سوداګریزه طرحه څنګه وړاندې کېږي؟

 
 
زموږ ډېری سوداګر او هغه کسان، چې نوي د سوداګرۍ او صنعت ډګر ته راوځي، په تقلید کار کوي.
هیڅکله پخپله پر یوه سوداګریزه طرح غور نه کوي. په نوره نړۍ کې، چې څوک کسب او کار پیلوي، یا د یوې فابریکې او صنعت په رامنځته کولو سره د کارموندنې لامل ګرځي،  پخپله سوداګریزه طرح هم لري.
 
په سوداګریزه طرح کې مالي، تولیدي، د بازارموندنې او بشري سرچینو ځانګړی پلان طرح کیږي او د اوده او لنډمهال لپاره کاري ستراتیژي جوړیږي. دلته پر دې غور کیږي، چې په دریو کلونو کې زما د فابریکې وضعیت څه ډول وي او پنځه او ۱۰ کاله وروسته به په کوم ځای کې وي؟ همدا اوس چېرته یم، چېرې ځم؟ او څنګه خپل ټاکلي هدف ته ورسیږم؟
 
تاسې یوه وړه فابریکه پیلوﺉ، درې کاله وروسته غواړﺉ فابریکه مو په ټول ښار کې وغځیږي او پنځه کاله وروسته د افغانستان په اوو سترو ولایتونو کې فعالیت پیل کړﺉ. ستاسې سوداګریزه طرح باید ددې وړ وي، چې ستاسې دغه ذهنیت او فکر ته عملي جامه ور واغوندي.
 
تاسې، چې کله د سوداګریزې طرحې پر لیکلو بوختیږﺉ، تاسې ته په هره برخه کې خپلې ستونزې جوتیږي او د حل لارو وړاندوینه یې کوﺉ.  واردمخه د پیشبیني وړ ستونزو حل لار موندل تاسې ته په کار کې د احتیاط یا فکر او عمل توان درکوي.
 
په سوداګریزه طرح کې د یوې چارې د پیل او پای ته رسولو نیټې او امکانات سنجول کیږي. که چېرې تاسې په سوداګریزه طرح کې ماهر نه وﺉ، له نورو کسانو کار واخلﺉ. له خپل سوداګریز مشاور، مدیرانو، حقوقي سلاکارانو سره وغږیږﺉ. خپله ایډیا ورسره شریکه کړﺉ او پر کاغذ یې پلې کړﺉ.
 
د سوداګریزې طرحې اصلي هدف د پانګې، پورونو، پروژو او قراردادونو جذبول دي. د بېلګې په توګه تاسې په خپله فابریکه کې نوې ماشینري نه لرﺉ، خو نوې پروژه مو ددې غوښتنه کوي، چې نوي وسایل او ټکنالوژي وکاروﺉ. تاسې دا مهال اړتیا وړ پانګه نه لرﺉ او په دې برخه کې د یوې بلې ادارې، پانګوال او یا هم بانک مرسته غواړﺉ. کله، چې تاسې له نورو د مرستې، پور او شراکت غوښتنه کوﺉ، هغوی ستاسې د سوداګریزې طرحې له مخې پرېکړه کوي.
 
بانکونه له سنجش او سوداګریزې طرحې له ارزونې وړاندې چاته پور نه ور کوي.
که ستاسې کمپنۍ ډوپه کیږي او غواړﺉ له بانک او پانګوال پور وغواړﺉ، یا څوک در شریک کړﺉ، فکر نه کوم څوک زړه ورته ښه کړي. هغوی دې ته ګوري، چې ستاسې سوداګري څه ډول ده، ایا ددې جوګه یاست، چې په ټاکلي وخت کې پور او پانګه ور وګرځوﺉ او که یه؟ که سوداګریزه طرح مو هغوی قانع کړای شي، ښايي همکارۍ، شراکت او پور درکو ته زړه ښه کړي. په پور ورکولو کې د فابریکه وال اعتباري سوابق، پانګه، د پور او ګټې د ورکولو توان او وثیقه خورا مهم دي.  
 
په سوداګریزه طرح کې د کسب او کار تشریح، چې څنګه او په کومو توکو او وسایلو کار کوي، قانوني جوړښتونه، محصولات او خدمتونه، کارځای، مدیریت، کاري ځواک یا کارکوونکي، مالي چارې، امنیتي مسایل، هدف وړ بازار، سیالي، د توکو او خدماتو وېشلارې، بازارموندنه، بیې، د محصول طراحي، بازار ته د تولیداتو د تګ وختبندي، مالي اړتیاوې، له پور نه د ګټې اخستنې موارد، بودجه، د درې کلن عاید وړاندوینه، قانوني سندونه، تضمینونه، اصلاحات او دا ډول ګڼ نور مسایل په پام کې نیول کیږي او د هر یوه لنډه سپړنه کیږي.
 
په سوداګریزه طرح کې تر ټولو مهم څیز لنډیز دی. ستاسې طرح، چې څومره لنډه او جامع وي، په همدې کچه به د مقابل اړخ لپاره د لوستلو او منلو وړ ګرځي. هیڅکله هم یوه موضوع پېچلې مه وړاندې کوﺉ. له ۳۰ مخونو یې مه اوږدوﺉ او که غواړي هره برخه تشریحي ولیکﺉ، په پای کې یې لنډیز او نچوړ هم وړاندې کوﺉ. تاسې، چې هرځل خپله طرح وړاندې کوﺉ، اپډیټ کول یې مه هېروﺉ، ځکه هرکال کېدای شي، ستاسې په بشري قوه، کاري ظرفیتونو، ځای، ماشینري، تولید، عوایدو او سود او زیان کې بدلونونه راشي.

دغه ليکنه په هميانۍ کې خپره شوې