«زه یو آرمان لرم»

دا د هغه چا د خولې وینا او شعار دی چې د نورو انسانانو د هوساینې، حق غوښتلو او تر لاسه کولو په موخه يې مبارزه کوله. هغه د همدې ارمان د لاسته راوړلو په لار کې د نژادي تبعیض، ظلم او استبداد د پلویانو له خوا و وژل شو او خپل خوږ ژوند يې له لاسه ور کړ، مګر د هغه لاره ژوندۍ او دوامداره پاته شوه او دا ارمان يې د هغه د مړینې وروسته پوره شو.

هغه څوک دی؟
هغه مارتین لوتر کنګ دی چې د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ په ۱۵ نیټه و زیږید او د ۱۹۶۸ کال د آپریل په ۴ نیټه و وژل شو. هغه د یو هیواد د وګړو تر منځ د برابرۍ او ټولو ته د یو شان حقوقو د غوښتنې لپاره خپل ژوند قربان کړ. ډاکتر مارتین لوترکنګ یو تور پوستی امریکايي او د بشري حقوقو ستر پلوی او مبارز وه او د ټولو لپاره یې د یو شان حقوقو غوښتنه کوله. هغه د بې عدالتۍ د له منځه وړلو لپاره د عدم تشدد په مبارزه باور درلود. هغه د توپیري قانون پر وړاندې (هغه قانون چې تور پوستکې يې د ځانګړو ځایونو لکه رسټورانونو، پارکونو، هوټلونو، او دولتي ښوونځيو) ته د ننوتو څخه منع کول، په ټینګه و درید او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې يې وکړې. هغه ټول هغه څه چې تر سره کولای يې شول، تر سره کړل تر څو دې باور ته چې «ټول انسانان یو برابر پیدا شوي دي» د عمل جامه واغوندي. هغه په ۱۹۶۴ کال کې د دې ستر کار په بدل کې د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه. دا تر دې مهاله تر ټولو هغو ځوان کس وه چې د نوبل د سولې جایزه يې تر لاسه کړې وه. هغه د امریکا د تینسي ایالت په میمپس ښار کې د بې عدالتۍ او تیارو د پلویانو له لورې هغه مهال و وژل شو چې ۲۹ کاله عمر يې درلود. اوس د جنورۍ د میاشتې دریمه دوشنبه د هغه د زیږیدو د یاد ورځې په توګه، په ټوله امریکا کې د ملي رخصتۍ په بڼه نمانځل کیږي.

ویل کیږي چې نوموړی د مهاتما ګاندې د عدم تشدد د فکر او لارې پیرو وه. لکه څنګه چې مهاتما ګاندي نه یوازې دا چې و توانیده خپله ټولنه او هیواد د برتانوي ښکیلاک څخه د خپلې نه ستړې کیدونکې مبارزې په پایله کې خپلواکه کړه، چې د ژوند په قیمت ور ته تمامه شوه. هغه د نورې نړۍ د ولسونو د خپلواکۍ، ولسواکۍ، د ژوند د خوندیتوب او ژغورنې او عدالت او برابرۍ د رامنځته کولو لپاره یو سمبول جوړ او د مبارزې د یوې نوې تګلارې او کړنلارې بنسټ کیښود.

د پورتني معلومات په رڼا کې ویلای شو چې یو څوک په ډالۍ شوې او وړیا توګه نه اتل کیږي او اتلولي د ژوند د لاسه ورکولو تر بریده قربانۍ او ځان تیریدنې ترلاسه کیږي. د نړۍ د بریالیو مبارزینو د تجربو څخه دا درس هم تر لاسه کیږي، چې لومړي، دا کار ځان تیریدنې او نه ستړې کیدونکي هلې ځلې غواړي او دوهم) دا چې د باطل پر وړاندې د حق مبارزه بالاخره بریالی کیدونکي ده. البته دا مهمه نه ده که دا مبارزه د مبارزې د پیل کونکي په ژوند بریالي کیږي او که د هغه د مړینې څخه وروسته دا لاره ژوندۍ ساتل او پرمخ وړل کیږي، خو دا حقیقت باید و منو چې په پایله کې د حق، عدالت او انصاف غوشتنې مبارزه بریا ته رسیږي.

د یادونې وړ ده چې د ټولنیز بدلون غوښتنو او بدلون راوستلو مبارزې لپاره زماني حدود نه شي ټاکل کیدای او دا ځکه چې دا ډول مبارزې د ټولنېز او سیاسي وضعیت، جغرافیوي موقعیت او د خپل زمان او مکان د ځانګړو شرایطو او اوضاع پورې اړه لري.

د نړۍ د حق، انصاف او عدالت غوښتنې د مبارزینو لاره دې تل پاته او بریالۍ وي.