
ورزش دخپګان درمل دی
ډاکتران او پوهان وايي : په اونۍ کې درې ځل ورزش او فزیکي تمرین 16% دخپګان مخه نیسي څومره ،چې د ورزش ډیریږي همدومره دخپګان مخه نیول کیږي .
دعامې روغتیا په برخه کې څیړنې په ډاګه کوي ،چې د ورزش او خپګان ترمنځ تړاو او اړیکې شته ، دڅیړنې پایله وايي : له تمرین وروسته فزیکي او عقلي روغتیا وروسته مخ په ښه کېدو وي .
دلندن په کولیدج پوهنتون کې دماشوم دروغتیاانسټیټوټ وايي :دا عادي تړاو دی ، د وزګارتیا پرمهال فزیکي تمرین کولای شي دخپګان مخه ونیسي ، که دشلو او څلویښتو کلونو ترمنځ دخپګان له ستونزې سره مخ وي درې ځل په اونۍ ورزش کولای شي ،چې نږدې 16% خپګان راکم کړي .
خپګان داسې ناروغي ده،چې په ګرده نړۍ کې خپره شوې ده او نږدې 350 ملیونه وګړي پرې اخته دي .
دروغتیانړیواله اداره وايي : خپګان دوړتیا له منځه وړلو تر ټولوستر لامل دی .