ژور تنفس (ساه اخيستل او ايستل) او ګټې يې

 
زموږ د ژوندد دوام لپاره درې لومړني شیان تر هر څه ډیر مهم دي چې له هغو پرته ژوند ممکن ندی. هوا، اوبه او غذا. انسان له غذا پرته یو کافي وخت ژوندی پاتې کیدای شي. که شخص روغ  او قوي وي کیدای شي له ۴۶ تر ۷۳ ورځو پورې له خوړو پرته یوازې په اوبو او هوا ژوندی پاتې شي، خو که ناروغه یا په کوما کې وي له ۱۰ تر ۱۴ ورځو پورې ژوندی پاتې کیدای شي. له اوبو پرته یو شخص معمولا تر ۳ ورځو خو په ځینو حالاتو کې له ۸ تر ۱۰ ورځو پورې ژوندی پاتې کیدای شي. له هوا پرته یو انسان یوازې په ۳ دقیقو کې مري. له همدې څخه ښکاره ده چې هوا تر هر څه زموږ ژوند ته ډیره ضرور ده. ویل کیږي چې ځینې تمرینونه لا داسې هم شته چې ځینې کسان له اوبو او غذا پرته اوږده موده یوازې په هوا او د لمر په انرژۍ ژوندي پاتې شوي دي.
تنفس زموږ د بدن یوه مهمه دنده ده او که موږ د تنفس ښه ډول زده او عملي کړو، ژوند مو ډیر صحي، ښه او ښیرازه کیږي.   په نورمال ډول موږ په یوه دقیقه کې له ۸ تر ۱۶ ځلو تنفس کووچې په نوي زیږیدلي ماشوم کې دا شمیره تر  ۴۴ ځلو رسیږي. د تنفس د عملیې د سا اخستلو پر مهال اکسیجن او په فضا کې خپره شوې د لمر انرژي بدن ته ننوزي او د سا ایستلو پر مهال کاربن ډای اکسایډ او اضافي/ ذهرجن موادله بدنه وزي. هوا باید د پوزې له لارې واخیستل شي او د خولې یا پوزې له لارې ووزي.
تنفس خو کوو، خو مهمه داده چې سم تنفس وکړو. سم تنفس د پاکې هوا ژور او منظم تنفس دی چې زموږ روغتیا او سکون ته ګټه رسوي. متأسفانه موږ چې تشویشونو راګیر کړې یو، زیاتره سطحي تنفس کوو او دا مو عادت دی، پداسې حال کې چې زموږ د بدن لپاره ژور تنفس پکار دی، چې د سږو ټولو برخو ته ورسیږي، په ګیډه پکې فشار راشي، چې دې ډول تنفس ته د ګیډې تنفس یا د حجاب حاجز تنفس هم وایي. ماشومان په طبیعي ډول د کومې لارښوونې پرته د ګیډې تنفس کوي، خو ځینې لویان د ژوند د ستونزو تر بار لاندې دومره په نورو فکرونو کې ډوب وي، چې تنفس یې ورو ـ  ورو سطحي شکل ونیسي، چې دغه ډول سطحي تنفس روغتیا ته ښه ندی.
په ژور تنفس کې لاندې ګټې شته چې په علمي تجربو ثبوت شوي دي او حیاتي ارزښت لري:
1)     د ژور او منظم تنفس په صورت کې تنفسي سیستم ښه کار کوي، د استما، برانکایتیس اود سینې د درد پهمخنیوی کې مرسته کوي. د ژور تنفس په واسطه موږ د سږو لاندینو برخو یا قاعدې همدا راز پاس کونجونو یا زروو (څوکو) ته اکسیجن رسوو چې په سطحي تنفس کې دا کار نه تر سره کیږي. پدې صورت هم سږي پیاوړي کیږي او هم یې دندې.
2)     هضمي سیستم پیاوړی کوي : د هضمي سیستم د وینې د جریان د ښه کولو او د حجاب حاجز عضلې د میخانیکې فشار له امله د معدې او کولمو حرکتونه ښه کوي، په نتیجه کې معده او کولمې پیاړې کیږي، د قبضیت او د معدې او کولمو د ځینو ناروغیو مخه هم نیسي. همدا رنګه د ذهني ارامتیا له لارې د پاراسمپاتیک اعصابو دندې منظموي چې د معدې او کولمو د سیستم په ښه والي کې مستقیمه برخه لري. له هضمي سیستم څخه د لمفاوي مایعاتو په تخلیه کې هم مرسته کوي.
3)     د لمفاوي سیستم جریان چټکوي او پدې ډول د ټپونو له ژر رغیدو سره مرسته کوي: د لمفاوي مایع حجم په بدن کې د وینې په نسبت دوه چنده دی. د وینې دوران د ړزه د پیاوړي پمپ په واسطه چټکیږي، خو د لمفاوي سیستم د دوران لپاره تنفس په کار دي،  لمفاوي سیستم د بدن د دفاعي سیستم یوه برخه ده چې کاربن ډای اکسایډ، مړه شوي میکروبونه، د هغوی ذهریات، مړې حجرې، مړه انساج، اضافي مایعات او مواد له بدنه باسي، نو څومره چې یې کار ښه وي، پر روغتیا باندې یې اغیزې مثبتې وي. ژور تنفس یې تر ټولو موثر مرستندوی دی.
