
نصیر کوټوال
د اړیکتیایي ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره کاروبارونو د فزیکي چینلونو تر څنګ د برېښنایي چینلونو له لارې هم د خپلو توکو او چوپړتیاوو عرضه کول پیل کړل. نن سبا د نړۍ په کچه د کاروبارونو د ګټې لویه برخه د برېښنایي سوداګرۍ له لارې د هغوی لاسونو ته لویږي.
د انټرنېټي خدماتو پراختیا او کارونې د برېښنایي سوداګرۍ چټک پرمختګ ته لاره هواره کړې. د برېښنایي سوداګرۍ د راکړو ورکړو لویه برخه د انټرنیټ په وسیله تر سره کیږي. په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د نړۍ په کچه، د کاروبار څخه و مشتریانو ته B2C د برېښنایي چینلونو له لارې د راکړو ورکړو ارزښت ۱.۲ټریلیونه امریکایي ډالر حساب شوی دی. پر همدغه بنسټ اټکل شوی چې په ۲۰۱۴ کال کې به د برېښنایي سوداګرۍ د توکو او چوپړتیاوو ارزښت د ۱.۵ ټریلیونه څخه واوړي. لامل یې هم دغه سوداګرۍ ته د نویو کاروبارونو ننوتل په ګوته شوي دي. تازه احصایې ښایي چې د نړۍ په کچه د انټرنیټ کاروونکو څلویښت سلنه د انټرنیټ څخه د نورې استفادې تر څنګ د توکو او خدماتو اخیستل او پېرودل هم کوي چې په دې حساب د نړۍ په کچه یو بیلیون پر لیکه پېردونکي شتون لري او دا شمېره په چټکۍ سره لوړیږي.
د ځینو کاروبارونو د ګټې لویه فیصدي د برېښنایي سوداګرۍ له لارې لاس ته راځي ځکه خو د اوسنۍ نړۍ ټول کاروبارونه کوښښ کوي چې د پرمختللي سیستمونو او لارو چارو په کار اچولو سره خپله برېښنایي سوداګري لا هم غښتلې کړي. زموږ د هېواد په څېر په مخ پر ودې هېوادونو کې برېښنایي چینلونو لکه انټرنیټ او نورو ته د وګړو د محدودې لاسرسۍ له امله په دغه هېوادونو کې برېښنایي ټیکنالوجۍ چندان پرمختګ نه دی کړی. ځینې هغه کاروبارونه چې په دې برخه کې یې څه نا څه ګامونه اخیستې د برېښنایي سوداګرۍ د لارو چارو اړوند بشپړ پوهاوی نه لري او غیر مسلکي عمل کوي. دلته هر کاروبار د ځان لپاره ځانګړی ویب سایټ جوړ کړی خو د دغه کاروبار د پېژندې پرته پکې نور هیڅ هم نه تر سترګو کیږي. دوی په خپلو ویب سایټونو کې یوازې د خپل کاروبار ستاینه کړي وي او بس. پکار دا ده چې په برېښنا پاڼو کې خپل تولیدات او چوپړتیاوې په تفصیل سره پېرودونکو او احتمالي مشتریانو ته ور وپېژندل شي. د تولیداتو د بیو، نصب، ساتنې او نورو اړخونو اړوند لارښوونې په ویب سایټونو کې ځای پر ځای کړل شي.
که تاسو وغواړئ د خپل سلام سیمکارت نمبر مو ځان ته معلوم کړئ نو د معلوماتو لومړنۍ سرچینه چې ستاسو ذهن ته راځي او په دې اړوند ستاسو سره مرسته کوي د سلام کمپنۍ برېښنا پاڼه ده. کله چې په همدې موخه د نوموړې کمپنۍ برېښنا پاڼې ته سر ور ښکاره کړئ نو په دې اړوند مرسته څه چې د هغوی د بیو اړوند به هم ډېر محدود معلومات ووینئ. که د تخنیکي مرستې په موخه ایم ټي این ته زنګ ووهئ نو یو ساعت د هغوی د اعلاناتو تر اوریدو وروسته به خپله ستړي شئ او اړیکه به مو پرې کړئ.
په نورې نړۍ کې کاروبارونه د انټرنیټ له لارې د توکو او چوپړتیاوو د خرڅلاو تر څنګ د مشتریانو د پوښتنو او ستونزو د حل او هغوی ته د چټکو معلوماتو د ورکولو لپاره په خپلو ویب سایټونو کې د ژوندي بنډار یا Live Chat په نوم یوه ځانګړې څانګه لري. کله چې پېریدونکو ته کومه ستونزه پیدا کیږي او یا غواړي د کمپنئ د یوه توکي یا خدمت اړوند معلومات تر لاسه کړي نو د هغه وګړو سره چې په همدې موخه د کمپنۍ له لوري د ژوندي بنډار یا Live Chat لپاره ګمارل شوي وي اړیکه نیسي او په چټکئ سره خپله ستونزه حل کوي. دلته شته کاروبارونه هم باید د مشتریانو د ستونزو د چټک حل په موخه د همدغسې نوښتونو څخه کار واخلي.
په هېواد کې انټرنیټي خدماتو پراختیا کړې او په ډاډ سره ویلای شو چې اوس ټول هغه هېوادوال چې زده کړي دي د موبایل او یا هم کمپیوټر له لارې د انټرنیټ سره تړلي دي ځکه خو باید کورني کاروبارونه د برېښنایي سوداګري برخه له پامه و نه غورځوي. دوی باید د خپلو کاروبارونو د پرمختګ او د انټرنیټ له لارې د توکو او خدماتو د پلور لپاره داسې ویب سایټونه ډیزاین کړي چې هم په کمپیوټر او هم په کوچنیو اړیکتیایي آلاتو لکه موبایل او نورو کې د لاسرسۍ وړ وي. کورني کاروبارونه مو د همدغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې او د برېښنایي سوداګرۍ په پراختیا سره کولای شي خپله ګټه تر ډیره بریده زیاته کړي. یادونه باید وکړو چې په دې برخه کې نوښت کولای شي یو کاروبار تر خپلو سیالانو مخکې کړي خو د دې لپاره چې برېښنایي سوداګري یې بریالۍ وي یو کاروبار باید د خپلو مشتریانو ته د خپل تولید د ناسم معرفي کولو او دروغو څخه ځان وژغوري ځکه مشتري په فزیکي ډول د پلورونکو د توکو څخه لیرې وي او د هغوی ځانګړتیاوې له نزدې څخه نشي معلومولای.
دا لیکنه (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.