د ښوونکي د ورځې په پلمه!

 
ټولو درنو ښوونکو! د ښوونکو ورځ دې د هیواد ټولو هغو زیارکښو او په لازمه پوهه سمبال ښوونکو او استادانو ته چې په رښتیا د هیواد د راتلونکي نسل په ښوونه روزنه بوخت دي او په لار کښې له ځان خولې بهوي، په دغه لار کښې يې د خپلې دندې د لا ښه تر سره په هیله د خپل وجود د رګونو ویني وچې کړې وي، خواږه خوبونه يې پر ځان حرام کړی، او د ښونې او روزنې ډیوه يې بله ساتلې ده، دا ورځ ډیره ډیره نیکمرغه او مبارکه وي. په قربانیو يې برکت شه او د ټولو ستړیاو اجر دې خدای ورکړي!
د هیواد ښاغلیه ولسمشره! تاسې ته هم د دې ورځ مبارکي ځکه وایم چې تاسې هم یو وخت د ښوونکي درنده دنده په غاړه درلوده.
خو ولسمشره! تاسې په خپل پروني ملاقات کښې چې د یو شمیر استادانو سره مو درلود وویل چې د ښوونکي د تعریف پر ځای به د هغوی ستونزو ته پاملرنه کوم، ډیره پر ځای او ښه خبره ده، خو یوازې د ښونکو ستونزو ته پاملرنه نه شي کولای د ښوونې او روزنې په لار کښې پرتې نورې ټولې ستونزې حل کړي او ځواب ورته و وايي. دا چې دا نورې په مخکښې پرتې ستونزې کومې دي په لاندې ډول ترې یادونه کیږي:  

  • همدا اوس په ټول هیواد کښې د ښوونکې د مقام د نمانځنې او اهمیت باندې د رڼا اچولو او څرګندونو پر ځای، د ښوونکي د ورځې څخه د میلې د ورځې او د ښوونځیو څخه د میله ځای په توګه کا راخستل کیږي.
  • استادانو ته وړ او مناسب حقوق او امتیازات نه ورکول کیږي چې دغه مسلک ته په کار پوه او لایق خلک جذب کړی شي.
  • په ښوونځیو کښې زیاتره درس ورکونکي استادان يا وړ پوه نه لري او یا د ټیټو ټولګیو فارغان دي، خو له دې سره هم په لوړو ټولګیو کښې د تدریس په چاره بوخت دی. دا ستونزه د هیواد په کلیوالو ښوونځیو کښې ډیره لوړه ده. زه داسې استادان پیژنم چې د دریم ټولګي فارغ، ولی د دولسم ټولګي اسناد په لاس لري اولوړو ټولګیو کښې تدریس کوي. د وزارت بې کفایته چارواکو يې د فراغت د اسنادو تزکیه او تایید هم کړی دی.
  • یوه غټه ستونزه د هیواد د بچیانو د پوهې د سطحې، ټولنیز حالت، د درسي موادو او چاپیریالي شرایطو سره سم او مناسب نصاب نشتوالی دی. (دا اوسنۍ نصاب چې کله هم یو نسبي مجرب استاد لولي نو د نصاب ترتیبونکي ته يې بې اختیاره له خولې کنځلې را وځي، ځکه چې دا نصاب هم د چارواکو د خپلوانو او اڼدیوالانو له خوا تیار شوی دی، چې په تخصص او تجربه ولاړ نه دی، بلکه د نورې نړۍ او په ځانګړي توګه د ګاونډيو هیوادونو میتودونه د چون او چرا پرته په امانت ډول را نقل شوی او هیواد د ښوونې روزنې اوسنی حالت، ټولنیز حالت اونور شرایط پکښې هیڅ په نظر کښې نه دي نیول شوی).
  • زیاتره ښوونکي بیا زده کونکي په دې بهانه غولوي چې د زده کړې میتود شاګرد محوري دی، ځانته هیڅ تکلیف نه ورکوي او د زده کونکو وخت ضایع کوي.  په شاګرد محوري میتود کښې باید هم ښوونکی د یو ښه لارښود دنده تر سره کړي،  تر څو د زده کړو استعدادونه په کار واچول شي.
  • په ښونځيو کښې زده کونکي د کتابونو او درسي موادو د نشتوالي سره مخامخ دي. ما په خپله لیدلي چې د چاپ شوو کتابونو په وروستي مخ لیکل شوي چې دا کتابونه د پیر او پلور لپاره نه دي اما په آزاد بازار کښې په پریمانه توګه موندل او پلورل کیږي.
  • ما ته دا هم ثابته شوي چې ځینو نیکمرغه ښونځیو ته د زده کړې او لابراتوار عصري وسایل لکه کمپیوټر هم برابر شوي خو د ښونځيو د ادارې بدمرغو چارواکو هغه یا خپلو کورونو ته وړي او یا يې په تور بازار کښې پلورلي دي.
  • د خصوصي ښونځیو تاسیس ته اجازه ورکول او د هغوی د تدریسي کیفیت څخه څارنه نه کول د یو نوي سوداګریز عنصر په توګه د دې ستونزو په لا زیاتوالي کښې هم پوره مرسته کړیده.
