د چټک اقتصادي پرمختګ اغېزې

 
چټک اقتصادي پرمختګ چې Economic Boom  یې هم بللی شو هغه حالت ته وایي چې  کله یو اقتصادي جریان د خپله اوږدمهاله موخو د بهیر څخه چټک پرمختګ کوي. دغه ډول چټکتیا د انفلاسیوني فشار سره یو ځای وي ځکه د پرمختګ له امله تقاضا د عرضې په پرتله ډېره او په چټکه توګه پرمختګ کوي. دا ډول چټک اقتصادي پرمختګ د جاري بیلانس د کسر لامل کیږي او په پایله کې یې یو هېواد په نړیوال بازار کې د خپلو صادراتو په سیالۍ کې وروسته پاتې کیږي.
د اقتصادي پرمختګ پر مهال د بې روزګارۍ کچه په چټکتیا سره کمیږي او نوې دندې پیداکیږي. نوې دندې کاروبارونه اړ باسي تر څو زیاتې شوې تقاضا ته د ځواب ویلو په موخه په دغه نوو زېږیدلو دندو کې کارګران وګوماري. دا چاره د مزدونو د لوړوالي فشار رامنځته کوي، په دې مانا چې د روزګار د فرصتونو د ډکولو زیاته شوې تقاضا طبعاً د مزدونو د لوړوالي لامل کیږي. له بله اړخه کاري ځواک ته د زیاتې شوې تقاضا له امله کاري قوه هم د خپلو مزدونو د لوړوالي په سر د کاروباریانو سره چنې وهي. د دغه حالت یو زیان دا هم دی چې کاروباریان د مسلکي کارګرو د نه پیدا کېدو پر مهال نیمه مسلکي او یا غیر مسلکي خلک هم پر دندو ګوماري. له بله اړخه پوهیږو چې د کاري ځواک لوړ مزدونه د تولید د یو لګښت په توګه د تولید مجموعي لګښتونه زیاتوي چې له امله یې د تولید بیه لوړیږي او په نړیوال بازار کې د خپلو سیالانو سره یې رقابتي ځواک زیان ویني. په یاد ولرئ چې دا چاره هغه وخت شوني وي کله چې د یو هېواد د تولیداتو زیاته اتکا په کاري ځواک وي.
کله چې اقتصاد په خپل بشپړ ظرفیت سره پر مخ ځي نو په تقاضا کې ډېر لږ زیاتوالی د بیو د زیاتوالي یا انفلاسیون لامل کیږي. لکه چې مخکې مو وویل دا چاره د خامو موادو بیې، د کارګري ځواک مزدونه او د تولید ټولیز لګښتونه لوړوي چې پایله یې بیا هم د صادراتو د بیو لوړوالی او په نړیوال بازار کې ناکامي ده. لوستونکي باید یوې خبرې ته پاملرنه وکړي چې موږ د هغه اقتصادي سیستم اړوند خبره کوو چې په بشپړ ظرفیت سره فعالیت کوي. هغه اقتصادي جریانونه چې د بشپړ استخدام څخه لاندې فعالیت کوي د دغه برخلیک سره نه مخ کیږي او کوښښ باید وکړي چې د خپلو اقتصادي سرچینو په کارولو سره د بشپړ استخدام حالت ته ځان ورسوي.
که د بشپړ استخدام د نړۍ په کچه فرض کړو چې دا کار تر ډیره بریده ناشونی دی، په دې حالت کې کله چې په یو ځل په ټولو هیوادونو کې تقاضا په یو متناسب مقدار تغیر کوي نو دا چاره به د نړیوال بازار سیالي په خپل حال وساتي او په توازن کې به یې کوم بدلون رانشي. دلته مونږ یوازې په یو هیواد کې د بشپړ اقتصادي ظرفیت څخه د اوښتو د حالت په څرنګوالي خبره کوو.
د اقتصادي پرمختګ انفلاسیوني اغېز هم د نوموړي پرمختګ او ودې په بڼې پورې تړلی دی. که پرمختګ د لګښت کوونکو د اضافي تقاضا له امله رامینځته شوی وي نو طبعي ده چې دا چاره د بیو د لوړوالي یا انفلاسیون لامل کیږي خو که پرمختګ چیرته د نوو پانګونو او تولیداتو له امله رامینځته شوی وي نو د یو هیواد اقتصادي رقابت ته کوم زیان نه اړوي. ښه بیلګه یې چین ده چې د چټک اقتصادي پرمختګ له امله بیا هم خپل رقابتي ځواک نه بایلي. لامل یې دا دی چې د چین د اقتصادي پرمختګ پالیسي پر صادراتو را څرخي یعنې خپله د اقتصادي پرمختګ پالیسي داسې جوړوي چې صادراتو ته یې کوم زیان و نه رسوي.
دا د اقتصادي پرمختګ ځینې هغه ټکي دي چې پرمختللې هیوادونه یې باید په پام کې ونیسي. هغه مخ پر ودې هیوادونه چې په صادراتو کې یوازې په یو ځانګړي توکي تکیه ولري هم باید دغه نقطې ته پام وکړي چې د پرمختګ له امله د تولید د لګښټونو زیاتوالی یې کولای شي چې د دوی صادراتي مزیت ته زیان واړوي خو دا خبره هم باید په یاد ولري چې اقتصادي پرمختګ کولای شي د یو توکي پر ځای د نورو ډیرو توکو د صادرولو له لارې نوموړې هیوادونو ته ګټه ورسوي.
مخ پر ودې هیوادونه چې څومره چټک پرمختګ وکړي هغومره ورته ګټور دی. دلته زمونږ د بحث اصلي محور پرمختللې هیوادونه وو چې د پرمختګ د اوږد مهاله طبیعي پرمختګ څخه چټک پرمختګ وکړي نو د دغه ډول اقتصادي پایلو سره مخ کیدای شي. د دغه ستونزو د مخنیوي په موخه، هیوادونه باید د خپل پرمختګ په پالیسۍ کې بیلابیل اړخونه په پام کې ونیسي.
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.