
چې کله ګل کله بوستان يادوم
زه مې دمينې قدردان يادوم
کله په خيال په تصورکې مينه
کله سوچونو تفکر کې مينه
يمه د هجر تورو شپو نه شاکي
کله غمجن زړه شوګيرو نه شاکي
´
اشنا په سولې او په جنګ مين يم
د يار اخلاص اوپه نيرنګ مين يم
زه داشنا خيالي دونيا سره يم
د يار دمينې مشغولا سره يم
خو زه مجبور د رواجو سره يم
محتاج د کلي د رسمو سره يم
ويشتلي زړه مې نور اواز نکوي
اوس مې وزرې لوړ پرواز نکوي
زرينو وړانګو ته در تلل غواړمه
لکه شاهين لوړ الوتل غواړمه
---------------------
سميع الدين افغاني
١٤
- ١٠ - ٢٠١٤
م ٠ کال