بانجان  د سرطان او کلسټرول مخه نیسي او .... زیاتوي

بانجان  د سرطان او کلسټرول مخه نیسي او .... زیاتوي
دچاغښت او ډنګرتوب دبرخې متخصص ډاکتر محمدحلمي وايي : بانجان د(انیمیا) ضد دی ، بانجان له وسپنې او نورو ویټامینو لکه C,Aڅخه برخمن دي،چې دانسان ورته اړتیا لري .
بانجان کولای شي،چې دسړیو او ښځو هرمون منظم کړي  پردې سربېره  دانسان  دسکسي ځواک دپیاوړتیا په برخه کې هم ګټور ثابت شوی دی .
ډاکتر خپل شاګردانو ته سپارښتنه کړې ده ،چې دزده کړې پرمهال بانجان خورئ ځکه دا دمغز حجرې فعالوي  او د درس په زده کړه کې درسره مرسته کوي ، ددې ترڅنګ بانجان دانسان له  بدن څخه د  زهري موادو په ویستلو کې مرسته کوي او دسرطان مخه نیسي .
ډاکتر حلمي وايي : بانجان په وینه کې  دمضر کلسټرول  په راکمولو کې هم مرستندویه رول لوبوي  او هغو ناروغانو ته هم ښه دی،چې  دزړه ناروغي لري او یا یې رګونه تنګ شوي وي ، شکر درلودنکي ناروغان کولای شي ،چې وریت شوي یا جوش شوي بانجان وخوري ، خو که څوک  دمعدې یا هاضمې ستونزه لري باید دبانجانو له خوړلو ډډه وکړي ځکه  هضمول یې سخت دي.