصي تجربه ده . شه تربيه او تعليم ورکړۍ . 
دا معلومات به زما خويندي و نشي کولائ چي ولولي له وروڼو څخه ھيله کوم چي په صفت د ميړونو له خپلو شځو سره مرسته وکړي او زما دا نويشته په حوصله او ھمدردي ورسره شريک کړۍ .
ستاسي د دعا گوئ په آرزو !
 
ډاکټر نجيب خټي