  • د ښونځیو حالت دا دی چې حتی د کابل او نورو سترو ښارونو کښې هم په ښونځیو کښې د کافي درسي خونو نشتوالی تر سترګو کیږي. د هیواد په کلیوالو سیمو کښې دا ستونزه بې کچې لوړه ده. زده کونکي یا د ښوونځیو په دهلیزونو،  خیمو، د ونو تر سیوري، او یا هم د شنه آسمان لاندې زده کړو ته دوام ورکوي. او د باد او باران په ورځ د شنه آسمان لاندې ټولګي ټول رخصت وي. په کلیوالو سیمو کښې په ښوونځیو کښې د درسي خونو د نشتوالی ستونزه بې اندازې لوړه ده.
  • په کلیوالو سیمو کښې استادان او زده کونکي دواړه د موسمي فصلونو (په ځینو مواردو د د مخدره موادو) د حاصل د راټولولو پر مهال ټول بوخت او له یومخې رخصت وي.
  • هلکان زده کونکي له ځان سره ښونځیو ته د بدمعاشیو وسایل لکه توفنګچه، بکس پنجه، چاقو ګان او داسې نور ښونځیو ته راوړي او او ښوونکي او نور ټولکیوالو پرې ګواښوي. لباسونه يې هم د بدمعاشانو په څیر دي.
  • انجوني زده کونکي د دې پر ځای چې په یو مناسب او عادي لباس یا یونیفورم کښې ښوونځي ته راشي، په تحریکونکي لباس کښې ښونځیو ته راځي او له ځانه سره د سینګار او ښکلا وسایل ښونځیو ته راوړي او په ښوونځي کښې د ځان په سینګارولو بوختې وي.
  • لکه چې ویل کیږي چې ښوونه ډیره مهمه ده خو روزنه تر هغې لا ډیره مهمه ده، ولي له بده مرغه ښوونه خو پر خپل ځای پریږده، خو د روزنې کچه په بشپړه توګه په صفر کښې ضرب شوې ده.
  • د خپلوانو او ملګرو پالنه او په لوړه کچه رشوت او فساد هغه بله ستونزه ده چې لیاقت او وړتیا يې پایمال او تر پښو لاندې کړیده.
  • د هرې عادي پیښې د رامنځته کیدو او نمانځنې پر مهال، لکه د بیلګې په توګه د شهیدانو ورځ، د بزګر ورځ، د نوي کال ورځ، د ټاکنو ورځو، د اخترونو ورځو څخه یوه اونۍ وړاندې او یوه اونۍ وروسته د درسونو بهیر په ټپه ولاړ وي.
  • د سولې، خوندیتوب او امن چاپیریال نشتوالی د نورو تر څنګ د ښوونې او روزنې په لار کښې بله هغه ستره ستونزه او خنډ دی چې د هیواد په زیاتره برخو کښې يې خپلې وحشې وزرې غوړولې دي او باید له پامه و نه غورځولی شي، چې زیاتره د درس او تعلیم سره مینه لرونکي، په ځانګړې توګه د پښتنو سیمو بچیان يې د ښوونې او روزنې د ستر نعمت څخه بې برخې کړي دي. خداې دې دا وحشي وزرې نورې ماتې او د سولې سپینه کوتره دې خپلې سوله ایزې وزرې زمونږ پر ګران تاټوبي و غوړوي.
له بده مرغه ډیرې نورې داسې ور ته ستونزې شته چې یادونه يې کیدای شي، خو دلته د بیلګي په توګه دلته د یو څوغټو غټو ستونزو یادونه شوې ده.
له بده مرغه په تیرو دیارلسو کالو کښې د هر سکټور هر فعالیت په شکلي او تبلیغاتي بڼه تر سره شوی او د ښوونې او روزنې برسیره په نورو سکټورونو کښې هم هیڅ بنسټيز کار نه دی تر سره شوی. ښوونه او روزنه چې د هیواد روښانه او سوکاله راتلونکي د هغې سره تړلې ده، مناسب پام ورته نه دی شوی. یوازې په دې اکتفا شوې چې وزیر صاحب ووايې "لله الحمد" مونږ اوس څو میلونه میلونه هلکان او انجوني زده کونکي لرو، په داسې حال کښې د زده کړې د روان بې کیفیته بهیر، ښونځیو، استادانو او داسې نورو د کیفیت په اړه یې هیڅ  سر نه دی په درد کړی.
سره له دې چې زه د ښوونې او روزنې په مسلک او کار کښې نه پوره تجربه لرم او نه هم په دغه څانګه کښې کار کوم، خو دا مسلک را ته تر هر بل مسلک څخه دروند او له مسئولیته ډک ښکاري او هم د ښوونې او روزنې د با کیفیته بهیر څخه د هیواد د بچیانو بې برخې والي او ګران هیواد د راتلونکې په اړه یو ژور درد لرم او "یو پټ غلی احساس دی چې آرام مې نه پریږدي" او له سکون او خوب څخه يې په بشپړه توګه بې برخې کړی یم، د خپل زړه درد، د خپلو سترګو لیدلی حالت او مشاهدات مې له تاسې درنو هیوادوالو او د هیواد نوی ولسمشر سره شریک کړل. زه فکر کوم که د ښوونې او روزني دا زړه بوږنونکی او نا سم حالت او بهیر همداسې پرمخ ولاړ شي او دوام ومومي نو د هیواد د بچیانو د ښوونې او روزنې او همدارنګه د هیواد د راتلونکی برخلیک دې لوی څښتن مل شي. لکه چې یو شاعر وایی:
څه چې وکرې هغه به وریبې  *****  خپل عمل دی د هر چا د لارې مل
دا د یوه دردمن زړه ګډوډ فریاد دی او هیله ده کوم دوست زما دا غږ د ولسمشر تر غوږو ورسوي.