د ګوګل (Google) نړېوال شرکت معاون د ۴۱ کلیومتره لوړتیا نه ټوپ ووهلو

د ګوګل شرکت یوه لوړپوي چارواکي آلن یوستس نن د ۴۱ کیلومتره لوړ ځای نه د ټوپ په وهلو د اتریش فلیکس باومگارتنر ټوپ وهونکي نړېوال ټيكلى (ريكاټ) مات کړ. ۵۷ کلن یوستس کوم چې د ګوګل شرکت د ریس معاون دی، په یوه خاص بالون کې د اتمسفر لوړ پوړ ته په دونیمو ساعتونو کې پورته او بیا یې د هغه ځای نه جمپ ووهلو. نوموړي، د ۹۰ ثانیو وروسته خپله چټكتيا د غږ د سرعت نه هم ډیره کړه؛ ۵ دقیقې د ازادې الوتنې په حالت کې و او کله چې یې ارتفاع د ځمکې نه ۹ زرو مترو ته ورسیده، نو خپل پراشوت یې خلاص کړ او ځمکې ته راښکته شو. د یادونې وړ ده، چې تېر ټيكلى (ريكاټ) په ۲۰۱۲ ل کال کې د اتریش ټوپ وهونکي ښاغلي فلیکس باومگارتنر د ۳۸،۹۶۹ کلیومترو نه د ټوپ په وهلو ټاکلی و.
پاتې دې نه وي، چې د دې ټوپ وهلو اصلي موخه د Paragon Space Development شرکت له خوا د ستراتوسفر څیړنه ده.