4)     د وینې جریان په حرکت راولي : د زړه عضلو ته د اکسیجن د زیاتولو له لارې دغه عضلې قوي کوي. په نتیجه کې بدن ته د وینې جریان ښه کوي، سترګو او دماغ ته پوره اکسیجن رسوي. د زړه او رګونو سیستم ته د ژور تنفس ګټه د فزیکي تمرین په اندازه ده.
5)     د بدن انرژي زیاتوي: د ښه تنفس له لارې زیات اکسیجن بدن ته رسیږي، د ویني د بهتر شوي جریان له لارې حیاتي فعالیتونه چټکیږي او لا زیاته انرژی تولیدیږي. همدا رنګه په تنفس کې د لمر له وړانګو څخه جوړه شوي انرژي هم بدن ته ننوزي.
6)     دفاعي سیستم پیاوړی کوي: د پوره وینې رسیدو په نتیجه کې بدن خپل زیانونه ژر رغوي، ځکه د بدن مهمې دفاعي قواوي د وینو سپینې حجرې دي.د ښه تنفس په نتیجه کې بدن نوي حجرې په چټکۍ سره بیا جوړوي، ذهرجن مواد بې ذهرو کوي او زیاته انرژي اخلي. د لمفاوي سیستم د لا فعالیدو له لارې هم د دې سیستم په پیاوړتیا کې برخه اخلي.
7)     اعصاباو ذهن اراموي: ژور تنفس د اضطراب پیښې په شا تمبوي، د دماغ دواړه اړخونه پیاوړي کیږي او ارام او سکون منځ ته راوړي. د بدن ۷۰٪ ذهري مواد د تنفس له لارې بهر ته وځي، که دغه ذهریات پوره او په خپل وخت له بدنه بهر نه شي، نو په ذهن او مغزو فشار راولي، د خفګان او نا آرامۍ سبب کیږي. ژور تنفس دغه تصفیه ښه کوي او د ذهن او فکر په ارامتیا کې برخه اخلي.
8)     عضلې او بدني جوړښت منظموي : تنفس د روغ بدن سبب کیږي. بدن فعال او متحرکوي، خوځندتوب او انعطاف یې زیاتوي، د عضلو ستړیا او ټنشن (تشنج) کمي او د بندونو قوت زیاتوي.
9)     د بدن له تصفیې سره مرسته کوي: په ژور تنفس کې کاربن ډای اکسایډ له بدنه په پوره ډول خارجیږي ، د بدن ټول غړي د هغه له ذهرجنو اغیزو نجات مومي. د بدن اطراحیه یا تصفیوي سیستم ته د وینې د جریان د ښه کیدو له لارې د هغه فعالیت په اغیزناک ډول بهتروي.
10)دماغي بیداري او قوت زیاتوي: دماغ متمرکزه کوي، د کار حاصل او د زده کړې قوت زیاتوي او د تصمیم نیولو جرئت ښه کوي.
11)د وزن له تنظیم سره مرسته کوي: د فزیکي فعالیت زیاتیدو ته لار اواروي، اضافي انرژي مصرفوي، د ارام عکسه (relaxation reflex)په بدن کې د شحم (غوړو) ذخیرې ته زمینه تنګوي او اضافي ذخیرې یې سوزوي (مصرفوي). 
12)فزیکي څیره ښکلې کوي: د وینې د ښه جریان له امله د مخ او پوستکي غونجوالی ښه کوي، او په هر عمر کې ښوی پوستکی در په برخه کوي.
13)درد مو اراموي او خوشالي در په برخه کوي : ژور تنفس بدن اراموي، ذهن خوشالوي، د روحي فشار او ټنشن مخه نیسي. د اندورفین له ازادیدو سره مرسته کوي چې طبیعي درد ضد تاثیر لري او ښه خوب ته زمینه جوړوي. زیاته ځان خبري او ځاني مینه پیدا کوي چې په نتیجه کې د ژوند کیفیت بهتر کیږي. د ځینو عصبي ـ کیمیاوي (neurochemicals) موادو د ازادیدو له لارې د خوشالۍ سبب کیږي.
14)اړیکي مو اغیزناکې کوي : ځاني مینه له نورو سره د رحم او مینې سبب کیږي. په جنسي اړیکو مو هم مثبت تاثیر کوي او د طبیعي لذت ورکوونکي هورمون کار ورکوي.
15)روحانیت مو قوي کوي: په عبادت او دعا کې مو فکري تمرکز پیدا کوي، که ارام اوسئ اګاهي مو ژوریږي او د نوښت استعداد در پکې پیدا کیږي 
څنګه ژور تنفس وکړو؟
تر یوه وخته ژور تنفس تمرین کړئ، بیا مو په عادت بدلیږي. په ورځ کې دوه ځل سهار او ماښام یې د ورزش په شان خپل یو مکلفیت کړئ. د کار پر مهال د دماغي ستړیا په وخت کې هم کولی شئ د ژور تنفس له لارې خپله انرژي نوی کړئ.
د ژور تنفس لار یا طریقه:
-         آرام ځای کې استراحت وکړئ
-         خپل تنفس ته متوجه شئ (پوه به شئ چې سطحي دی که ژور)
-         یو عادي تنفس وکړئ
-         دا ځل لږ ژور تنفس وکړئ
-         اوس ښه ژوره ساه واخلئ، سینه مو له هوا پوره ډکه کړئ، ښکته د ګیډې خوا ته مو فشار راوړئ، کوښښ وکړۍ چې د ولیو یا اوږو لور ته سږو ته مو هم هوا ورسیږي. (دا ټوله پروسه به ۴ -۵ ثانیې وخت ونیسي).
-         اوس ۳ ثانیې دغه هوا په خپله سینه کې بنده وساتئ،
-         هوا ورو ـ ورو د ۳ ـ ۴ ثانیو په اوږدو کې وباسئ.
-         دا تمرین لس ځل سهار او لس ځل ماښام تر سره کړئ.
-         د ورځې په جریان کې خپل عادي تنفس هم د ګیدې په تنفس بدل کړئ.
 
د سطحي تنفس زیانونه
دا زیانونه کټ مټ د ژور تنفس د ګټو پر خلاف دي.
-         پوره اکسیجن مو بدن ته نه داخلیږي،
-         د سږو هرې برخې ته هوا نه ننوزي، ځینې کونجونه غیر فعال پاتې کیږي
-         د بدن د اړتیا وړ اکسیجن بدن ته نه رسیږي،
-         د سا ایستلو په وخت کې ټول کاربن ډای اکسایډ له بدن څخه نه وزي،
-         په بدن کې پاتې شوی کاربن ډای اکسایډ او توکسینونه (ذهریات) بدن ته زیانونه اړوي.
 
د فکري تمرکز لپاره ارام تنفس
که غواړئ چې فکر مو پوره ارام شي، د ژور تنفس د تمرین په څنګ کې یو وخت ارام او بې غږه تنفس ته هم ورکړئ. هغه په دې ډول:
-         د پزې له لارې دومره ورو تنفس وکړئ چې تاسو یې اواز وانه ورئ
-         ټول سږي او سینه [لاندینۍ او پاسنۍ برخه ) مو له هوا ډکه کړئ،
-         بیا هوا د ګیډې خواته ورو ټیله کړئ،
-         ۳ ثانیې یې وساتئ،
-         بیا یې په هماغه شان ورو ډول وباسئ چې اواز یې وانه ورئ
-         پدې وخت کې د هیڅ دنیایي شي په باب فکر مه کوئ،
-         تر لس ځل دغه ډول وروخو ژور تنفس وروسته به مغز ډیر متمرکز شوی وي. بیا خپل الله ته دعا وکړئ، ان شا الله چې د قبول وړ به وګرځي. نورې پورته یادې شوې ګټې هم لري.
د ژور تنفس په باب ځینې حیرانونکې پیښې
په هند او ځینو نورو ملکونو کې یوګا او د منظم ژور او ورو تنفس ډیرې طریقې شته. په دغو تمرین کوونکو کې ځینې حیرانونکي قوتونه فعالیږي، چې اوسنی ساینس ورته ځواب نلري.د شلمې پیړۍ فیلسوف مویس میترلینګ پخپلو کتابونو کې د دغو خلکو ځینې عجیب کمالونه لیکلي دي.
-         یو سړي د ناجو ونه لس متره بره پرې کړې وه، لس کاله پرې ناست و، نه یې خوب او نه خوراک ته ضرورت پیدا شو او نه هم لاندې راولوید.
-         یو تمرین کوونکی یې په قبر کې ښخ کړ، څو ورځې وروسته یې راوایست، روغ جوړ و.
-         د یوګا تمرین کوونکي ډیر زیات عمر کوي، داسې کسان پکې تیر شوي، چې تر ۲۰۰ او ۳۰۰ کلونو هم پاییدلي دي.
-         یوه ښځه ځو کاله بې له اوبو او خوړو یوازې د اکسیجن په زور ژوندۍ ده او وایي چې ټول عمر هم دغه کار کولی شي. البته زه د تغذي د یو کارکونکي په توګه لدې سره مخالف یم چې غذا ته دې توجه ونشي، د ژوند روغتیایي لار داده چې موږ په ټولو چارو کې توازن وساتو. الله (ج) هم موږ ته امر کړی دی چې وخورو، وڅښو خو زیاتی ونه کړو.
http://timesofindia.indiatimes.com/life-style/health-fitness/diet/Not-food-not-water-only-air-to-stay-alive/articleshow/20742257.cms
د داسې حیرانوونکو پيښو علمي منطق ندی معلوم او دا هم نشم ویلی چې څومره به رښتیا وي، خو د یوګا د حیرانونکو پيښو په باب مې نور هم ډیر څه لوستي او اوریدلي دي.
البته د منظم او ژور تنفس په باب چې مو نور مسایل ذکر کړل، د طب او بیولوژي سره سم دي.